کرېکټ: پاکستان د دریو هېوادونو لوبلړۍ وګټله

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان، پاکستان اومتحده عرب اماراتو تر منځ د کرېکټ شل اوریزې لوبلړۍ پایلوبه کې پاکستان د افغانستان ملي لوبډلې ته ماته ورکړه او دغه لوبلړۍ یې په خپل نامه کړه.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پایلوبې پچه پاکستان وګټله او لومړی یې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه.
پاکستان د اتو لوبعاړو په سوځېدو سره د ۱۴۲ منډو هدف وټاکه چې افغانستان ونشوای کړای پوره يې کړي او ټوله لوبډله په یوازې ۶۶ منډو وسوځېده.
د پاکستان لپاره فخر زمان ۲۷، محمد نواز ۲۵، سلمان اغا ۲۴، صایم ایوب ۱۷، حسن نواز ۱۵ او فهیم اشرف ۱۵ منډې وکړې.
د افغانستان لپاره راشد خان دری، نور احمد او فصل الحق فاروقي دوه دوه او غضنفر یو لوبغاړی وسوځاوه.
افغانستان ته ورکړل شوی د ۱۴۲ منډو هدف لوی نه ښکارېده، خو د افغانستان لومړۍ وېکټ په لومړي اوور کې په اوو منډو ولوېده.
افغان لوبډلې ته هغه وخت لوی زيان واوښت کله چې د محمد نواز په توپ عظمت الله عمرزی وسوځېده او په دې توګه محمد نواز په شل اوریزه لوبه کې هټرېک وکړ.
راشد خان ۱۷، صدیق الله اتل ۱۳ منډې وکړې. له دوی پرته د نورو افغان لوبغاړو منډې له لسو ښکتې وې او دری لوبغاړي په صفر منډو وسوځېدل.
د پاکستان محمد نواز د پنځو وېکټو اخیستو او ۲۵ منډو جوړولو سره د نننۍ سیالۍ او د دې لوبلړۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.
له لوبې وروسته افعان لوبډلمشر راشد خان وویل، "زما په اند دا یو داسې هدف و چې موږ کولی شوای پوره یې کړو خو موږ هغسې چې تمه وه لوبه مو ونشوای کړی. د پاور پلې دننه د پنځو لوبغاړو سوځېدو، د لوبې بیا کابو کول ډېر راته سخت کړل."
نوموړي زیاته کړه، "توپ ډېر زیات تاوېده، اسیا کپ مو په مخ کې دی، زموږ لپاره اړینه ده چې له دې شرایطو زدکړه وکړو."
دغه سيالۍ داسې مهال پلان شوې چې همدلته په اماراتو کې به د سپټمبر پر ۹ نېټه د اسيا کپ سيالۍ پيل او د سپتمبر تر ۲۸ به دوام وکړي.


















