د افغان لوبډلې بوخت لوبیز مهالوېش؛ کرېکټ بورډ وایي اسټرالیا هم ورسره لوبلړۍ منلې

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, یوسف خان ځدراڼ
- دنده, بي بي سي، لندن
- د خپرېدو وخت
د افغانستان کرېکټ بورډ د ۲۰۲۴م کال تر اخره د کرېکټ د ملي لوبډلې لوبیز مهالوېش اعلان کړ چې پکې له نهو هېوادونو سره د لسو خپل منځي لوبلړیو پخلی شوی دی.
د دوه اړخیزو سیالیو ور ها خوا کرېکټ بورډ په راتلونکو دریو نړیوالو اتلولیو ( یو یو ورځني نړیوال جام او دوه شل اوریزو نړیوالو جامونو) کې د ګډون هم ویلي دي.
د افغانستان کرېکټ بورډ په یوه بیان کې ویلي "د سویلي افریقا په کوربه توب د کرېکټ نړیوالې شورا په کلنۍ ناسته کې یې په بریالي ډول له ډېرو هېوادونو سره دوه اړخیزې لوبې تاید او له ځینو سره د لوبو پر مهالوېش سلا شول."
بورډ ویلي د دغې ناستې یو دلیل هم دا وه چې هېوادونه خپل منځي سیالۍ سره تاید او ځینې لوبې هم اضافه شي.

د عکس سرچینه، acb
دا کلنۍ ناسته روانه میاشت په سویلي افریقا کې وه چې د افغانستان په استازولۍ پکې د کرېکټ بورډ مشر میرویس اشرف او اجرایه رییس نصیب خان ګډون کړی وو.
له دې ناستې وروسته د افغانستان او پاکستان په ګډون ځينو هېوادونو خپلې راتلونکي لوبلړۍ رسنیزې کړي دي.
په دې لړ کې افغانستان او پاکستان دواړو راتلونکي اګست میاشت پخپل منځ کې د درېو نړیوالو یو ورځنیو سیالیو اعلان کړی.
دا لوبې د افغانستان په کوربه توب پلان دي، او افغانستان بالعموم نورې لوبډلې متحده عربي اماراتو ته ور غواړي.
اسیايي اتلولۍ

د عکس سرچینه، PCB
له دې وروسته به افغان لوبډله پاکستان ته د اسیا جام سیالیو لپاره ځي.
د اسیا جام سیالیو مهالوېش او ګروپي سیالۍ هم نن ( چهارشنبه) اعلان شوې.
دې اتلولیو کې افغانستان د سپتمبر په درېمه لومړۍ له بنګله دېش او د سپتمبر په پنځمه له شري لنکایۍ لوبډلې سره مخ دی.
اسیا جام د شپږو لوبډلو تر منځ د پاکستان په کوربه توب پلان وه خو د هند په غوښتنه به اوس ځینې سیالۍ په پاکستان او ځینې هغه په شري لنکا کې کیږي.

د عکس سرچینه، ACB
په اسیایي اتلولیو کې د هند ټولې لوبې په شري لنکا کې پلان دي.
د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي له اسیايي جام وروسته پخپل کوربه توب له وېسټ انډیز سره درې یو ورځنۍ لوبې لري خو لا یې نېټه نده کره.
له دې وروسته بیا په اکتوبر او نومبر میاشتو کې د هند په کوربه توب یو ورځنۍ نړېوالې اتلولۍ پیلیږي چې افغان لوبډله هم پکې له ټولو ګډونوالو سره مخ ده.
افغان کرېکټ بورډ ویلي له نړیوال جام وروسته به د درېو ورځینو نړیوالو سیالیو لپاره د هند کوربه توب کوي.
راتلونکي کال کې د افغان لوبډلې اعلان شوې لوبې

د عکس سرچینه، acb
افغان لوبډله ۲۰۲۴م کال له ایرلنډ سره په لوبو پیلوي، کرېکټ بورډ ویلي له ایرلنډ سره په دریو شل اوریزو، دریو یو ورځنیو او یوه ټېسټ لوبه هوکړه شوې.
ورپسې افغان لوبډله له شري لنکا، زمبابوې، بنګله دېش، اسټرالیا، نېوزلنډ او بیا زمبابوې سره لوبلړۍ لري.
افغان لوبډله د ۲۰۲۴م کال جون میاشت کې د شل اوریزو نړیوال جام برخه هم ده.

د عکس سرچینه، cricket Australia
د اعلان شوې مهالوېش له مخې ښکاري چې افغان کرېکټ بورډ اسټرالیا له پخواني درېځه پخلا کړې او دغه هېواد له پخواني انکار وروسته بېرته له افغانستان سره لوبو ته زړه ښه کړی.
د پلان له مخې افغانستان به راتلونکي کال اګست میاشت کې د دریو شل اوریزو سیالیو لپاره د اسټرالیا کوربه توب وکړي.
له دې وړاندې د سږ کال په پیل (جنوري میاشت کې) اسټرالیا له افغان لوبډلې سره د دریو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ لغوه کړې وه.

د عکس سرچینه، Getty Images
اسټرالیا ویلي و، دغه لوبې یې ځکه لغوه کړې چې طالبانو افغانستان کې د نورو بندیزونو تر څنګ د سپورت په برخه کې هم پر ښځو محدودیتونه لګولي.
کرېکټ بورډ هغه مهال د اسټرالیا دا پرېکړه سیاسي او ناعادلانه بللې وه او ځينې افغان لوبغاړو هم سخت غبرګون ښودلی وو.





















