د بنکاک په یوه بار کې اورلګېدنې لږترلږه ۲۷ کسان وژلي دي

د عکس سرچینه، Fire & Rescue Thailand
د تایلنډ پلازمېنه بنکاک کې په یوه بار یا میخانه کې اورلګېدنې لږترلږه ۲۷ کسان وژلي دي.
د دغه هېواد لومړي وزیر انوتین چارنویراکول ویلي، اور په ډېره چټکۍ خپور شوی او ګڼو کسانو ته یې د تښتېدو موکه نه ده ورکړې.
د پېښې ځای ته ورغلو اوروژونکو لیدلي، چې خلک په بلو لمبو کې له باره د وتلو هڅه کوي.
پر خواله رسنیو ځینو خپرو شویو ویډیوګانو کې هم چې تایید شوې نه دي، ښکاري چې د اور لمبې ژبۍ وهي او خلک هڅه کوي له باره ځان وباسي.
اور که څه هم ژر کنټرول شوی، خو په لنډ وخت کې یې ډېره مرګژوبله او زیان اړولی دی.
د ځايي رسنیو د رپوټونو له مخې، په وژل شویو کې ۱۸ ښځې او پاتې نارینه دي.
ښاغلي چارنویراکول رسنیو ته ویلي، ګڼ نور کسان ټپیان هم دي، چې روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
رپوټونو کې ویل شوي چې تر شپېتو د ډېرو کسانو درملنه روانه ده.
یوې ځايي رسنۍ ویلي، یو شمېر کسان بېدرکه هم دي.

د عکس سرچینه، Reuters
د تایلنډ لومړي وزیر رسنیو وویل، د اور د لګېدو لامل موندلو لپاره څېړنې روانې دي.
هغه زیاته کړه چې دی پخپله هم له یوه سندرغاړي سره چې د اورلګېدنې پر مهال یې دغه بار کې سندرې ویلې، غږېدلی دی.
د نوموړي په وینا سندرغاړي ورته ویلي چې "اور د برېښنا له اصلي سویچ [فیوز] پیل او ورپسې هر څه ډېر ژر پېښ شول. چاودنې وشوې او هر چا هڅه کوله له لوګي او اوره ځان وژغوري."
دغه سندرغاړي زیاته کړې، چې ډېرو کسانو ونه شول کړای له ودانۍ ووځي، نو شاتنۍ برخې ته ولاړل او هڅه یې کړې چې ځانونه په تشنابونو کې له اور او لوګي خوندي وساتي.
د ډېرو کسانو مړي هم همدلته موندل شوي دي.

د عکس سرچینه، APTN
دا بار د بنکاک په چاتوچاک سیمه کې دی او تایلنډۍ رسنۍ وایي د خوړو او تفریح یو مشهور ځای ګڼل کېده.
ځینو ناتایید شویو رپوټونو کې ویل شوي، اور لومړی یوه چلوونکي کتلی چې په ځايي وخت د شپې شاوخوا ۱۱:۳۰ بجې له سیمې تېرېده.
هغه ډېلي نیوز ته ویلي چې سملاسي له موټره کښته شو او د بار کړکۍ یې ماتې کړې چې دننه دوه ایسار کسان وژغوري.
د اور له کنټرولېدو وروسته په اخیستل شويو عکسونو کې ښکاري چې د بار دنننۍ برخه په بشپړه توګه سوځېدلې، دیوالونه لوګیو تور کړي او د چت ځینې برخې یې راځړېدلې دي.





















