د ایران غچ اخیستونکي بریدونه؛ پر واده د امریکا بریدونو کې څلور کسان وژل شوي

    • Author, جو کوګلن
    • Author, کلېر کیرنان
    • دنده, بي‌بي‌‌سي نیوز ډیجیټل
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

ایران، وروسته له هغه چې امریکايي ځواکونو د سې‌شنبې په ورځ پر ایران خپل بریدونه بېرته پیل کړل، په عراق او اردن کې پر امریکايي پوځي اډو بریدونه کړي دي؛ دا خبره سیمه‌ییزو دولتي رسنیو او د اردن وسله‌والو ځواکونو کړې ده.

د ایران سرې میاشتې ویلي، د امریکا په یوه توغندیز برید کې د ایران په سوېل سیریک په سیمه کې څلور کسان، چې یو ماشوم هم پکې و، وژل شوي دي. د توغندي ټوټې پر هغه کور لګېدلې وې چې پکې د واده مراسم روان وو.

دې ادارې زیاته کړې چې له ۵۰ ډېر کسان هم ټپیان شوي دي.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) ویلي، پر ایران د امریکا بریدونه وروسته له هغو ترسره شول چې د اسلامي انقلاب ساتندوی ځواک (سپاه پاسداران) په دې وروستیو کې د هرمز په تنګي کې پر سوداګریزو بېړیو د بریدونو هڅه کړې وه.

سپاه پاسداران ویلي چې امریکا به پر دغو بریدونو "پښېمانه" شي. د ایران نیمه‌رسمي تسنیم خبري اژانس په وینا، ایران د چهارشنبې د سهار په لومړیو کې د سیریک د برید په غچ کې د اردن په عقبه کې د امریکا د سمندري ځواکونو پر یوې اډې د بالیستیک توغندیو پراخ برید وکړ.

د اردن وسله‌والو ځواکونو ویلي چې ۱۳ بالیستیک توغندي یې شنډ کړي، چې له ډلې یې ۱۰ توغندي له منځه وړل شوي او درې نور په لیرې پرتو سیمو کې لګېدلي دي. د ایران د برید له امله د مرګ‌ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.

اردني چارواکو هم ویلي چې د هېواد د ملي امنیت مرکز د عقبه او مفرق ولایتونو اوسېدونکو ته د توغندیو د پاتې شونو د رالوېدو خبرداری ورکړی و، خو دغه خبرداری وروسته پای ته رسېدلی دی.

په جلا توګه، د کویت پوځ ویلي چې د چهارشنبې په سهار وختي یې هوايي دفاعي ځواکونه د ایران د توغندیزو بریدونو پر وړاندې اقدام کوي.

د ایران د دولتي رسنیو په وینا، د ایران له بریدونو وروسته په بحرین کې هم څو چاودنې راپور شوې دي.

ډونلډ ټرمپ د سې‌شنبې په ماسپښین، کله چې د امریکا بریدونه اعلان شول، خبرداری ورکړی و چې که ایران غچ واخلي، نو امریکا به ایران "په لا سخت او لوړه کچه" بیا وولي.

دغه برید د روانې اوونۍ په پیل کې، د جولای له وروستیو راهیسې پر ایران د امریکا له لومړنیو پېژندل شویو بریدونو وروسته ترسره شوی دی. په هغو بریدونو کې امریکايي ځواکونو د هرمز په تنګي کې د لارک پر ټاپو د توغندیو دوه توغوونکي هدف وګرځول. تهران په ځواب کې په اردن کې پر هوايي اډو توغندي وتوغول او متحده عربي اماراتو ته یې یوه بې‌پیلوټه الوتکه ولېږله.

سېنټکام ویلي چې امریکايي ځواکونو د ختیځې امریکا پر وخت د غرمې په ۱۲ بجو (د ګرینویچ پر وخت ۱۶:۰۰) د سپاه پاسداران پر اهدافو بریدونه پیل کړل او د چهارشنبې تر لومړیو ساعتونو یې بریدونه بشپړ کړل.

د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی چې ځینې توغندي د چابهار او کنارک سیمو او په جیرفت کې پر یوه هوايي ډګر لګېدلي دي. همدارنګه د قشم په ټاپو او بندرعباس کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

د سنټکام په استازیتوب د امریکا د سمندري ځواکونو کپتان ټیم هاوکینز بي‌بي‌سي ته ویلي چې دوی د ایران په دولتي رسنیو کې د سیریک د برید په اړه له خپرو شویو راپورونو خبر دي.

هغه زیاته کړه: "د امریکا پوځ هېڅکله ملکي وګړي په نښه نه کوي، برعکس د سپاه پاسداران."

امریکا او اسرائیل د فبرورۍ په ۲۸مه پر ایران پراخ بریدونه پیل کړل. ایران هم په ځواب کې پر اسرائیل، امریکايي پوځي اډو او د خلیج پر متحدو هېوادونو بریدونه وکړل او په عملي توګه یې د هرمز تنګی د سمندري تګ‌راتګ پر مخ وتاړه.

د امریکا او ایران ترمنځ د دواړو هېوادونو د اوربند د غځولو په اړه یوه هوکړه، چې د تفاهم‌لیک په نوم یادېږي، په جون میاشت کې لاسلیک شوه.

خو دا هوکړه وروسته پای ته ورسېده، چې له امله یې جګړه او دوښمنۍ بېرته پیل شوې. امریکا او ایران دواړو پر بېړیو هم ډزې کړې دي؛ تهران هغه بېړۍ په نښه کوي چې د ایران په وینا یې له اجازې پرته د هرمز له تنګي د تېرېدو هڅه کړې، او امریکا د ایران پر بندرونو سمندري بندیز عملي کوي.

واشنګټن د اګست په ۲۴مه د بندیزونو یوه نوې لړۍ هم اعلان کړه، چې موخه یې د تهران لا ډېر منزوي کول او د ایران د متحدینو پر وړاندې د ثانوي بندیزونو پراخول دي.

د جي شل هېوادونو د مالیې وزیرانو په غونډه کې د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بېسنټ وویل چې د امریکا ګڼ متحدین "رامخې ته شول او ویې ویل چې د ایران پر وړاندې د بندیزونو په اړه به هر هغه څه وکړي چې اړین وي."

ایراني چارواکو او دولتي رسنیو تر ډېره دا کمپاین د امریکا د پخوانیو اقتصادي اقداماتو دوام بللی او استدلال یې کړی چې دا بندیزونه په وروستۍ جګړه کې د واشنګټن له پوځي ناکامۍ وروسته لګول شوي دي.

خو د سې‌شنبې په ورځ د ایران دولتي رسنیو د ولسمشر مسعود پزشکیان له قوله ویلي چې که امریکا بېرته د دغې هوکړې عملي کولو ته ژمنه شي، ایران به هم متقابل اقدام وکړي.