ولې غزه کې اوس د حماس ضد لاریونونه کېږي؟

د سې شنبې ورځې حماس ضد مظاهره د جګړې له پیل راهیسې تر ټولو لویه بلل کېږي.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د سې شنبې ورځې حماس ضد مظاهره د جګړې له پیل راهیسې تر ټولو لویه بلل کېږي.
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۷ دقیقې

په غزه کې له اسرائیل سره د جګړې له پیل وروسته د حماس پر ضد یوه مظاهره کې سلګونو کسانو برخه اخیستې وه.

مظاهره کوونکو د غزې په لارو کوڅو کې د حماس پر ضد شعارونه ورکول او له دې ډلې یې وغوښتل چې له واکه لاس واخلي.

د حماس اړوند مخ پټو کسانو چې ځینې یې په وسلو او کوتکو سمبال وو، د مظاهره کوونکو ډلو منځ ته ورغلل، په زور یې وشړل او ځینې یې کنځلي دي.

پر خواله رسنیو داسې ویډیويي کلیپونه خپاره شوي، چې په بیت لائحه او شمالي غزه کې ځوان کسان لاریون کوي او ''ووځئ، ووځئ، حماس ووځئ'' شعارونه ورکوي.

دا ویډیويي کلیپونو د هغو کسانو پر خواله رسنۍ حسابونو خپاره شوي، چې پر حماس نیوکې کوي. حماس بیا په دې هکله ویلي، دوی هغه کسان غندي چې د دوی په وینا ''مشکوکه سیاسي اجنډا لري او د اسرائیل پر ځای تورونه پر نورو لګوي.''

حماس پلویانو بیا دا مظاهره بې اهمیته بللې او د دې ګډونوالو یې د خیانت تورونه پورې کړي. په شمالي غزه کې دا احتجاج له هغه یوه ورځ وشو، چې اسلامي جهاد ډلې پر اسرائیل توغندیز بریدونه وکړل، اسرائیل له بیت لائحه سیمې د ګڼ شمېر خلکو ایستلو پرېکړه وکړه او دا د سیمې خلکو پارېدنې لامل شوه.

اسرائیل له نژدې دوې میاشتې اوربند وروسته په غزه کې پوځي کمپاین بېرته پیل کړ او پر حماس یې تور پورې کړ، چې د امریکا له لوري یې د اوربند غځولو په تړاو وړاندې شوی وړاندیز رد کړ.

حماس بیا په ځواب کې اسرائیل تورن کړ، چې هغه اصلي اوربند یې مات کړ، چې په جنورۍ کې پرې هوکړه شوې وه. د مارچ پر ۱۸ د اسرائیلي پوځي عملیاتو او هوايي بریدونو له بیا پیل راهیسې سلګونه فلسطینیان وژل شوي او زرګونه نور بې ځایه شوي دي.

احتجاج کوونکي څه غواړي؟

محمد دیاب چې په جګړه کې یې کور وران شوی او یو کال مخکې یې د اسرائیل په هوايي برید کې ورور وژل شوی وايي، "موږ نه غواړو د چا لپاره ووژل شو، د چا د سیاسي اجنډا لپاره یا د بهرنیو هېوادونو لپاره. حماس باید واک پرېږدي او د غمجنو غږ واوري، هغه غږ چې د ورانو، ویجاړو کنډوالو له منځه پورته کېږي او همدا تر ټولو رښتینی غږ دی. "

د مظاهرو په هکله خپاره شویو ویډیويي کلیپونو کې داسې شعارونه هم اورېدل کېږي، چې وايي، "مرګ د حماس پر واکمني، مرګ د اخوان المسلمین پر واکمني. "

حماس له ۲۰۰۷ کال راهیسې د فلسطین په ټاکنو کې له بریا یو کال وروسته په زور خپل سیالان له سیمې وایستل او له هغه راهیسې په غزه کې یوازینۍ واکمنه ډله ده.

په داسې حال کې چې په غزه کې اوس هم د حماس ملاتړي شته او کره شمېر یې معلوم نه دی، خو د جګړې له پیل وروسته د غزې په لارو کوڅو کې او دغه راز پر انلاین د داسې کسانو شمېر هم ډېر شوی، چې پر حماس نیوکې کوي.

د جګړې له پیل ډېر مخکې له حماس سره د مخالفت غږونه اورېدل کېدل، خو دغه کسان د غچ اخیستل کېدو له ډاره تر ډېره پټ پاتې شول.

د حماس یوه چارواکي محمد نائم بي بي سي ته وویل، خلک حق لري، چې ''په غم کې وژاړي'' خو نوموړي پر مظاهره کوونکو تور پورې کړ، چې ''مشکوکه سیاسي اجنډا'' لري او پوښتنه یې وکړه، چې ولې په لوېدیځه غاړه کې مظاهره نه کېږي.

دی وايي، دا د منلو نه ده، چې په غزه کې له بشري وضعیته ناسمه ګټه واخیستله شي او د اسرائیل پر ځای تور پر نورو پورې شي.

لاریون کوونکو بي‌بي‌سي ته ویلي چې دوی له جګړې "ستړي" دي.

د غزې یوې اوسېدونکې فاطمې ریاض العمراني د بي‌بي‌سي عربۍ د غزې له پروګرام سره په خبرو کې وویل: "موږ خوب نه شو کولی، خواړه نه شو خوړلی او ان پاکې اوبه هم نه شو ترلاسه کولی. دا د ذلت ژوند دی، عادي ژوند نه دی. موږ په هره اصطلاح ډېر ستړي یو. "

د غزې یوه بل اوسېدونکي چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، بي‌بي‌سي ته ویلي چې حماس نه شي کولی پر دې تراړه خپل واک ته دوام ورکړي.

هغه وویل "حماس باید د غزې کنټرول پرېږدي. ډېر تاوتریخوالی او ویجاړۍ مو کتلې دي. حاضر مهاله په داسې حالت کې نه یو چې د اسرائیلو یا د لوېدیزې نړۍ مقابله دې وکړو، ځکه داسې احساسېږي چې ټوله نړۍ زموږ پر ضد ده.

یوه بل تن چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، په دغو لاریونونو کې د خپل ګډون په اړه وویل: "لوږې، بې‌وزلۍ او مرګ‌ژوبلې رابللی یم. زوی مې له لاسه ورکړ او هېڅ جبران یې نه و. موږ یو نوی وطن غواړو."

پلان شوي که خود جوشه لاریونونه؟

کابل

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د لاریون ګډونوالو ویل چې له جګړې ستړي دي

د فلسطین د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون عمومي رییس ډاکتر عمار دویک وایي، دا لاریونونه له هغو شرایطو سره سره چې خلک په غزه کې ورسره مخامخ دي، خود جوشه او سوله‌ییز ښکاري.

نوموړی زیاتوي "خلک نهیلۍ ته نږدې شوي دي او دوی باور لري چې که حماس د غزې کنټرول پرېږدي، نو ښايي د دوی بشري کړاو ورسره راکم شي."

په واشنګټن کې د منځني ختیځ انسټیټیوټ یو څېړونکی ډاکتر حسن منیمنه که څه هم موافق دی چې دغه لاریونونه خود‌جوشه ښکاري، خو د نوموړي په وینا دا پکې روښانه نه وه چې لاریونوال په راتلونکې کې غزه کې د کومې ډلې حکومت غواړي.

یو فلسطیني فعال عبدالحمید عبدالعطي وایي د لاریون ډېر ګډونوال او تنظیموونکي له سیاسي پلوه ناپیېلي ځوانان وو چې لزومآ یې له کوم سیاسي اړخ سره تړاو نه درلود.

خو بي‌بي‌سي له یو شمېر داسې کسانو سره چې له غزې بهر اوسي خبرې کړې او هغوی ورته ویلي چې د دغو لاریونونو په سازمانولو کې یې لاس درلود.

د فلسطین وېشل شوی سیاسي لرلید

د فلسطین د خلکو سیاسي مشرتابه له کلونو راهیسې په ژوره توګه د قدرت پر دوو مرکزونو ویشل شوی دی. حماس غزه کنټرولوي او فتح غورځنګ بیا د فسطینۍ ادارې له لارې اشغال شوې لویدیزه غاړه اداره کوي.

د حماس او د ولسمشر محمود عباس د فتح غورځنګ ترمنځ درز په ۲۰۰۶ کال کې تر هغې وروسته په ډراماتیک ډول پراخ شو چې حماس د فلسطین پارلماني ټاکنو کې لویه بریا ترلاسه کړه او فتح غورځنګ یې له غزې تراړې وایست.

حماس له دې بریا وروسته له اسرائیلو سره د فلسطین د مخکینیو تړونونو د لاسلیکېدو د هڅو پر وړاندې مقاومت پیل او له دې انکار وکړ چې د اسرائیل مشروعیت په رسمیت وپېژني او تاوتریخوالی پرېږدي.

تر هغې ور مخکې د محمود عباس په مشرۍ فلسطینۍ اداره، چې د اسرائیلو د موجودیت حق مني، داسې اداره وه چې اسرائیل او بهرنۍ نړۍ د هغې له لارې په تېرو وختونو کې له فلسطینیانو سره خبرې اترې پر مخ وړې.

پایله دا شوه چې پر غزې د حماس په مشرۍ نوی واکمن حکومت د اسرائیلو او په لوېدیځ کې د دغه هېواد د متحدانو لخوا له سختو اقتصادي او ډیپلوماتیکو بندیزونو سره مخامخ شو.

۲۰۰۷ کال کې فتح غورځنګ ته وفادار ځواکونه د حماس له خوا له غزې تراړې وشړل شول او په ځواب کې یې د اسرائیلو او د دوی د لوېدیزو متحدانو لخوا پر غزې سخته کلابندي وضع شوه.‌

له هغه وخت راهیسې د حماس او فتح ترمنځ پخلاینې لپاره څو ځله هڅې ناکامې شوې دي.

ایا غزه کې اوس سیاسي بدلون راتلی شي؟

غزه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دا د جګړې له پیل راهیسې غزه کې د حماس خلاف تر ټولو ستر لاریون و

د ۲۰۲۳ کال اکتوبر کې د جګړې له پیل راهیسې غزه کې پر حماس نیوکې ډېرې شوې دي. دا نیوکې هم میداني او هم د خواله‌رسنیو له لارې په انلاین بڼه کېږي.‌

خو له دې سره سره لا هم داسې کسان شته چې حماس ته سخت وفادار پاتې شوي. نو د دې مالومول ګران دي چې غزه کې د دې ډلې ملاتړ څومره بدل شوی دی.

څارونکي وايي په غزه کې ان د جګړې له پیله ډېر مخکې هم له حماس سره مخالفتونه موجود وو، خو دا غږ تر ډېره د غچ اخیستنې له ویرې پټ پاتې شوی دی.

تازه په غزه کې د فتح غورځنګ ویاند منذر الحایک تر دغو لاریونونو وروسته له حماس وغوښتل چې "د خلکو غږ واوري" او واک پرېږدي.

هغه وویل چې د حماس حضور "د فلسطین هدف لپاره ګواښ" ګرځېدلی دی.

پخپله حماس بیا د بي‌بي‌سي له هڅو سره سره د دغو لاریونونو په اړه تبصره ونه کړه.

خو د حماس یوه چارواکي باسم نعیم د فېسبوک یوه ګروپ کې ویلي، دا د هر چا حق دی چې "زموږ د خلکو پر وړاندې د تېري او زموږ له ولس سره د خیانت پر وړاندې غږ پورته کړي".

خو هغه زیاته کړه چې په غزه کې "سخت بشري شرایط" باید د "پوښتنې وړ سیاسي اجنډاو" لپاره ونه کارول شي.

ګڼ شمېر فعالینو بي‌بي‌سي ته ویلي، دوی فکر کوي چې دغه لاریونونه به دوام ومومي.

په غزه کې د ۲۰۲۳ کال اکتوبر پر ۷ د حماس له لوري پر اسرائیل له برید وروسته جګړه پیل شوه. په هغه برید کې ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او ۲۵۱ یرغمل شول.

اسرائیلي د حماس ځپلو په موخه په غزه کې پوځي عملیات پیل کړل، چې د حماس تر کنټرول لاندې عامې روغتیا وزارت په وینا تر اوسه له ۵۰ زرو ډېر کسان پکې وژل شوي دي.

د غزې ټولټال دوه اعشاریه یو میلیون اوسېدونکو لویه برخه بې ځایه شوي، چې ځینې یې له یو ځل زیات له خپلو مېشت ځایونو وتلو ته اړ شوي دي.

د اټکل له مخې د غزې نژدې ۷۰ سلنه ودانۍ ویجاړې شوې، د اوبو، برېښنا او نظافت نظام وران شوی او په سیمه کې د خوړو، درملو او پناه ځایونو لږوالی معمول دی.