تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پر اوکرایین د روسي ځواکونو په تازه بریدونو کې ۲۵ کسان وژل شوي
اوکراییني چارواکي وايي، تېره شپه د دې هېواد پر بېلابېلو سمیو د روسي ځواکونو د بریدونو له کبله لږ تر لږه ۲۵ کسان وژل شوي دي. دا بریدونه په دونیڅک، خارکایېف او دوبرپیلیا سیمو کې شوې او د چارواکو په وینا په دوبروپیلیا سیمه کې اته مېشت ځایونو او یوې اداري ودانۍ ته له همدې امله زیان رسېدلی دی.
د تېرې شپې دې بریدونو کې ۱۱ کسان په دوبروپیلیا سیمه کې وژل شوي او درې نور بیا پر خارکایېف یوه ډرون برید کې وژل شوي دي. د اوکرایین ولسمشر ولودیمر زېلينسکي وايي، دا هوايي بریدونه ښيي چې په جګړه کې د روسیې هدفونه ''نه دي بدل شوي.'' زېلینسکي زیاته کړه، چې مهمه دا ده، چې پر کریملین لګېدلي بندیزونه زیات شي.
دا په داسې حال کې ده، چې امریکا متحدو ایالتونو له روسیې سره روغې، جوړې ته د رسېدو لړ کې پر اوکرایین فشار ډېروي او په تازه اقدام کې یې سټېلایټ تصویرونو ته د اوکرایین لاسرسي مخه نیولې ده.
د امریکايي شرکت ماکسار هغو تصویرونو ته له دې وروسته اوکراییني چارواکي لاسرسی نه لري، چې د جګړې له ډګره اخیستل کېږي او دوی ته پکې د روسي ځواکونو خوځښتونه او له بریدونو وروسته د اوښتي زیان اندازه معلومېږي.
ماکسار په دې هکله یوه اعلامیه کې ویلي، د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له هیلې سره سم به له دې وروسته په اوکرایین کې کاروونکي د دوی تصویرونو ته لاسرسی و نه لري.
امریکا متحده ایالات دا ګام له هغه یوه اونۍ وروسته پورته کوي، چې لومړی یې له اوکرایین سره پوځي مرستې بندې کړې او بیا یې د استخباراتي معلوماتو شریکولو لړۍ ورسره ودروله.
دې مهمې مرستې بندولو ته د یوې داسې هڅې په نظر کتل کېږي، چې د روسیې او اوکرایین تر منځ د سولې خبرو ته چمتوالي لپاره پر کیېف فشار زیات شي.
داسې باور کېږي، چې راتلونکې اوونۍ به په دیپلوماتیک ډګر کې هم د اوکرایین جګړې موضوع د اجنډا په سر کې ځای ولري. په دې کې د اوربند لپاره په سعودي عرب کې خبرې هم شاملې دي.
د اوکرایین ولسمشر ولودیمر زېلينسکي وايي، پر دوشنبه به سعودي عرب ته سفر وکړي او له ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان سره به خبرې وکړي.
د دوی دا لیدنه به پر سې شنبه د همدې سعودي عرب په جده کې له امریکايي چارواکو سره د اوکرایین مسوولینو له خبرو یوه ورځ مخکې وشي. تمه کېږي، د جدې په غونډه کې به له روسیې سره د احتمالي ابتدايي اوربند په تړاو خبرې وشي، خو ولسمشر زېلینسکي به په دې خبرو کې ګډون و نه کړي.
بل لور په اروپا کې هم د اروپايي ټولنې چارواکي سره یو ځای کېږي، چې له اوکرایین سره د امریکا ملاتړ له کمېدو وروسته له خپل لوري د اوکرایین ملاتړ او خپلې ضعیفې دفاع پیاوړتیا لپاره یو پلان چمتو کړي.
فرانسه به د هغو هېوادونو د لویو درستیزانو یوې غونډې کوربتوب کوي، چې له روسیې سره د سولې له هر ډول هوکړې وروسته اوکرایین ته د پوځي مرستو ورکولو ته چمتو دي.
بل لور د پولنډ لومړي وزیر ډونلډ ټسک په اوکرایین کې د روسي ځواکونو د تېرې شپې بریدونو ته غبرګون څرګند کړی دی. پر خواله رسنۍ اېکس یوه پیغام کې نوموړي ویلي: ''څوک چې ظالمان خوشحاله کوي، بیا نو همداسې کېږي. نور بمونه، نور قربانیان او نور یرغلونه. په اوکرایین کې یوه بله له غمیزې ډکه شپه.''
له دې مخکې ښاغلي ټسک پرون اعلان وکړ، چې په پولنډ کې به ټول نارینه پوځي روزنه ترلاسه کوي، چې د دې هېواد پوځیانو شمېر به له ۲۰۰ زرو کسانو تر نژدې نیم میلیون کسانو پورې ورسېږي، چې د احتمالي ګواښونو پر وړاندې وړ او کافي) احتیاط ځواک به ورسره رامنځته شي.
پولنډ چې له اوکرایین سره شریکه پوله لري دغه راز په پام کې لري، چې سږ کال به د خپل عاید ۴ اعشاریه اووه سلنه پر دفاعي چارو ولګوي، چې دا په ناټو هېوادونو کې پر دفاع د یوه غړي هېواد تر ټولو لوړ لګښت دی.