د بلوڅانو حقونو له فعالې ماهرنګ بلوڅ سره مرکه

د خپرېدو وخت

د بلوڅانو حقونو فعاله وايي اسلام آباد پرلت ته دې لپاره تللي چې په زوره نيول شوو او ورکو کسانو برخليک روښانه کړي. ماهرنګ بلوڅ وايي غوښتنه يې دا ده چې تېرو ورځو کې يې دې د پرلت نيول شوی کسان خوشي شي، او د ورکو شوو کسانو په اړه دې جدي خبرې ورسره وشي. له کلونو راهيسې ګڼ شمېر بلوڅان ورک شوي او په زوره نيول شوي، چې تر ډېره ګوته د پاکستان اميتي ځواکونو ته نيول کېږي، چې د دوی کار دی. ماهرنګ بلوڅ د خپل پرلت په اړه بي بي سي سره خبرې کړې دي.