عراق؛ واده کې اور لګېدنې د ناوې او زوم په ګډون ۱۱۵ کسان وژلي

د ویډیو تشریح، اور څنګه وغځېد، دې ویدیو کې یې کتلی شئ
د خپرېدو وخت

د عراق دولتي رسنۍ وايي، د دغه هېواد په شمال کې د واده په مراسمو کې د اور لګېدو له امله " لږ تر لږه ۱۱۵ تنه وژل شوي او شاوخوا ۱۵۰ تنه نور ټپيان دي".

د سیمه ییزو رسنیو په وینا، په قربانیانو کې ناوې او زوم هم شامل دي.

تر اوسه د اورلګېدنې لامل نه دی څرګند، خو لومړني راپورونه ښيي چې د اورلوبو د وسايلو له روښانولو وروسته اور لګېدلی دی.

د عراق رسمي خبري اژانس نینا وايي، اورلګېدنه د شمالي ولایت نینوی ښار په حمدانیه سیمه کې شوې ده.

د نينا خبري اژانس له خوا خپرو شويو عکسونو کې خلک ښکاري چې په يوه تالار کې د اور وژلو هڅه کوي.

په ټولنيزو رسنيو د ځايي خبريالانو له خوا خپرو شويو عکسونو کې په تالار کې سوځېدلي مړي هم ليدل کېږي.

عراق کې د دې پېښې په اړه پلټنې هم پیل شوې که څه هم په لومړي رپوټ کې بې احتیاطي د اور لګیدا دلیل بلل شوی.

عراق

د عکس سرچینه، Reuters

عراق

د عکس سرچینه، Getty Images

نينا خبري اژانس د عراق د ملکي دفاعي ادارې د مشر له خولي ويلي، اور اخيستونکو تختو ښايي د اور په بلېدو کې مرسته کړې وي.

د يادې ادراې یوه چارواکي ویلي، "اور د ودانۍ د ځینو برخو د نړېدو لامل شوی، ځکه د ټيټ لګښت او ژر اور اخيستونکي مواد په ودانۍ کې کارول شوي وو، چې د اور له پیلېدو څو دقیقې وروسته ونړېدل."

عيني شاهدانو ويلي، اور ځايي وخت د شپې ۱۰:۴۵ دقيقې هغه مهال ولګېد چې په تالار کې سلګونو کسانو جشن او نڅا کوله.

د چارواکو په وینا د پېښې ځای ته امبولانسونه او طبي کارکوونکي رسېدلي دي.

د عراق د لومړي وزیر دفتر په اېکس ټولنیزه رسنۍ (ټوېټر) لیکلي، لومړي وزیر چارواکو ته سپارښتنه کړې چې "د دې بدمرغې پېښې له قربانیانو سره د مرستې لپاره ټولې هڅې وکړي."

عراق

د عکس سرچینه، REUTERS

عراق

د عکس سرچینه، Getty Images