غزه کې د ۳ نورو اسرائیلي یرغملو جسدونه موندل شوي

د خپرېدو وخت

د اسرائیل دفاعي‌ ځواکونه 'ای‌ډي‌اېف' وايي چې په غزه کې یې د دریو نورو برمته شویو اسرائیلیانو جسدونه موندلي دي.‌

ای ډي اېف په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دغه جسدونه د تېرې شپې پر مهال د اسرائیل د داخلي استخباراتو له ادارې سره په ګډو عملیاتو کې د غزې د شمال په جبالیا ښار کې موندل شوي.‌

اسرائیلو یوه اوونۍ وړاندې هم په غزه کې د دریو یرغملو د جسدونو د موندل کېدو خبر ورکړی و.‌

دوی د هغو ۲۵۲ کسانو په ډله کې دي چې حماس وسله والو د تېر اکتوبر پر ۷مه پر اسرائیل د برید پر مهال یرغمل او غزې ته لېږدولي دي.

په دغه برید کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان وژل شوي هم وو.

اوس اسرائیل وايي، له یرغمل شویو کسانو ۱۳۰ لا هم په غزه کې دي.

جسدونه د چا دي؟

د ۴۲ کلن هنان یابلونکا او ۳۲ کلن اوریون هېرناندیز په اړه ویل شوي چې اسرائیل کې د غزې پولې ته نږدې د موسیقۍ پر فېسټیوال د برید پر مهال تښتول شوي وو.

پر دغه فېسټوال برید کې تر ۳۶۰ ډېر کسان وژل شوي هم وو چې اکثریت یې ځوانان بلل شوي.

۵۹ کلن میشل نیسېنباوم سره وروستی داسې مهال خبرې شوې وې،‌ چې غزې سره پولې ته څېرمه د اسرائیل یوې پوځي اډې ته په خپلې لمسۍ پسې روان و.‌

اسرائیلو څو میاشتې وړاندې د غزې په شمال کې له جبالیا ښاره خپل ځواکونه ایستلي وو خو دوه اوونۍ وړاندې بېرته ور وګرځېدل.

دوی وايي حماس وسله وال بېرته دغلته د راټولېدو په حال کې دي.‌

د حماس د اکتوبر ۷مې برید د دې لامل شو چې اسرائیل د دې ډلې ځپلو او د یرغمل شویو کسانو راخوشې کولو لپاره په غزه کې پراخ پوځي عملیات پیل کړي.

په دې تراړه کې د حماس تر کنټرول لاندې روغتیا وزارت چارواکي وايي، تر دې دمه د اسرائیل په روانو عملیاتو کې لږترلږه ۳۵ زره ۸۰۰ کسان وژل شوي دي.‌