د بېټکوین زېرمه کولو داسې چاره چې له کبله یې ځينې خلک په لومړي ځل له برېښنا سره وصل شوي

په افریقا کې پر برېښنا یوه تر سره شوې وروستۍ څېړنه وايي چې دغه وچه کې شپږ سوه میلیونه خلک پایداره برېښنا ته لاسرسی نه لري. خو تازه د کرېپټوکرنسۍ یوه کمپنۍ غواړي په کلیو کې د برېښنا د تولید وړو پروژو له عملي کولو سره دا حالت بدل کړي.
پلان دا دی چې د بېټکوین زېرمه کولو بدل کې به د لېرې پرتو سیمو اوسېدونکو ته برېښنا ورکول کېږي.
د زمبیا فضا داسې ده چې د اوبو شور له کبله پکې ډېر کله غږ په سختۍ اورېدل کېږي په تېره هم کله چې اوبه له ډبرو سره لګېږي او لاندې توېږي.
په ورته مهال زمبیا کې د ونو او بوټو پرې کولو غږ هم ډېر د اورېدو دی، دا په حقیقت کې اوس د زمبیا له طبیعته د بېټکوین تر لاسه کول دي.
فېلېپ والټن په موسکا وايي، "دا د پیسو غږ دی!" فېلېپ والټن د بېټکوین د راکړې ورکړې لپاره د کارېدونکو پېچلو او سختو حسابونو شاوخوا ۱۲۰ کمپیوټرو څارنه کوي. او په بدل کې یې هغه ته د شبکې له لوري د بېټکوین انعامونه ورکول کېږي.
دا مهال موږ د سویلي افریقا دغه هېواد چې زمبیا نومېږي شمال لوېدیځه برخه کې یو، دا ځای د ډياراېس سره پر پوله دی. په ټولو هغو زېرمو کې چې موږ د بېټکوین لپاره ورځو دا ځای تر ټولو ډېر غني ښکاري.
اوبه او برېښنايي تجهیزات په عام ډول له یوه بل سره ښه نه ګډېږي. خو د فېلېپ زېرمه اوبو ته ډېره نږدې ده او نېغ په نېغه له ابي سرچینو سره وصل ده. دا بیټکواینونه دلته راجذبوي او پاکه انرژي تولیدوي.
د بېټکوین دغه کان ته ارازانه ذخیره ویلی شو.
دا دومره ارزانه وه چې د فېلېپ کینیا میشتي شرکت "ګرډلس" لپاره د منطقي سوداګریزې پرېکړې سبب شو، چې بېټکوین ته ځانګړې شوې نازک کمپیوټرونه په کانټینرو کې د خرابو او تنګو واټونو له لارې له ۱۴ ساعته سخت مزل وروسته راوړي او دلته یې تنظیم کړي.
هر ماشین هره ورځ شاوخوا ۵ ډالره (۳اعشاریه ۹۰ پونډه) عاید ګټي. که د بېټکوین نرخ لوړ وي، دا عاید زیاتېږي، او که ښکته شي، نو کمېږي.
فېلېپ کله نا کله خپل ځيرک ساعت ته ګوري، چېرې چې د بېټکوین د نرخ یو متغیر ګراف ښکاري.
اوس مهال د هر بېټکوین ارزښت شاوخوا ۸۰,۰۰۰ ډالره دی، خو فېلېپ وايي چې دوی لا هم ګټه کولی شي، حتی که د بېټکوین نرخ ښکته هم شي، ځکه چې په زمبیا کې برېښنا ډېره ارزانه ده او دوی بیا د برېښنا له شرکت سره هم شراکت لري.
فېلېپ وايي موږ درک کړه چې د ښه اقتصاد لپاره باید د "برېښنا شرکت سره ملګرتیا وکړو او هغوی ته د عاید یوه برخه ورکړو. نو دا چې موږ دلته د دومره لیرې ځایه راغلي یوو، لامل یې دا دی چې موږ ته ارزانه برېښنا برابرېږي."
زینګامنیا د اوبو ډېر لوی بند دی، له تخنیکي پلوه یو وړوکی څرخ بلل کېږي خو د ځايي ټولنې لپاره د برېښنا یوه خپلواکه شبکه ده.

دا بند د ۲۰۰۰م کال په پیل کې د خیریه مرستو له لارې د راټولو شویو درې میلیونه ډالرو په مرسته جوړ شو.
بريتانوي-زېمبابوې وال دانیېل ریا دا مرکز اداره کوي، د هغه روزنیز تبلیغي کورنۍ د دې د جوړولو پروژه رهبري کړه، او بنسټیزه موخه یې یوه سیمهییز روغتون ته برېښنا برابرول و.
اوس دا شاوخوا ۱۵,۰۰۰ خلکو ته برېښنا برابروي، خو دا پروژه د خلکو د کمو بېلونو ورکولو له امله له مالي ستونزو سره مخ وه.
د بېټکوین چلوونکو ته بیا دلته د کار پیلولو اجازه ورکول د برېښنا شرکت لپاره د یوه ستر اقتصادي بدلون سبب شو.
دانیېل ریا وايي، "دلته هره ورځ د خپلې تولید شوې برېښنا نیمایي برخه ضایع کېدله، دا په دې مانا چې د لګښتونو لپاره مو له هغې ګټه نه تر لاسه کېده بلکې شبکه د زیان خوا روانه وه. موږ دلته یو لوی مصرفوونکي ته اړتیا درلوده، او همدا و چې له 'ګرېډلس' شرکت سره مو یوه لوبه بدلوونکې ارزښتناکه ملګرتیا وکړه".
اوس د بېټکوین زېرمه د دې برېښناکوټ ۳۰٪ عواید برابروي، چې له امله یې شرکت توانېدلی د سیمې خلکو ته د برېښنا بیه ټیټه وساتي.
خو د زینګامینا خلکو ته د بېټکوین او د هغه اقتصاد بېخي اهمیت نه لري او لا هم دا ګټه وټه د دوی له فکرونو لوړه بلل کېږي.
دا کلی، چې له برېښناکوټ څخه د څو کیلومترۍ پر واټن پروت دی، یوازې څو داسې دوکانونه لري چې د سړک پر غاړه له لرګیو او اوسپنو جوړ شوي دي.
دلته یوازې یو داسې دوکان شته چې یخچال لري، او شاوخوا ډله ډله ماشومان د یوه کمپیوټر پر سر راټول شوي، هر یو د موسیقۍ غږولو لپاره وار اخلي. دا غږونه په ټوله کې د لویانو لپاره یو څه زحمت جوړوي او زوروي یې.
که څه هم د اوبو دا برېښناکوټ په ۲۰۰۷ کې فعال شو، خو څو کاله یې وخت ونیو چې ښار ته وصل شي، او بیا لا نور وخت ته اړتیا وه چې د خلکو کورونه او صنعتي شرکتونه له برېښنا سره ونښلېږي.

له همدې امله، ځینې خلک، لکه سلماني ډاميان لا هم د برېښنا په لېدو حیران او خوښ دی، ځکه چې یوازې یو نیم کال مخکې یې کور او دوکان ته برېښنا ورغلې.
دی وايي، "تر څو چې مو برېښنا نه درلوده، زه بې وسه وم او هېڅ مې نه شوای کولی. کله چې مو برېښنا وصل شوه، وتوانیدم شپه او ورځ خپل کار وکړم."
دی ټوکه نه کوي، د هغه د ویښتانو جوړولو وړوکی دوکان شپې مهال د برېښنا یو څراغ ګرځېدلی، یو تلویزیون د موسیقۍ ویډیوګانې غږوي، د کرسمس څراغونه ځلېږي، او د بیاتي غږ یې خپله شرنګا کوي. ډلې ډلې ځوانان د هغه دوکان ته ورځي، هغه ځای چې اوس یې لکه د ځوانانو د یوه کوچني مرکز بڼه خپله کړې.
"د برېښنا راتګ زما ژوند بدل کړ." هغه په موسکا بي بي سي ته وویل، "کومې پیسې چې زه اوس د نايي په دوکان کې ګټم، په ماشومانو یې په ښوونځي کې لګوم."
د ډامیان لپاره برېښنا درلودل د رڼا ور ها خوا کاروباري ارزښت لری دی په کور کې د برېښنا یوازې یو ګروپ لري، چې د دوه کوچنیو خونو لپاره یې کاروي.
په ښار کې د ده په څېر ګڼ نور خلک هم د برېښنا ګټې احساسوي.
ټومبا او لوسي ماچايي دوه خورالڼې دي چې اوس له موبایله نړۍ ګوري.
له منځه یې لوسي وايي "تر هغې چې ښار ته برېښنا نه وه راغلې، دا ځای یواځې د بوټو او ځنګلونو یوه سیمه وه."
هغه وخت دلته یوه اندازه کمه برېښنا د کوچنیو لمریزو دړو (شمسیو) له لارې برابرېده.
ملګرې یې ټومبیا وايي "چې برېښنا نه وه نه یخچال و، نه تلویزیون و او نه د موبایل شبکه".
دوی وايي "برېښنا دلته د خلکو ژوند په بشپړ ډول بدل کړ."
"اوس موږ کولی شو خپل موبایلونه چارج کړو، شبکه لرو، او کولی شو له یوبل سره هر وخت مو چې اړتیا او زړه وي اړیکه ونیسو."
دلته ډېر خلک نه پوهېږي چې د بېټکوین زېرمه کولو چارې څنګه د اوبو برېښناکوټ سره مرسته کړې چې فعالیت ته دوام ورکړي؟

خو ډېر ژر به دوی په خپلو سترګو وويني چې د بېټکوین د دغې کمپنۍ کانټینر یو ځل بیا د ښار له لارې تېرېږي او بل ځای ته کوچېږي.
زینګامینا هایډرو اوس په دې هېواد کې لویه پانګونه کړې، او غواړي نورې کلیوالې سیمې هم له برېښنا سره وصل کړي او د برېښنا ملي شبکې برخه شي.
هغه اضافي برېښنا، چې د بېټکوین د زېرمه کولو فارم مصرفوله، ملي شبکه ته به وپلورل شي، او په زینګامینا کې به د بېټکوین مایننګ نور هسې مثمر ونه پايي.
فېلېپ او ډله یې دا هر څه مثبت ګڼي او ټینګار کوي چې دا ښه خبر دی.
"موږ دلته څو بریالي کلونه تېر کړل، له زینګامینا سیمې سره مو مرسته وکړه، خو د بېټکوین له لارې مو ښه عاید هم ترلاسه کړل."
د شرکت وینا ده چې لا هم ډېر داسې ځایونه شته، چېرې چې اضافي یا بېاستفادې برېښنا شته، او دوی کولی شي هلته خپل د بېټکوین د زېرمه کولو فارمونه ځای پر ځای کړي.
د ګرېډلس شرکت لا د مخه په درې افریقایي هېوادونو کې شپږ داسې ځایونه لري.
د زینګامینا شمال لوري ته د بېټکوین مایننګ یو بل فارم هم د کانګو په یوه ملي پارک کې اضافي برېښنا مصرفوي، دا کار د پارک ساتنې پروژې تمویلوي.

خو ګرېډلس اوس غواړي یو بل لوی ګام واخلي، داسې چې له صفره خپله د اوبو داسې برېښناکوټونه جوړ کړي چې هم د بټکواین زېرمه کولو لپاره وکارېږي او هم کلیوالو سیمو ته برېښنا ورسوي.
د شرکت یوه بنسټګره، جینت ماینګي وايي، "دوی د دې پروژې لپاره لسګونه میلیونه ډالر را غونډوي."
جینت ماینګي وايي دوی په داسې سیندونو د (هایډرو برېښنا بندونه ) جوړوي چې لکه د زینګامینا چې د انرژۍ د تولېد پراخ ظرفیت ولري.
نوموړې وايي، "د مصرفوونکو پر اړتیاوو ولاړ، د انرژۍ داسې ماډل اړین دی چې پراخه، ارزانه، او دوامداره برېښنا ته لاسرسی برابر کړي" د نوموړې په ټکو دا کار به ورو ورو د افریقايي ټولنې اړتیاوې پوره کړي.
ګرېډلس کوم خیریه بنسټ نه دی او باور لري چې هم د پراختیایي شرکتونو او هم د پانګوالو لپاره د اوږدمهاله اقتصادي پایدارۍ تضمین یوازې د بېټکوین له لارې ممکن دی.
خو پوښتنه دا ده چې د نويو برېښناکوټو لپاره د ځای پیدا کول یا له موجودو سرچینو ګټه اخیستل به اسانه وي که نه؟
اصلي ستونزه دا ده چې دوی لا هم د ځینو چارواکو او شرکتونو له مخالفت سره مخ دي. نېوکې دا دي چې بېټکوین داسې شرکتونه د انرژۍ پر لټه خپل سري او استفاده کوي.
خو د شرکت استدلال دا دی چې برېښنا تل پر هغه چا پلورل کېږي چې تر ټولو لوړه بیه پرې کوي او دوی په ښکاره دا کار کوي.

ځينو تجربو ته په کتو ویل کېږي چې که مشخص مقررات نه وي، د بټېکوین زېرمو جوړولو پراخ صنعت کولی شي د برېښنا عامو شبکو ته زیان ورسوي.
په قزاقستان کې، د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱م کال تر منځ د مایننګ صنعت چټکه وده وکړه، چې د هېواد د انرژۍ مصرف یې ۷ سلنه زیات کړ، وروسته حکومت مداخله وکړه او د انرژۍ اضافي مصرف یې کابو کړ.
د امریکا په متحده ایالاتو کې هم کله چې د برېښنا تقاضا ډېره شي د بېټکوین د زېرمې مرکزو کې د بېټکوین چلوونکو، ځایي خلکو، او استوګنو ترمنځ شخړې عامې شي.
دلته د چارواکو او ځینو بټېکوین ماینېنګ شرکتونو ترمنځ داسې هوکړې کېږي چې که د برېښنا اړتیا ډېرېده دوی به د کمپیوټرونو ګودامونه او کمپیوټرونه بندوي تر څو ډاډ تر لاسه شي چې برېښنا سپمول کېږي.
د بېلګې په توګه، د نیویارک "ګرینج" د ګاز برېښناکوټ، چې د بېټکوین زېرمه کولو لپاره بیا رغول شوی و، یو کال د جنورۍ په سخت ساړه کې اړ شو چې خپل فعالیت ودروي، تر څو د برېښنا شبکه خلکو ته کافي اندازه انرژي ورکړی شي.
که د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ هغه وینا عملي کېږي چې ویلي دي بېټکوین دې په امریکا کې زېرمه، تولید او وکارېږي ښایي داسې هوکړې نورې هم ورسره پراخه شي.
د بېټکوين د زېرمه کولو چاپېریالي اغېزه هم یوه ستره اندېښنه ده. اټکل کېږي چې دا صنعت د یو کوچني هېواد، لکه پولنډ، هومره برېښنا مصرفوي.
خو بریتانیا کې د کېمبرېج پوهنتون څېړونکي، چې هر کال د بټېکوین د انرژۍ مصرف ارزوي، وايي چې د صنعت پام د دوامدارې انرژۍ لور ته ډېر بدلېدونکی دی.
زینګامینا د بېټکوین د ذخیره کولو په صنعت کې یوه کوچنۍ برخه ده.
خو دا د یوه لانجمن صنعت یو نادر مثال دی، چې یوازې ډیجیټل سکې نه، بلکې د ډېرو نورې ګټې سبب هم ګرځي.






















