تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د امریکا دفاع وزارت پلټنې: د کابل هوايي ډګر کې د داعش بريد د مخنيوي وړ نه و
له افغانستانه د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د امریکا او نړیوالو ځواکونو د وتلو د مهال ګډوډيو په تړاو د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندې په امر د پیل شوو پلټنو وروستۍ پایلې په ډاګه کوي چې له کابل نړیوال هوايي ډګره بهر د داعش برید د "مخنيوي وړ نه و."
دا پلټنې او بیا کتنه چې د تېر ۲۰۲۳ کال په سپټمبر کې پیل شوې وه، هغه معلومات چې د ۲۰۲۳ کال مارچ کې د دغو پېښو په تړاو وړاندې شوي وو تأیید کړي.
دغو معلوماتو ښودلې چې د کابل له نړیوال هوايي ډګر بهر په شنه دروازه کې ځانمرګی برید د "عبدالرحمن اللوګري" په نامه د داعش یوه غړي کړی چې له ۲۰۱۶ کال راهیسې له داعش سره یو ځای و.
د امریکا د دفاع وزارت په اعلامیه کې د امریکا د پوځ د دغې پلټونکې ډلې د یوه غړي له قوله راغلي چې "اللوګری د داعش له هغو زرګونو جنګیالیو یو و چې د ۲۰۲۱ اګست کې طالبانو له بنده خوشی کړی و" خو له هغه پرته هم داعش ډلې هغه مهال د ورته بریدونو وړتیا لرله.
د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۲۶مه ماښام شپږ بجې دا برید څو ګړۍ وروسته له هغه وشو چې لوېدیځو حکومتونو خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی و چې د کابل له نړیوال هوايي ډګره ځانونه لېرې وساتي، ځکه چې د "اسلامي دولت" (داعش) خراسان څانګې د یوه کېدونکي برید ګواښ ډېر و.
هغه مهال د کابل هوايي ډګر شاوخوا کې ډېره ګڼه ګوڼه وه او ټولو هیله لرله چې له افغانستانه د امریکايي پوځيانو د ايستنې پرمهال دوی هم له هېواده وایستل شي.
د برید مسوولیت د اسلامي دولت (داعش) خراسان څانګې منلې و.
د برید په بله ورځ امریکا کابل کې ډرون برید وکړ او وویل چې ځانمرګی بریدګر یې په نښه کړ، خو د ډرون په برید کې د اوو ماشومانو په ګډون ۱۰ ولسي وګړي ووژل شول.
د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مککال چې له دې وړاندې يې بیا بیا د بایډن اداره په هغه بهیر کې په کمکارۍ تورنه کړې وايي، لا هم په دې اړه ګڼې پوښتنې شته چې بايد ځواب شي.
نوموړي په یوه اعلامیه کې د دغه رپوټ او موندنو د هرکلي تر څنګ ویلي، دا رپوټ ښيي چې د بایډن ادارې سره له افغانستانه د وتلو پر مهال د بېړني حالت اړوند حیاتي معلومات و او ژمنه یې کړې چې ټوله هڅه کوي دا پلټنې بشپړې شي.
له کابل نړیوال هوايي ډګر بهر هغه برید کې د وژل شویو امریکايي پوځیانو شمېر دیارلس او د افغانانانو هغه لږترلږه ۱۷۰ ښودل شوی. دیارلس امریکايي پوځیان چې ۱۱ یې نارینه او دوه یې ښځې وې عمرونه يې د ۲۰ او ۳۱ کلونو تر منځ ښودل شوي. په شاوخوا ۱۷۰ وژل شوو افغانانو کې چې ډېری بهر ته د ايستنې په بهير کې د تګ په هڅه کې وو ګڼ شمېر ښځې او ماشومان هم شامل وو.