د اندونیزیا ساحلونو ته څېرمه د "کثافاتو ټاپو"

د اندونیزیا ساحلونو ته څېرمه د "کثافاتو ټاپو"
د خپرېدو وخت

د ډرون په مټ اخیستل شوي انځورونه د جاکارتا د ساحلونو مخې ته د کثافاتو لوی ډېران ښيي.

په جاکارتا کې سیمه‌ییز چارواکي په منظمه توګه د ځانګړو کښتیو او درنو ماشینونو په وسیله د سیمې د پاکولو عملیات ترسره کوي، خو د چارواکو په وینا بیا هم کثافات پرله‌پسې راټولېږي.

ځايي اوسېدونکي وایي چې دغه کثافات د سیمې د کب نیوونکو پر ورځني ژوند ناوړه اغېز کوي.

په جاکارتا ښار کې هره ورځ شاوخوا له ۶۰۰۰ تر ۷۰۰۰ ټنه پورې کثافات تولیدېږي، چې د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې دا اندازه د ښار د کثافاتو د راغونډولو ځایونو له ظرفیته زیاته ده.