هغه بلغاریايۍ ښځه چې له خلکو یې د "ون کوین" جعلي کاروبار په نامه میلیونونه ډالر غلا کړي

بلغاریا

د عکس سرچینه، SHUTTERSTOCK

د خپرېدو وخت

بي بي سي د ۲۰۱۹ کال سپټمبر کې د پوډکاسټ په بڼه د روجا ایګناتوا په نامه د هغې بلغاریايۍ ښځې په اړه رپوټونه پیل کړل، چې د "ون کوین" په نوم یې پر خپل جعلي کاروبار له پانګوالو ۴،۵ میلیارده ډالر غلا کړي.

نوموړې د کرېپتو ملکې په نامه هم یادېږي.

بي بي سي یې د برخلیک موندلو هڅه کړې. د بي بي سي څېړنو بلغاریا کې د مافیا سازمان شوي مشر سره د هغې د اړیکې او هغې ادعا ته کتنه شوې چې ویل کېږي نوموړې "په بې رحمۍ وژل شوې ده."

خو پوښتنه دا ده چې ایا آغلې ایګناتوا لا هم له میلیاردونه غلا شویو ډالرو ګټه اخلي او که د هغې کسانو له خوا وژل شوې، چې د هغې د خونديتوب په بدل کی یې پیسې اخیستې.

له اکسفورډ پوهنتون فارغه راجا ایګناتوا په بلغاریا کې زېږېدلې او جرمني کې لویه شوې ده. مخکې له دې چې په ۲۰۱۴ کال کې د ډیجټلي پیسو په نامه خپل جعلي کاروبار پیل کړي، په مالي چارو کې یې بریالی کار کاوه.

نوموړې په ۲۰۱۴ کې د "ون کوین" په نامه کار وبار پیل کړ او خلکو ته یې ژمنې ورکولې چې په راتلونکې کې به ون کوین تر بېټ کوین ډېر غوره وي. په همدې بڼه هغې د نړۍ په کچه په لسګونه زره پیروان خپل کړل.

له ۲۰۱۴ تر ۲۰۱۷ کاله، له بيلابېلو هېوادونو خلکو د ون کوین د اخیستو لپاره تر څلور میلیارده یورو ولګولې.

مېرمن ایګناتوا په میلیونونه کسان قانع کړل، چې په ون کوین کې پانګونه وکړي او خلک یې وهڅول چې په دې کارو بار کې به ډېرې پیسې وګټي.

خو په حقیقت کې هغه چې ډېر یې د ډاکټر راجا په نامه پېژني، په ډېرې هوښیارۍ یې د خلکو پانګونې غلا کولې.

راجا ایګناتوا د ۲۰۲۲۲ کال جولای راهیسې د امریکا فدرالي څېړنیزې او اطلاعاتي ادارې له خوا تر تعقیب لاندې ده، دغې ادارې د هغې د موندلو پر سر ۱۰۰زره ډالره جایزه هم اعلان کړې.

women
د عکس تشریح، د امریکا د داخلي عوایدو له خدمتونو ریچارد راینهارټ له اېف بي آی سره یو ځای د ون کوین په اړه پلټنې پیل کړې.

په ۱۰۱۷ کال کې د جرمني او امریکا پلټونکي د هغې موندلو ته نژدې شوي وو، خو هغه سهار مهال د یاران هوايي شرکت په الوتکه کې له صوفییې نه آتن ته په تېښته بریالۍ شوه، نوموړې له هغې راهیسې بیا هېڅ نه ده لیدل شوه.

تېر کال د بي بي سي څېړنو او د پانوراما په نامه د بي بي سي د څېړنو یوې خپرونې هڅه وکړه، چې په دې اړه مالومات ومومي چې څه ورپېښ شوي، ژوندۍ ده که مړه؟

د دې کار اصلي برخه د هغو کسانو موندل وو چې د هغې د نژدې کړۍ شریکان بلل کېږي.

د امریکا د داخلي عوایدو له خدمتونو ریچارد راینهارټ له اېف بي آی سره یو ځای د ون کوین په اړه پلټنې پیل کړې او د داسې یو کس نوم یې یاد کړ چې څېړونکو مخکې هیڅ کله په ښکاره نه و یاد کړی.

بي بي سي ته مالومه شوې، چې د هریستوفوروس نیکوس آماناتیدیس په نامه کس همغه سړی دی چې د مېرمن ایګناتوا د خوندیتوب مسولیت یې پر غاړه و او د تاکي په نامه پېژندل کېږي.

ښاغلي راینهارت د ۲۰۲۳ کال وروستیو کې له تقاعد وروسته په خپله لومړۍ مرکه کې بي بي سي ته وویل: "مونږ ته وویل شول، چې د نشه يي توکو د اوږدې مودې کاروباري یې د فزیکي خونديتوب مسول دی."

دا له هغو مالوماتو سره چې مونږ ترلاسه کړي و، ورته و. په ۲۰۱۹ کال کې د امریکا وکیلانو ویلي و چې هغه کس چې د د مېرمن ایګناتوا د امنیت ساتنې مسول و په یلغاریا کې د جرمي ډلو تر ټولو لویه پېژندل شوې څېړه ده، خو دوی یې د نوم له اخیستو ډډه ورکړه.

د څارنوالۍ یوه مرستیال ویلي: "مونږ داسې شواهد لرو چې ښيي د بلغاریا یو ډېر مهم او پېژندل شوي قاچاقبر له وین کوین سره نږدې اړیکې لرلې او د روجا ایګناتوا شخصي امنیت ساتونکی و."

دا همهغه د "امنیت رئیس" و چې د امریکا دولت یوه بل وکیل یې هم په اړه ویلي و او زیاته کړې یې وه چې، له محکمې یوه ورځ مخکې د ایګناتوا په نادرکه کېدو کې یې لاس درلود."

د ښاغلي راینهارت په وینا روجا ایګناتوا تر هغې ډېره پیچلې او لویه جنایتکاره وه، چې خلک یې تصور کوي.

women

د عکس سرچینه، INTERPOL

د عکس تشریح، یو مهال د انټرپول پولیسو د تاکي د نیولو په اړه اعلانونه خپاره کړي و.

تاکي ډېر ځله مجرم پېژندل شوی، خو هېڅکله یې په نیولو نه دي بریالي شوي.

د بلغاریا د پخواني مرستیال وزیر ایوان هریستانوف، چې په ۲۰۲۲ کال کې یې د دې اعاوو په اړه چې ګواکې تاکي په فساد کې د ځینو ښکېلو چارواکو په مرسته د جنایتکارانو یوه شبکه اداره کوي، څېړنه کوله ویلي: "کله چې د تاکي په اړه غږېږو، هغه په بلغاریا کې د مافیا ډلې مشر دی، هغه ډېر ځواکمن دی."

نوموړي زیاته کړې: "هغه لکه ارواح داسې ده، تاسې یې لیدلی نه شئ، یوازې یې په اړه اورېدلی شئ. هغه د نورو کسانو له لارې تاسې سره غږېږي. که خبرو ته یې غوږ کېنږدې، د ځمکې له مخې ورکېږې."

هغې دا هم ویلي چې: "یوازینی کس چې د ایګناتوا په اړه د بهرنیو اژانسونو په ګډون د ټولو څېړنو پر وړاندې هغه خوندي ساتي تاکي و."

بي بي سي د فاسدو چاوراکو د تورونو په اړه د بلغاریا دولت ته لیک استولی، خو ځواب یې نه دی ورکړی.

اوس باورونه دا دي، چې تاکي په دوبۍ کې اوسېږي، هلته مېرمن ایګناتوا یو پېنټ هاوس (لویو او قیمتي ودانیو په وروستي پوړ کې کور) اخیستی او په بانکي حسابونو کې یې د ون کوین له لارې په لسګونه میلیونه ډالره غلا کړي."

په داسې حال کې چې مالومه نه ده، تاکي او مېرمن ایګناتورا څنګه سره پېژندلي او یا دا چې آیا هغه له پخوا په ون کوین کې ورسره ښکېل و؟ بېلابېلې سرچینې وايي، دوی دواړو نږدې شخصي اړیکې لرلې او لور یې ورته پلار ویلي و.

آغلې ایګناتوا ته له نږدې کسانو یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي، هغې ممکن د میاشتې ۱۰۰۰۰۰ یورو د ځان د خوندیتوب لپاره تاکي ته ورکولې.

داسې ښکاري چې د تاکي او ایګناتوا تر منځ د پیسو څه بله معامله هم ده.

women
د عکس تشریح، کله چې بي بي سي فرانک اشنایدر سره خبرې وکړې، نوموړی له هغې راهیسې نادرکه شوی دی.

د اروپا د پولیسو له خوا ترلاسه شوي اسناد د بلغاریا د تور سمندر په سواحلو کې یوه ټوټه ځمکې پلورلو ته اشاره کوي، او له دې دا په ډاګه کېږي چې د مېرمن ایګناتوا یو شرکت د تاکي ښځې پورې اړوند دی.

د پټو پولیسو اسناد د آغلې ایګناتوا د پخواني جاسوس او مشاور فرانک اشنایدر له خوا بي بي سي ته ورکړل شول، نوموړی له هغې راهیسې نادرکه شوی دی.

هغې بي بي سي ته ویلي، چې پخوانۍ رئیسې یې "غلو" او "مافیا ډلو" سره کار کاوه.

کله چې مونږ له ښاغلي شنایدر سره په فرانسه کې د هغه په کور کې خبرې وکړې، هغه په کور کې نظربند و او د ون کوین درغلۍ په تړاو امریکا ته د سپارلو په تمه و. په هر صورت، هغه چمتو نه و چې نومونه څرګند کړي.

"زه نه غواړم تاسې ته ووایم، ځکه زه کورنۍ لرم.... دا یو سازمان شوی واقعي جنایت دی."

خو بلاخره داسې ښکاري، چې د آغلې ایګناتوا محافظ په یوه تېري کوونکي بدل شوی. په ۲۰۲۲ کال کې د بلغاریا د څېړنیزو رپوټونو خبریال دیمیتر ستیانوف او د هغه همکارانو د

bird.bg په نامه په یوه څېړنیزه خپرونه کې د پولیسو یو رپوټ خپور کړ، چې د وژل شوي بلغاریایي پولیسو په کور کې یې یو مړی موندلی دی.

د تاکي وراره هم بیا وروسته په خپلو څرګندونو کې ویلي و چې، آغلې ایګناتوا د ۲۰۱۸ کال په وروستیو کې د تاکي په امر وژل شوې ده او مړ یې په کښتۍ کې ایونین سمندر ته وړی او غورځولی یې دی. ښاغلی ستیانوف وايي: "دا کار ډېر ډېر ممکن دی."

د پټو پولیسو دا اسناد د بلغاریا پولیسو هم تائید کړي او دیمیتر ستیانوف وايي، د تاکي ډېر جنايي شریکان په دې باور دي چې دا خبره چې ایګناتوا هغه وژلې، رښتیا ده.

بي بي سي په خپلواک ډول دا ادعا نه ده تائید کړې.

د تاکي په شریکانو کې د کراسیمیر کامنوف په نامه کس هم و چې په کورور مشهور و، هغه هم د اېنټرپول یا نړیوالو پولیسو له خوا تر تعقیب لاندې دی.

ښاغلی استیانوف وايي، کورو ورته ویلي، چې هغې له چا اورېدلي چې تاکي یې جنایي کاروبار په اړه د ایګناتوا مخ ته غږېدلی او کله چې کورو تاکي پوښتلی چې آیا داسې یو څه یې کړي که نه؟ تاکي ځواب ورکړی: "مه ډارېږه، هغه مړه وګڼه."

women
د عکس تشریح، له هغه وخته چې آغلې ایګناتوا نادرکه شوې، بلغاریا کې د هغې جایدادونه اوس د تاکي د کسانو له خوا کارول کېږي.

کورو دا ادعا هم کړې، چې تاکي د مېرمن ایګناتوا د وژلو امر کړی. کورو ته نږدې سرچینو بي بي سي ته تائید کړې چې، دا لیده کاته د ۲۰۲۲ کال وروستیو کې شوي دي.

د ۲۰۲۳ کال په مې کې، کورو او مېرمن یې دوو نورو کسانو سره چې کار یې ورسره کاوه په کيپ ټاون کې په خپل کور کې ترور شول. جنوبي افریقا یې تر اوسه د قاتلینو په لټه کې ده، خو د بلغاریا د پخواني وزیر مرستیال هریستانوف په دې باور دی چې کورو هم تاکي وژلی دی.

هغې بي بي سي ته وویل: "ځینې کسان باید له منځه وړل شوي وای، ځکه چې د تاکي په اړه په ډېر څه پوهېدل. باید احتیاط وکړئ چې چاسره راشه درشه لرئ."

خبریال دیمترو استیانوف وايي، د مېرمن ایګناتوا د وژنې د ادعا له خپرولو وروسته یې له همکارانو سره په مرګ ګواښل کېږي او څلور ځله اړ شوی چې د لنډ مهال لپاره له بلغاریا ووځي.

ښاغلی استیانوف ادعا نه کوي چې د کومې ادعا شوې وژنې په انګېزه خبر دی، خو وايي اسناد او سوابق ښيي او عیني شاهدانو هم ورته ویلي، چې له هغه وخته چې آغلې ایګناتوا نادرکه شوې، بلغاریا کې د هغې جایدادونه اوس د تاکي د کسانو له خوا کارول کېږي.

تاکي هېڅکله د ایګناتوا د ادعا شوي قتل په تور نه دی نیول شوی. د هغې جسد هم نه دی موندل شوی او څېړونکي وايي چې د محاکمې لپاره یې کافي شواهد نه لري.

خو د امریکا د داخلي عوایدو له خدمتونو ریچارد راینهارت وايي، چې ښايي مېرمن ایګناتوا مړه شوي وي. بي بي سي د دې تورونو په اړه د تاکي وکیلانو ته لیک استولی، خو هيڅ کوم ځواب یې نه دی ترلاسه کړی.

راجو ایګناتوا په ۲۰۲۲ کال کې د اېف بي آی تر تعقیب لاندې کسانو په لېست کې راغله او تر اوسه یې هم د موندلو لپاره پلټنې روانې دي.