افغانستان کې د خولې او مرۍ سرطان زیاتېدونکې پېښې؛ 'لوی لامل یې سیګرټ او نسوار دي'

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, مامون درانی
- دنده, بيبيسي
- د خپرېدو وخت
افغانستان کې روغتیاپالان او روغتیایې چارواکي وايي د خولې او مرۍ د سرطان پېښې زیاتې شوې دي.
د دوی په وینا پر دغه سرطان لوی شمېر اخته کسان په کلیوالي سیمو کې ژوند کوي.
د روغتیا نړیوال سازمان په هرو پنځو کلونو کې د سرطان ناروغۍ په اړه څېړنه کوي، او د دغه سازمان د څلور کاله وړاندې شمېرې ښیي، چې هر کال ۲۳ زره افغانان پر دې ناروغۍ اخته کېږي.
د ډبلیو اېچ او په وینا افغانستان کې پر سرطان د اخته کېدونکو کسانو تر نیمايي ډېر (۱۶ زره) ژوند بایلي.
د سرطان له امله د مړینو لوړ شمېر تشخیص او درملنې لپاره د کافي روغتیايي مرکزونو د نشتوالي له لامله دی.
د روغتیا نړیوال سازمان د مالوماتو پر بنسټ شاوخوا ۹۰ سلنه هغه کسان، چې د خولې پر سرطان اخته دي، تنباکو کاروي.
د هندوستان په ممبۍ کې یو افغان ډاکتر خالد احمد اغا وايي تنباکو (نسوار، سګریټ) د خولې او ستوني پر سرطان د اخته کېدو چانس ۷۰ سلنه زیاتوي.
نوموړی وایي د غنمو ترېشل له کبله ککړه شوې هوا، په کرنه کې د کیمیاوي درملو کارول، په زیاته اندازه د لاندي غوښې خوړول، د خولې او غاښونو د حفظ الصحې نه مراعتول او خراب غاښونه نور هغه عوامل دي، چې د مرۍ او خولې په سرطان د اخته کېدو خطر زیاتوي .
په افغانستان کې د سرطان د تشخیص او درملنې د تخصصي مرکزونو نشتوالي د خلکو د شکایتونو غږ هم پورته کړی دی.
۳۳ کلن پای محمد د روزګان اوسېدونکی دی او څلور کاله کیږي، چې د مرۍ له سرطان نه کړیږي.
د هغه ورور ولي محمد وايي ټول شته یې د خپل ورور پر درملنه لګولي، ان تر دې چې اوس یې لاس او جېب دواړه تش دي.
خو دی وايي، ورور یې لاهم نه دی رغېدلی او په کابل کې ډاکترانو ځواب ورکړی دی.
"دو، دوه نیم کاله نسبتاً ښه و. خو اوس یو نیم کال کېږي چې خبرو لوېدلی - نه شي کولای چې پلی ولاړ شي، او پر بستر پروت وي."
ولي محمد زیاتوي چې د ورور وضعیت یې دومره خراب شوی، چې دوی یوازې په قاشوغه ورته شیدې ورکوي، نور خواړه نشي خوړلای.
"پر درملنه او عملیات یې دوه سوه زره افغانۍ لګښت راځي، خو موږ د موټر د کرايې پیسې هم نه لرو."

د عکس سرچینه، Getty Images
ډاکتر عصمت حماس، چې د افغانستان په سویل کې د هاضمي سیستم او مرۍ (ستوني) د سرطان د ناروغیو متخصص دی، وایي د خولې او مرۍ سرطان پېښې مخکې په لویانو کې ډېرې وې، خو په دې وروستیو کې په ځوانانو کې په زیاتیدو دي او ډېر داسې ښځې او نارینه ترې کړېږي چې عمرونه یې د ۲۰ او ۳۰ کلونو تر منځ وي.
"موږ ته په اوونۍ کې د سرطان شاوخوا ۱۵ ناروغان راځي، چې اکثریت یې د لیرو پرتو سیمو اوسیدونکي او څه نا څه ۱۸ سلنه پکې ځوانان وي. مخکې پکې د ځوانانو کچه یو فیصد هم نه وه."
ښاغلی حماس وایي راډیوتراپي (په وړانګو سره بدن کې د سرطاني حجرو په نښه کولو) امکانات په ټول افغانستان کې نشته، ځکه نو هغه ناروغان، چې سرطان یې ۴ یا ۵ مرحلې ته رسیدلی وي، اړ دي چې درملني لپاره له هېواده بهر لاړ شي.
د سرطان ناروغۍ په اړه محدود پوهاوي، کمزوري اقتصاد او روغتیایي چوپړونو ته نه لاسرسي په افغانستان کې د دې ناروغۍ درملنه نوره هم پېچلې کړې ده.
روغتیاپالان وايي نیم په نیمه ناروغان له تشخیصېدو وروسته عملیات لپاره دوی ته نه ورګرځي ځکه پر دغه عملیات او درملنه لږترلږ ۶۰ زره افغانۍ لګښت راځي او ګڼي کورنۍ د دومره پیسو د ورکړې توان نه لري.
په کندهار کې د تومورونو او د خولې جراح ډاکتر نور محمد علي خان وایي دا چې د دوی روغتون خصوصي سکتور پورې اړه لري، ناروغانو ته د سرطان د جراحۍ د عملیاتو او درملنې د لګښت اندازه مخکې تر مخکې وایي.
د ښاغلي خان په خبره نږدې نیم ناروغان ورته د اقتصادي ستونزو له کبله بېرته مراجعه نه کوي.
" موږ ډېرې داسې پېښې لرو چې ناروغان یو کال وروسته راځي او وضعیت یې ډېر خراب وي او ډېری یې لاعلاجه وي. یوازینی علت یې غربت او فقر دی، چې د درملنې لګښتونه نشي پرې کولای."
د افغانستان په لویدیځ هرات او شمال بلخ کې هم روغتیاپالان وايي په دغو ولایتونو کې د سرطان ناروغیو، په ځانګړې توګه نارینو کې د مرۍ او مېرمنو کې د تیونو سرطان پېښې زیاتې شوې دي.
د طالبانو حکومت روغتیا وزارت وايي هڅه یې دا ده، چې پر سرطان اخته ناروغانو ته پر کور دننه د درملنې اسانتیاوې برابرې کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د دغه وزارت ویاند ډاکتر شرافت زمان امرخېل وايي له نړیوالو روغتیايي بنسټونو یې هم په دې برخه کې مرسته غوښتې ده .
د نوموړي په وینا پلازمېنه کابل کې اوس د سرطان درملنې لپاره روغتیايي خدمات زیات شوي خو اړتیا لا هم لیدل کېږي چې کار پرې روان دی.
ښاغلی شرافت وايي "موږ په جراحۍ، کیموتراپۍ او بستر شویو ناروغانو ته صحي خدمات وړاندې کوو."
د رسمي شمېرو له مخې د روغتیا وزارت په اډانه کې د سرطاني ناروغانو د درملنې یوازې درې اختصاصي مرکزونه په کابل، هرات او بلخ کې شته، چې په کابل کې ۶۰ او هرات او بلخ کې یوازې ۱۵ -۱۵ بسترونه لري.
همدا راز په ټول افغانستان کې د سرطان ناروغۍ د تشخیص یا پتالوژۍ یوازې یو مرکز په کابل کې دی.
د یادونې ده چې بېلابېلو بنسټونو په افغانستان کې د سرطان ناروغیو د مجهزو روغتونونو د جوړولو اعلان کړی.
خو بي بي سي ته مالومه شوې، چې ځینې له دغه کاره په شا شوي او نورو لا هم کوم عملي ګام نه دی اخیستی.
د ولي محمد د ورور په څېر ناروغان، چې نه درملنې لپاره بهر ته د تللو وس لري او نه یې هم په کور دننه د دوام، مرګ ته د شیبو له شمېرلو پرته بل څه نشي کولای .






















