د بيبيسي پښتو ژبې وټساپ چینل
د بيبيسي پښتو ژبې وټساپ چینل
د خپرېدو وخت
د بيبيسي نیوز پر پښتو وټساپ چینل تر ټولو مهم خبرونه په خپل موبایل کې لوستلی شئ.
موږ د افغانستان او نړۍ مهمې پېښې ستاسو لپاره راټولوو او د بيبيسي نیوز پښتو د وټساپ چینل له لارې یې له تاسو سره شریکوو.
دا خبرونه په ځانګړې ډول د افغانستان او پاکستان د سرحدي نښتو په اړه، په افغانستان کې د ښځو پر محدودیتونو، د افغان کډوالو پر وضعیت او دغه راز د فوټبال او کرېکټ وروستي خبرونه، مرکې او شننې رانغاړي.
وټساپ چینلونه په ۲۰۲۳ کال کې جوړ شول، کاروونکو ته اجازه ورکوي چې د خپلې خوښې سازمانونو او خبري رسنیو ورځني معلومات او خبرونه ترلاسه کړي.
د بيبيسي وټساپ چینلونه په ګډه د نړۍ په لږ تر لږه ۲۰۰ هېوادونو کې له ۱۵ میلیونو ډېر څارونکي لري.



