ملاله یوسفزۍ: د نړۍ اسلامي عالمان دې طالبان وهڅوي چې نجونو ته د زدکړو اجازه ورکړي
ملاله یوسفزۍ: د نړۍ اسلامي عالمان دې طالبان وهڅوي چې نجونو ته د زدکړو اجازه ورکړي
د خپرېدو وخت
د سولې نوبل جایزې پښتنې ګټونکې ملالې یوسفزۍ له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر ښوونځیو ۱۰۰۰ ورځنی بندیز "تیاره ورځ" بللې. اغلې یوسفزۍ له بيبيسي پښتو سره په ځانګړې مرکه کې وویل، "د اسلام په نامه د نجونو تعلیم بندول د اسلام بدنامي ده." نوموړې د نړۍ له اسلامي عالمانو غوښتنه وکړه چې د طالبانو حکومت وهڅوي د نجونو زدکړو ته اجازه ورکړي.حفیظ الله معروف په همدې له ملالې یوسفزۍ سره خبرې کړې دي.



