پر هند د ټرمپ ۵۰٪ تعرفه پلې شوه، مودي د ځان بسیاینې غږ کړی

د عکس سرچینه، Bloomberg via Getty Images
پر هندي صادراتو د امریکا متحدو ایالتونو له لوري ۵۰ سلنه تعرفه له نن ( د اګسټ له ۲۷مې پیلېږي. دا له روسیې د تېلو پېرلو له کبله د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د یوه اجرايي فرمان له مخې پر هند ولګول شوه.
هند امریکا ته په خورا پراخه کچه جامې، کبان، ګران بیه ډبرې او ګاڼې صادروي. کارپوهان وايي، دا ۲۵ سلنه اضافي تعرفه چې د هند له لوري له روسیې د تېلو اخیستلو له کبله پرې لګول شوې، د هند صادرات اغېزمن کولی شي.
دا چاره د هند لپاره چې تر دا نږدې وروستیو پورې د امریکا خورا ستر سوداګریز ملګری و او د نړۍ پنځم لوی اقتصاد دی، یو دروند ګوزار کېدلی شي.
د تعرفو دې لوړوالي د هند حکومت هم دفاعي حالت ته اړ کړی. د روانې میاشتې په پیل کې د هند لومړي وزیر نریندرا مودي ژمنه وکړه چې د اقتصادي اغېز کمولو لپاره به مالیې کمې کړي او په هېواد کې دننه یې د ځان بسیاینې غوښتنه هم کړې ده.
ښاغلي مودي ویلي، د دېوالي مذهبي مراسیمو په مناسبت به ولس او د اسیا درېیم ستر اقتصاد لرونکي هند میلیونونو کوچنیو کاروباریانو ته د ډالۍ په توګه د مالیو کمولو له لارې (خورا ستره ګټه) ورسوي.
ښاغلي مودي د هند خپلواکۍ ورځې مراسمو کې د وینا پر مهال له هټيوالو او سوداګرو وغوښتل چې د خپلو کاروبارونو یا دکانونو د "سودیشي" یا "په هند کې جوړې" لوحې ولګوي.
لومړي وزیر مودي زیاته کړه: "موږ بايد پر ځان متکي شو، د ناهیلۍ له کبله نه، بلکې د غرور له امله. اقتصادي ځان غوښتنه په ټوله نړۍ کې مخ په زياتېدو ده او موږ هم بايد لاس تر زنې ناست و نه اوسو، چې د خپلو ستونزو په اړه ژړا کوو، موږ بايد پورته شو او نورو ته اجازه ورنه کړو چې موږ په خپلو منګولو کې ونيسي."
نوموړي له هغه راهيسې دا څرګندونې په دې اونۍ کې لږ تر لږه په دوو نورو عامه ويناوو کې تکرار کړې دي.
د چارو کتونکي وايي، دا په څرګنده توګه پر هند د ډونلډ ټرمپ له "بې رحمه" ۵۰ سلنې تعرفې سره د مقابلې لپاره دي، چې د هېواد د صادراتو صنعت کې به د ملیونونو خلکو پر ژوند اغېز وکړي.
په همدې ترڅ کې د خپلو هېوادوالو لپاره د مودي پیغام څرګند دی دی او هغه دا چې "په هند کې یې جوړ کړئ او په هند کې یې مصرف کړئ."
ښاغلی مودي غواړي د توکو او خدمتونو غیر مستقیمې مالیې یا جي اېس ټي نظام کې هم اصلاحات راولي او اسان یې کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
هندي کارپوهان پر دې باور دي چې د امریکا لخوا لګول شوي تعرفې او له هغې راپورته کېدونکې ستونزې د هند لپاره یو درس دی چې هند باید د سوداګریزو معاملو او نورو ګامونو اخیستلو په پرتله په کورني اقتصاد ډېر پام وکړي.
د نړیوالې سوداګرۍ څېړنو د بنسټ مشر اجی سریواستو ټینګار کوي چې هند باید له اوسني وضعیت سره د مقابلې لپاره سملاسي اصلاحات پلي کړي.
اجی سریواستو وايي، "ټرمپ هند ته درس ورکړی چې هند باید خپل صادراتي سیالي زیاته کړي، د تولید لګښت کم کړي. دا به په کورنۍ کچه صنعتونه پیاوړي کړي، صادرات به هم زیات شي او د ناخالص کورني تولید اندازه به هم زیاته شي. هند اړتیا لري چې خپل کورنی اقتصادي انجن فعال کړي."
نوموړی وايي، که حکومت وغواړي، نو کولی شي هغه اصلاحات چې وړاندیز شوي دي پلي کړي. په ۱۹۹۱ کال کې، هند د هغه وخت د مالیې وزیر من موهن سینګ په مشرۍ په لویه کچه اقتصادي اصلاحات پلي کړل، څه چې د هند په اوسني اقتصاد کې مهمه ونډه لري، خو باور دا دی چې په اوسني حالت کې لا نورو اصلاحاتو ته اړتیا ده.



















