"ما خپلې سترګې وبایللې" د پېجر چاودنو قربانیان هغه شېبه یادوي چې لبنان کې یې لسګونو کسان ړانده کړل

د عکس سرچینه، Supplied
- Author, كارين طربيه
- دنده, بي بي سي- بيروت
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۸ دقیقې
نايفه له لمره د ځان ساتلو لپاره عينکې نه په سترګو کوي، د دې لپاره يې کاروي چې ليدونکي د خپلو سترګو له منظرې يا د سترګو د کورتيو دننه تشوالي له لیدو وساتي" زما په سترګو کې نه سپينوالی پاتې دی او نه هم پردې" نايفه وايي"هغه پرده چې قرنيه له مغزو سره نښلوي، نوره نشته."
د لبنان په پېجرونو کې د اسرائيلو له چاودنو يو کال وروسته، بي بي سي له ټپيانو او د هغه مهال حکومتي چارواکو سره خبرې وکړې، چې وریاد کړي په هغه ورځ څه پېښ شوي وو، او د دغه بريد د سختو پايلو په اړه هم ووايي چې د بشري حقونو فعالان يې جنګي جرم بولي.
د نايفه د کور په مېلمستون کې له بريد مخکې د هغې يو انځور ځړېدلی دی، چې په کې غټې تورې سترګې یې له ګورو بڼو لاندې ښکاري. په انځور کې هغه په یو ډول شرمېندوکې بڼه مسکا کوي، د هغې د ښي لاس ګوتې لیدل کېږي او داسې برېښي لکه چې کڅوړه يې لاس کې نيولې وي.
اوس هغه ګوتې نشته، ټپونو او ناجوړوالي یې مخ ډک کړی دی. د پخواني انځور او اوسني مخ تر منځ یې توپير دومره زيات و، ان موږ د هغې مور وپوښتله چې دا انځور رښتيا هم د هغې دی.

د عکس سرچینه، Supplied
د ۲۹ کلنې نايفه لپاره، د سپتمبر ۱۷مه يوه عادي ورځ وه تر هغې چې په لبنان کې په ځينو ځانګړو سيمو کې پېجرونو په ناڅاپي ډول د هغو کسانو په لاسونو کې چاودنې وکړې چې هغوی کارول. د بريد پر بله ورځ، واکي ټاکي (د بې سيمه اړيکو وسایل) هم په ورته بريد کې وچاودېدل.
دواړو بريدونو لږ تر لږه ۳۷ کسان ووژل او نږدې درې زره نور يې ټپيان کړل، چې ولسي وګړي هم په کې وو. نايفه له دغو کسانو يوه ده. هغې د بېروت په یوه څنډه کې د "السان جورج" په روغتون کې کار کاوه، چې د طبي موسسو له هغې شبکې سره تړاو لري او د حزب الله لخوا اداره کېږي.
حزب الله د پوځي ځواک تر څنګ، يوه سياسي ډله هم ده او ډېرې مدني موسسې لري چې ټولنيز او روغتيايي خدمتونه وړاندې کوي. داسې ښکارېده چې حزب الله د دې بريد هدف و. د هغې ورځې د ماسپښين درې بجې، نايفه په روغتون کې د پاکولو او تعقيم برخې د مشرې په توګه خپل کار پيل کړی
"زما کار ټولو روغتونونو برخو سره اړیکه وه، نه له ځانګړو خلکو سره،" نايفه وايي"کله چې يو څوک غواړي له ما سره اړیکه ونيسي، نو پېجر ته به يې پیغام رالېږه او ما به له نږدې د ټليفون له لارې ورته زنګ واهه.
" نايفه تل پېجر له ځان سره ګرځاوه کله چې به يې کار کاوه، کوم کار چې هغې له بريده نږدې څلور مياشتې مخکې پيل کړی و. هغې هغه نوی پېجر چې ورسره و، يواځې شل ورځې مخکې یې ترلاسه کړی و.

د عکس سرچینه، Supplied
کله چې پېجر په پرله پسې ډول زنګ وهل پيل کړل، نايفه په خپل دفتر کې وه. هغې وسيله پورته کړه چې پیغام ولولي، خو پرده ډېره تياره وه، نو مجبوره شوه چې وسيله خپل مخ ته نږدې کړي. دا وروستۍ شېبه وه چې نايفه يې په ياد لري، مخکې له دې چې وسيله يې په لاس کې وچوي او د هغې ژوند د تل لپاره بدل شي.
هم مهاله د لبنان او سوريې په بېلا بېلو سيمو کې په زرګونو پېجر وسایل وچاودېدل. حزب الله، چې د امريکا او بریتانيا په څېر هېوادونو له لوري ترهګره ډله ګڼل کېږي، هغه سازمان و چې دغه وسايل يې پېرلي وو او پر خپلو جنګياليو او همدارنګه د خپلو طبي او ټولنيزو موسسو پر غړو يې وېشلي وو.
حزب الله په لبنان کې يو له پياوړو ډلو بلل کېږي. د ۲۰۲۲ کال په وروستيو پارلماني ټاکنو کې يې په هېواد کې تر ټولو ډېرې رايې ترلاسه کړې وې. په تېرو کلونو کې حزب الله تل دا توان درلود چې رسمي لارو چارو ته له تمېدو پرته لبنان ته وسایل او وسلې دننه کړي.
بمي وسایل هم له دې استثنا نه وو. ډېر شمېر پېجرونه په عامه ځايونو لکه سوپرمارکيټونو، روغتونونو او سړکونو کې وچاودېدل. دې چاودنو په زرګونو کسان ووژل، ټپيان او معلول یې کړل.
سم له واره پر اسرائيلو شک شو چې د دې بريد تر شا يې لاس و. دا هغه څه وو چې د اسرائيلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو شاوخوا دوه مياشتې وروسته اسرائيلي رسنیو ته په خبرو کې تاييد کړل. اسرائيلي حکومت د دې بريد پر قانوني اړخ څه ونه ويل او بي بي سي ته يې په اړه ځواب هم نه دی ورکړی .
د سي بي اېس امريکايي ټلويزيون سره د موساد د دوو پخوانيو جاسوسانو له څرګندونو سره سم، د دغو وسايلو بمي کول او حزب الله ته يې پلورل د جعلي شرکتونو له لارې شوي، چې يو يې په هنګري کې و. دغو جاسوسانو ويلي وو چې د "واکي ټاکي" وسایلو د بمي کولو پروسه نږدې لس کاله مخکې پيل شوې وه.

د عکس سرچینه، Houssam Shbaro/Anadolu via Getty Images
کله چې چاودنې پيل شوې، لبناني حکومت د يوې عادي ناستې لپاره راټولېدو ته نږدې و. هغه مهال لومړی وزير نجيب ميقاتي او وزيران د حکومت په تالار کې وو، او د حزب الله وزيرانو هم په کې وو. يو له دوی د هغه وخت د کورنيو چارو وزير بسام مولوي تر څنګ ناست و.
ما له وزيره وپوښتل چې آيا په تالار کې د وېرې فضا خپره شوې وه چې د حزب د کوم وزير سره به پېجر وي؟ مولوي په يوې موسکا سره ځواب ورکړ او ويې ويل: "زه فکر نه کوم چې چا له وزيرانو پوښتنه کړې وي چې آيا دوی پېجر لري." مولوي له بي بي سي سره د هغه ورځې د پېښو او د هغه وحشت په اړه چې د پېښې له امله خپور شوی و، د لومړي ځل لپاره خبرې وکړې، ان د امنيتي ځواکونو په منځ کې، چې د چاودنې يوه ورځ وروسته يې د "واکي ټاکي" وسايلو کارول ودرول.
مولوي څرګنده کړه: "البته، د بې سيمه وسايلو د کاروونکو په منځ کې ځينې ګډوډي رامنځته شوه، ان د لبنان د رسمي امنيتي ادارو په منځ کې چې د دوو ځانګړو ورځو په اوږدو کې يې د دغو وسايلو په کتلو او يا د کارونې په کمولو کار وکړ. "دا څرګنده وه چې ان په هېواد کې لوړ پوړو امنيتي چارواکو هم په هغه وخت کې د امنيتي سرغړونې د کچې په اړه معلومات نه لرل. د پېجر چاودنو وروسته، د دې بريد په اړه پراخې غندنې مخې ته شوې.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو متخصصينو له لوري "د نړيوال قانون وېروونکې سرغړونه" وبلل شوه. د بشري حقونو د څار سازمان د یوه څېړونکي، رمزي قيس په وينا، د بشري حقونو سازمانونو د دې بريد په اړه د خپلواکو نړيوالو پلټنو غوښتنه کړې، چې "ښايي جنګي جرم وي."
قيس دا چاودنې "په غير قانوني توګه بې توپيره" بولي، ځکه چې نړيوال قانون د بمي وسايلو کارول منع کوي. قيس زياتوي چې د بريد د ترسره کولو طريقه هم د پوښتنې وړه ده قيس وايي: "لکه څنګه چې موږ په هغه ورځ وليدل، ماشومانو پېجرونه په لاسونو کې لرل او ټپيان يا وژل شوي، همدارنګه طبي ډلو هم وسایل لرل."
د لبنان پخواني حکومت تېر اپريل کې له بهرنيو چارو وزيره غوښتنه کړې وه چې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر له ۷ مې راهيسې د لبنان په خاوره کې د ټولو ترسره شوو جرمونو د څېړنې او محاکمې لپاره نړيوالې جنايي محکمه کې یو څه ثبت کړي. لبنان د دې محکمې غړی نه دی، خو کولی شي چې د يوې ټاکلې مودې لپاره د څېړنو او محاکمو ترسره کولو اختيار ورکړي. د دغه هېواد حکومت له دليل ویلو پرته ژر له دې پرېکړې په شا شو.
فکر کېږي چې حکومت له بېلا بېلو خواوو له بهرني او کورني فشارونو سره مخ شوی و او ځينو يې دا اندېښنه لرله چې د محکمې بهیر به داسې قضيو ته ورسېږي چې لبنان يې د څېړنې غوښتنه نه کوي. د پېجر بريدونه په داسې حال کې وشول چې د لبنان او اسرائيلو ترمنځ پوله کې له هغه وخته چې حزب الله د حماس له لوري د اکټوبر ۷ مې بريدونو وروسته پر اسرائيلي پوځي مرکزونو د بريد په کولو سره جبهه پرانیستله، دوه اړخيز بريدونه روان وو.
د پېجر چاودنو يو لوی تاوتريخوالی په رامخې ته کړ. مولوي وويل: "نښې نښانې څرګندې وي چې موږ په ریښتيا هم د لبنان پر وړاندې د جګړې له يوې سختې مرحلې پيل کوو." په هغه شپه، داسې برېښېده چې هېواد لکه د قيامت د ورځې په يو صحنه بدل شوی دی.
ډاکټرانو د ټپيانو د درملنې لپاره په عمليات خونو کې ساعتونه، ان ورځې تېرې کړې. له چاودنې يوه ورځ وروسته، موږ د سترګو له یوه تجربه کار ډاکټر الياس وراق سره خبرې وکړې.
هغه موږ ته وويل چې په يوه شپه کې يې د هغو سترګو شمېر چې له خپل خلکو يې ايستلي، د ټول طبي ژوند په پرتله زياتې وې. وراق وويل: "ډېر ټپيان شل کلن ځوانان وو او په ځينو مواردو کې زه مجبور شوم چې دواړه سترګې وباسم."
د ملګرو ملتونو له خوا خپرو شویو معلومات کې ویل شوي، په دغو بريدونو کې د نږدې ۵۰۰ کسانو سترګې ټپي شوې وې. نايفه د هېواد له ټولو پېښو خبره نه وه. هغه په روغتون کې لس ورځې بې هوښه وه. کله چې په هوښ راغله، نو د حافظې له کمزورۍ یې سر ټکاوه.
مياشتې تېرې شوې مخکې له دې چې نايفه له چاودنې مخکې د خپل ژوند وروستی پړاو په ياد کړي. د هغې درملنه اوږده او دردناکه وه چې لا پای ته نه ده رسېدلې او له حزب الله سره تړلې "جريح موسسه" يې په بشپړ ډول ملاتړ ته اوږه ورکوي. نايفه وايي چې هغه د حزب الله ملاتړې ده، لکه څنګه چې په لبنان کې ډېر شمېر نور شيعه ګان هم دي.
نايفه په روانپوهنه، د کمپيوټر پروګرامونو او محاسبې څانګو کې د زدکړو ډېر سندونه لري. هغې په روغتون کې خپل کار د اوږدې مودې کار موندنې وروسته ترلاسه کړی و. خپلې ورځې د عملياتو او درملنې ترمنځ تېروي. د هغې مور چې له هغې سره په کور کې اوسي، ورسره مرسته او لاس نیوی کوي.
د روغتيايي درملنې په برکت، نايفه وتوانېده چې په خپل ورځني ژوند کې پر خپل مټ د ژوند کولو په برخه کې لوی پرمختګ وکړي. د خپل درد او کړاو سره سره، هغې خپله زړه راښکونکې موسکا ساتلې ده، او لا هم ډېر کله له زړه په یوه داسې بڼه خاندي چې درد په کې احساسولی شئ.
ما ترې وپوښتل چې هغه روغتون چې په کې يې کار کاوه، لا هم د اړيکو لپاره پېجرونه کاروي؟ "نه... تصور يې وکړه!"
بیا یې په کړس کړس وخندل.
له هغې مې وپوښتل چې څه شي د خپل حالت په منلو کې ورسره مرسته وکړه؟
له ځنډ پرته یې ځواب راکړ: "زموږ عقيده" اشاره یې خپل دیني باور ته وه.





















