د لبنان یوه پنډغالي‌ کې د فلسطیني وسله والو خپلمنځي نښتې؛‌ ۶ کسان وژل شوي

د خپرېدو وخت

لبنان کې د کډوالو په عین الحلوه پنډغالي‌ کې د سیالو فلسطیني ډلو ترمنځ نښته کې لږترلږه ۶ کسان وژل شوي دي.

دا نښته د فلسطین د کورواکې ادارې د مشر محمود عباس اړوند د فتح غورځنګ او سیالو اسلامپالو ډلو ترمنځ شوې.‌

فتح ګوند منلې چې په وژل شویو کې د ابواشرف عرموشي په نوم د وی یو قومندان هم دی.

عین‌الحلوه، چې په ۱۹۴۸ کال کې د لبنان سویلي صیدون ښار ته څېرمه جوړ شوی، دغه هېواد کې د فلسطيني کډوالو تر ټولو ستر پنډغالی دی.

ملګري ملتونه وايي په دغه پنډغالي‌ کې شاوخوا ۶۳ زره فلسطیني کډوال مېشت دي،‌ خو نور اټکلونه دا شمېر تر دې هم لوړ ښيي.

د یادونې ده چې د لبنان امنیتي ځواکونه په دغه ګڼ میشتي کمپ کې د امنیت ساتلو مسوولیت پر غاړه نه لري او له همدې کبله پکې فلسطینۍ ډلې د خپل نفوذ د پراختیا پر سر یو بل سره سیالي کوي.‌

د فرانسې خبري اژانس دغه پنډغالي‌ کې د ځینو سرچینو په حواله چې نوم یې نه دی اخیستل شوی ویلي، تازه نښتې د شنبې پر ورځ له هغې وروسته پیل شوې چې د الشباب مسلم یا مسلمانو ځوانانو په نوم د اسلامپاله ډلې یو غړی ووژل شو او د مشر په ګډون یې شپږ تنه نور ټپيان شول.‌

دغه تاوتریخوالي د یکشنبې پر ورځ هم دوام وموند چې پایله کې یې بالاخره د فتح غورځنګ یو ځايي قومندان ابواشرف عرموشي او د هغه څلور ملګري ووژل شول.

د فلسطین کورواکې ادارې یوه بیان کې ویلي "د فلسطیني کډوالو په دغه پنډغالي‌ کې د امنیت ټینګښت سره کرښه ده او هېڅوک اجازه نه لري،‌ چې زموږ خلک وډاروي او امنیت یې ګډوډ‌ کړي."

د لبنان پوځ وايي‌ د فلسطیني‌ وسله والو په دې خپلمنځي‌ نښته کې د دوی پوځيان هم ټپي شوي‌ دي.

د فلسطین سما خبري اژانس وايي د لبنان پوځ تر دغو نښتو وروسته عین الحلوه پنډغالي‌ ته د ننوتلو اصلي "حصبه" بندري لار تړلې ده.‌

له دې سره لبنان کې فلسطيني‌ کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې مشرې دوروتي‌ کراوس ویلي، چې په عین‌الحلوه کې د دوی ټول فعالیتونه درول شوي دي.

هغې پر ټولو وسله والو دلو غږ کړی چې د ملکیانو امنیت ډاډمن او د ملګرو ملتونو د اړوندو تاسیساتو خوندیتوب رعایت کړي.‌

د ملګرو ملتونو دغه اداره وايي‌ په لبنان کې ورسره تر ۴۷۹ زرو ډېر فلسطینیان ثبت دي، چې نږدې نیمايي یې په ۱۲ پنډغالو کې په سختو شرایطو کې ژوند کوي.‌

د فرانسې خبري ‌اژانس ویلي، دمګړۍ په عین الحلوه پنډغالي‌ کې پر اوربند هوکړه شوې.‌