ترکمنستان له قزاقستان د تورغونډۍ-هرات اورګاډي پټلۍ جوړولو کې د برخې اخیستو غوښتنه کړې

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د ترکمنستان چارواکو قزاقستان ته بلنه ورکړې چې د تورغونډۍ – هرات – کندهار – سپین بولدک رېل پټلۍ په جوړولو کې برخه واخلي. دا پټلۍ چې د ترکمنستان له لوېدیځې پولې تېرېږي، د افغانستان له لارې پاکستان او بیا هند ته غځېږي.

ورته مهال د پاکستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان پر وضعیت او د ټاپي پروژې پر تطبیق او سیمه ییزو مسایلو خبرې کړې دي.

دغه موضوع د ترکمنستان د ترانسپورت ادارې د مشر محمد خان چکایف د دغه هېواد په اکتایو ښار کې د شمال-جنوب ترانسپورت د لومړي سوداګریز او صادراتي فورم په چوکاټ کې د قزاقستان، ترکمنستان او افغانستان د استازو په درې اړخیزه غونډه کې اعلان کړه.

د هغه په وينا، ترکمنستان په افغانستان کې د طالبانو حکومت له چارواکو سره د ترکمنستان او افغانستان پر پوله په تورغونډۍ ښارګوټي کې د لوژستيکي مرکز پر جوړولو هوکړه کړې او ډېر ژر به د دغه مرکز د جوړېدو چارې پيل شي.

ښاغلي چکایف زیاته کړې:"موږ قزاقستان ته بلنه ورکوو چې د تورغونډۍ – هرات د اورګاډۍ پټلۍ پروژې په جوړولو کې برخه واخلي."

پر دې سربېره د ترمز - مزار – کابل – پېښور د اورګاډي د پټلۍ د جوړولو تړون هم په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو په لاس د کابل له سقوط ۵ میاشتې وړاندې د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د درې واړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ لاسلیک شوی دی.

دغه پروژه چې ۵۷۳ کیلومتره اوږدوالی لري، ۴،۸ میلیارده امریکايي ډالره لګښت پرې راځي.

د افغانستان دوه ګاونډي هیوادونه ایران او پاکستان هڅه کوي چې د منځنۍ اسیا هیوادونو ته د تودو اوبو لاره د دوی له هېوادونو څخه تېره شي.

د ازبکستان، پاکستان او افغانستان حکومتونو په ۱۳۹۹ لمریز کال کې د اورګاډي د دې پټلۍ د جوړولو لارنقشه لاسلیک کړې ده.

د افغانستان د پرځېدلي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت هغه مهال اعلان کړی و چې د اسیا پراختیايي بانک، د اسیا د زیربنایي پانګونې بانک، اسلامي پراختیايي بانک، په ازبکستان کې د امریکا سفارت او یو شمېر نورو بنسټونو د دې پروژې تمویل ته چمتووالی ښودلی دی.

د پاکستان د اوسپنې پټلۍ وزارت ویلي، د دغې پروژې بشپړېدل به د سیمه ییزې سوداګرۍ، ټرانزیټ او د ګډون کوونکو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو په پراختیا کې مرسته وکړي.

اوزبکستاني لوري ویلي، دغه پروژه به له ازبکستان څخه پاکستان او برعکس د سوداګریزو توکو د لېږد لګښت ۴۰ سلنه ټیټ کړي او همدارنګه د لېږد وخت کې به یې هم پنځه ورځې کم راشي.

ورته مهال پرون هم د پاکستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان پر وضعیت او د ټاپي پروژې د تطبیق او سیمه ییزو مسایلو په اړه خبرې وکړې.

د ټاپي پروژه په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند د مشرانو له خوا پیل شوه، خو د افغانستان د کړکېچ او سیمه‌ییزو لانجو له امله تر اوسه دغه پروژه نه ده عملي شوې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په دې تړاو خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار او د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف د ټاپي پروژې په ګډون د اقتصادي او انرژۍ د همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.