اوکرايين وايي په روسيه کې يې د شمالي کوريا دوه ټپي پوځيان نيولي

د عکس سرچینه، @ZelenskyyUa/X
د اوکرايین ولسمشر ولودمير زیلینسکي وايي، ځواکونو يې د روسیې په کرسک سیمه کې د شمالي کوریا دوه ټپي شوي سرتېري نیولي دي.
نوموړي د شنبې په ورځ وويل، له دغو دواړو نيول شويو کسانو سره اړینه روغتيايي مرسته شوې او په وينا يې دا مهال د استخباراتو په توقيف کې دي.
ښاغلي زيلېنسکي د اوکرايين له ځانګړو ځواکونو په "مننې" سره ويلي چې دا "اسانه کار نه و" او ادعا يې کړې چې "د روسيې او د شمالي کوریا ځواکونه، د شمالي کوريا ټپي شوي سرتېري وژني تر څو د اوکرايین پر وړاندې جګړه کې د شمالي کوريا د ښکېلتيا هر ډول شواهد له منځه يوسي."
د اوکرايين د استخباراتو ادارې په يوه بيانیه کې ويلي چې دغه دوه کسان د جنورۍ پر نهمه نېټه نيول شوي او په وينا يې سملاسي د جينوا کنوانسيونو له مخې اړينه روغتیايي پاملرنه ورته شوې ده او اوس پلازمېنې کيېف ته لېږدول شوي دي.
د استخباراتو ادارې ويلي، "دواړه بنديان په اوکرايينی، انګرېزي او روسي ژبه خبرې نشي کولی". له دوی سره خبرې د ژباړونکو په مرسته او د جنوبي کوريا په همغږئ ترسره کېږي.
ولودمير زيلېنسکي په ټېلېګرام او اېکس خپرو شويو پوسټونو کې ليکلي چې د اوکرايين استخباراتو ته يې سپارښتنه کړې چې خبريالانو ته اجازه ورکړي چې له دغو دوو سرتېرو سره وګوري.
نوموړي زياته کړې، "نړۍ باید د حقيقت په اړه پوه شي."

د عکس سرچینه، @ZelenskyyUa/X
زيلېنسکي څلور عکسونه هم خپاره کړي چې دوو کې ټپي کسان ښکاري او يوه کې د روسيې سور پوځي کارډ هم ليدل کېږي.
په کارډ کې د زيږېدو ځای ټوران چې منګوليا ته نژدې پروت دی ښودل شوی دی.
د استخباراتو ادارې ویلي کله چې بندیان ونیول شول، له یوه عسکر سره د روسیې پوځي پېژندپاڼه وه چې د بل کس په نامه جوړه شوې وه او دويم کس اسناد نه درلودل.
د استخباراتو ادارې ویلي چې د پوښتنو ګروېږنو پر مهال، هغه سرتېري چې پېژندپاڼه یې لرله امنیتي کسانو ته ويلي چې دا سند د ۲۰۲۴ کال په مني کې په روسيه کې ورکړل شوی دی.
ادعا کېږي چې ده ويلي، هغه مهال د شمالي کوريا ځينو ټوليو ته د يوې اوونۍ روزنه ورکول کېده. د اوکرايين د استخباراتو په وينا، د يادونې ده چې بندي... ټينګار کوي د اوکرايين پر وړاندې جګړې لپاره نه بلکې روزنې ته تلو".
د اوکرايین د استخباراتو ادارې به وينا، دا کس په ۲۰۰۵ کال کې زيږېدلی او له ۲۰۲۱ کال راهیسې د شمالي کوریا پوځ کې د دنده ترسره کوي.
د يادې ادارې په وینا د دويم کس ژامه ټپي شوې او په ليکلې بڼه يې دوی ته معلومات ورکړي دي. د دوی په وينا دا کس په ۱۹۹۹ کال کې زيږېدلی او له ۲۰۱۵ راهيسې د شمالي کوريا پوځ سره دنده ترسره کوي.
د زیلېنسکي دفتر په یوه بیان کې ویلي روسان هڅه کوي چې دوی ته د مسکو تر کنټرول لاندې سيمو اسناد ورکړي تر څو له دې پرده پورته نشي چې دا د شمالي کوريا سرتېري دي.






















