مسکو ښار کې پر یوې ودانۍ ډرون برید شوی

د خپرېدو وخت

روسي چارواکي وايي، د پلازمېنې مسکو په مرکزي برخه کې یو اوکرایینی ډرون له یوې ودانۍ سره ټکر شوی، چې د چاودنې زورور غږ یې تر لېرې پورې اورېدل شوی دی.

ښاروال سیرګي سوبیانین وايي، دافع هوا سیسټم ډرون په نښه کړی او پاتې شوني یې د ښار پر مرکزي نندارتون سالون رالوېدلي دي. په ویډیويي تصویرونو کې چې تائید شوي نه دي، د مسکو ښار پر سر د لوګیو یوه لویه غوټه لېدل شوې ده.

د اوکرایین له لوري سملاسي په دې هکله څه نه دي ویل شوي. د روسیې دفاع وزارت پر خواله رسنۍ ټیلیګرام یوه پیغام کې ویلي، برید له ځايي وخت سره سم ګهیځ وختي، نژدې څلور بجې شوی دی.

په پیغام کې ویل شوي، د ښار دافع هوا نظام له فعالېدو وروسته ډرون خپله لار بدله کړه او په کراسنوپریزینسکایا سیمه کې چې یو شمېر دولتي ودانۍ پکې موقعیت لري، پر یوه داسې ودانۍ راوغورځېد چې څوک په کې مېشت نه دي. په پیغام کې ویل شوي، سملاسي د کوم زیان اوښتو رپوټونه نه دي ورکړل شوي.

د مسکو مرکزي نندارتون چې معمولاً کنفرانسونه، کنوانسونونه او بېلابېل نندارتونونه پکې کېږي، د روسیې ولسمشرۍ ماڼۍ په نژدې پنځه کیلومترو کې موقعیت لري.

د روسیې تاس خبري اژانس په یوه رپوټ کې ویل شوي، د مسکو ونوکوو هوايي ډګر هم له دې پېښې وروسته وتړل شو، چې لږ وروسته بېرته پرانیستل شو. د سږکال تر لومړیو پورې په مسکو کې د اوکرایین جګړې هېڅ نښې، نښانې په مسکو کې نه لیدل کېدې، خو دا وروستیو کې په دې ښار کې د یو شمېر ډرون بریدونو رپوټونه ورکړل شوي دي.

د تېرې مې میاشتې پر ۳۰مه د ډرون بریدونو یوې لړۍ له کبله یو شمېر ودانیو ته د زیان اوښتو رپوټونه ورکړل شوي وو.

د جولای پر ۳۰مه او ۳۱ بیا له همدې مرکزي نندارتونه لږ هاخوا دوه ډرون د یوې اسمان څکې ودان‍ۍ له ښيښه يي مخې سره ټکر شوې.

د اوکرایین ولسمشر ولودیمر زېلینسکي ویلي و: ''جګړه د روسیې خاورې ته ستنېږي''. د نوموړي په وینا دا داسې یو بهیر دی چې ''مخه یې نه شي نیول کېدای، قطعاً طبیعي او شفاف دی.''