اصف درانی: د ټي‌ټي‌پي‌ وسله وال د طالبانو حکومت په وزارتونو کې ښکاره ګرځي

د ویډیو تشریح، اصف درانی وايي ټي‌ټي‌پي‌ لومړی درجه خطر دی
اصف درانی: د ټي‌ټي‌پي‌ وسله وال د طالبانو حکومت په وزارتونو کې ښکاره ګرځي
د خپرېدو وخت

افغانستان لپاره د پاکستان مخکینی ځانګړی استازی اصف درانی وايي د پاکستاني طالبان تحریک یا ټي‌ټي‌پي د ترهګرۍ نوملړ کې لومړی شمېره خطر دی.

هغه ادعا کړې چې د دې ډلې کسان افغانستان کې دننه د ده په خبره د طالبانو حکومت په وزارتونو کې ښکاره ګرځي. ښاغلي دراني په اسلام آباد کې زموږ له همکار افتخار خان سره مرکه کې ويلي، افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي او داعش خراسان ډلې فعاليتونه ټولې نړۍ لپاره لوی خطر دی.