یو یوټیوبر د سعودي د جاسوسي سافټویر برید وروسته ۳ میلیونه پونډه ترلاسه کړل
یوټیوبر غانم المصاریر د هغې وېډیو له کبله ډېر مشهور شوی چې سلګونه میلینه ځله وکتل شوه.
یوټیوبر غانم المصاریر د هغې وېډیو له کبله ډېر مشهور شوی چې سلګونه میلینه ځله وکتل شوه. په ویمبلي کې د اوسېدو له خپل ځایه، دا تېزژبی او کله کله سپکوونکی کامډین د سعودي پر شاهي کورنۍ د نیوکو له کبله پېژندل کېده، خو د مینهوالو سربېره یې ځینې قوي دوښمنان هم لرل. لومړۍ خبره چې المصاریر ورته پام شو دا وه چې د هغه موبایلونو عجیب چلند پیل کړ. ډېر ورو شول اوچارج یې ژر ختمېده. بیا یې ولیدل چې د لندن په بېلابېلو ځایونو کې ورته هماغه څېرې ښکارېدې. هغه کسان چې ښکاري د سعودي رژیم ملاتړي وي، هغه به یې په کوڅه کې دراوه، ځووراوه او ان وېډیو به یې ترې ریکارډوه. خو هغوی پر دې څنګه پوهېدل چې المصاریر هر وخت چېرې وي او چېرې ګرځي؟ المصاریر وېرېده چې د هغه موبایل د جاسوسۍ لپاره کارول کېږي. د سایبر متخصصینو وروسته تایید کړه چې هغه د پېګاسوس هک کولو د بدنامې وسیلې وروستی قرباني شوی و. المصاریر بیبیسي ته وویل: "دا داسې څه وو چې ما نه شوای درک کولی. هغوی ستا موقعیت لیدلی شي. کامره چالانولی شي. مایکروفون چالانولی شي. ستا خبرې اورېدلی شي". "هغوی ستا ټول معلومات، ټول انځورونه او هر څه ترلاسه کړي دي. ته داسې احساس کوې لکه ستا شخصي حریم چې نقض شوی وي". د دوشنبې په ورځ، له شپږو کلونو قانوني مبارزو وروسته، د لندن عالي محکمې پرېکړه وکړه چې سعودي عربستان مسؤل دی او پاچاهي ته یې امر وکړ چې المصاریر ته له ۳ میلیونه پونډو ډېر جبران ورکړي.



