تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ټرمپ: د ایران پر ضد د امریکا نوی پوځي کمپاین به اوږد نه وي
د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ، د ایران پر ضد د تېرې شپې له برید یوه ورځ وروسته، په سپینه ماڼۍ کې په خپل دفتر کې خبریالانو ته وویل چې د امریکا نوی پوځي کمپاین به ''ډېر وخت'' دوام ونه کړي.
لنډیز
- ایران وايي د امریکا په بریدونو کې د سپاه پاسداران څلور پوځيان وژل شوي
- ایراني ځواکونه وايي په اردن او بحرین کې یې د امریکا پوځي اډې په نښه کړې دي
- ولسمشر ټرمپ خبرداری ورکړ چې که ایران غچ اخيستونکي بریدونه وکړي، 'سخت' ځواب به ورکړي
- امریکا پر ايران تازه بریدونه کړي
- امریکا له میاشتې وروسته لومړی ځل پر ایران هوایي بریدونه وکړل
- د ایران د ملکي هوايي چلن سازمان پر لارک له برید وروسته د مهراباد هوایي ډګر تړل کېدل رد کړل
- د ایران ولسمشر وایي، د جګړې غوښتونکي نه دي خو "يرغلګرو" ته پرېکنده ځواب ورکوي
ژوندی پوښښ
د ایران عامې روغتیا وزیر: د امریکا په بریدونو کې ۱۸ کسان وژل شوي او ۱۰۸ ټپیان دي
د ایران د عامې روغتیا وزیر محمدرضا ظفرقندي په یوه اعلامیه کې ادعا کړې چې د دوشنبې او سې شنبې د شپې ترمنځ د امریکا په بریدونو کې، چې د ایران په بېلابېلو سیمو کې ترسره شوي، ۱۸ کسان وژل شوي او ۱۰۸ نور ټپیان شوي دي.
ویل کېږي چې دا د ۴۰ ورځنۍ جګړې له پیل وروسته د امریکا له تر ټولو سختو بریدونو څخه وو.
د امریکا بریدونو کې په نښه شویو سیمو کې د سیرک غرنۍ سیمه هم شامله وه.
د ایراني چارواکو په وینا، د امریکايي بریدونو په ترڅ کې د یوې ښځې او یوه ماشوم په ګډون څلور کسان وژل شوي او ۶۵ نور ټپیان شوي دي. ویل کېږي چې دې کسانو د واده په مراسمو کې ګډون درلود.
د هرمزګان د طبي علومو پوهنتون مشر پژمان شاهروخي وايي، د سیرک په غرنۍ سیمه کې د پېښې له ټپیانو څخه شپږ تنه د جدي پاملرنې په څانګه (ICU) کې بستري دي او ۲۶ نور په جراحي څانګو کې تر درملنې لاندې دي.
د بي بي سي فارسي څانګې د یوې پوښتنې په ځواب کې، د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) ویاند کپتان ټیم هاوکینز دا بریدونه رد نه کړل او وايي، دوی له دغو راپورونو ''خبر'' دي. خو هغه ټینګار یې وکړ چې امریکايي پوځ هېڅکله ملکي وګړي نه په نښه کوي.
د خوزستان ولایت په اهواز او اغاجاري ښارونو کې په بېلابېلو بریدونو کې د اوو کسانو د وژل کېدو او اتو نورو د ټپي کېدو راپورونه ورکړل شوي دي. د وژل شویو کسانو له ډلې لږ تر لږه یو کس د 'عامه امنیت ځواکونو' د غړي په توګه پېژندل شوی دی.
سپاه پاسداران انقلاب ځواک هم تائید کړې چې د کرمانشاه ولایت کې د دې ځواکونو د هوايي ځواک څلور غړي وژل شوي دي.
د راپورونو له مخې، پر لاوان ټاپو د امریکا له برید وروسته د بسیج ځواکونو درې غړي هم وژل شوي دي.
وروستی, ټرمپ: د ایران پر ضد د امریکا نوی پوځي کمپاین به اوږد نه وي
د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ، د ایران پر ضد د تېرې شپې له برید یوه ورځ وروسته، په سپینه ماڼۍ کې په خپل دفتر کې خبریالانو ته وویل چې د امریکا نوی پوځي کمپاین به ''ډېر وخت'' دوام ونه کړي.
هغه د تېرې شپې بریدونه ''ډېر سخت او پراخ'' وبلل او په خبره یې هر وخت چې اړتیا وي، امریکا چمتو ده پر ایران بیا برید وکړي.
ښاغلي ټرمپ وویل چې ایران هڅه کوله داسې توغندی جوړ کړي چې د ماینونو د غورځولو وړتیا ولري، او امریکا هغه له منځه وړی دی.
د ډونلډ ټرمپ په وینا، ایران دغه راز د خپلو ''راداري او توغندیزو'' سیسټمونو د بیا رغونې په حال کې و، او دغه سیسټمونه د امریکا په بریدونو کې په نښه شوي دي.
ایراني رسنيو د واده پر مراسمو د برید قربانيانو نومونه اعلان کړي
ایرانۍ رسنيو هرمز تنګي ته نژدې په سيرک سيمه کې د واده پر مراسمو د هغه برید چې وايي امریکا ترسره کړی د څلورو قربانيانو نومونه په ډاګه کړي دي.
د هرمزګان ولایت د والي په وینا ۵۰ کلنه زرخاتون طاهري، ۴۳ کلنه کلثوم ملاحي نازدنيا، ۱۶ کلن محمد ملاحي او څلور کلن اميرعلي کريمي په وژل شويو کې شامل دي.
د ایران او امریکا د بریدونو ويډيو
د امریکا مرکزي قومندانۍ په ایران کې د تېرې شپې د بريدونو ویډيو خپره کړې ده. په دې ويډيو کې هغه شېبه هم ليدل کېږي چې له بېړۍ توغندي توغول کېږي.
د اردن په عقبه کې د ایران د برید او د ایران په کوهستک کې د امریکا د برید چې د ایران د سرې مياشتې په وینا څلور کسان په کې وژل شوي ويډيوګانې هم خپرې شوې دي.
د ایران سره مياشت: د واده په مراسمو د امریکا برید کې څلور کسان وژل شوي
د ایران د سرې مياشتې اداره وايي د يوه واده پر مراسمو د امریکا بریدونو کې لږ تر لږه څلور تنه وژل شوي دي.
ايراني رسنیو په پيل کې د سرې مياشتې د ادارې له خولې د وژل شويو شمېر پنځه تنه ښودلی و خو دا شمېره وروسته بدله شوې ده.
اوس په يوه تازه بيان کې سرې مياشتې ويلي چې د څلورو وژل شويو کسانو په منځ کې يو ماشوم هم شامل دی او ۵۰ تنه نور ټپيان دي.
د سرې مياشتې اداره وايي د مرستې رسولو لپاره د دوی ډلې د پېښې ځای ته رسېدلې دي. دوی وايي ډېری ټپيان ښځې او ماشومان وو.
د ایران پوځ وايي په بحرین او متحده عرب اماراتو کې یې د امریکا پر اډو ډرون بریدونه کړي
د ایران پوځ په بحرین او متحده عرب اماراتو کې د امریکا پر پوځي اډو د ډرون بریدونو خبر ورکړی دی.
د پوځ د بیان له مخې، "لسګونو ډرون الوتکو د متحده عرب اماراتو په ظفره او منهاد اډو کې د رادار سیسټمونه او د امریکایي ځواکونو د ځای پر ځای کولو ځایونه په نښه کړي."
د ایران پوځ وايي، د بحرین په شیخ عیسی اډه کې د رادار تاسیساتو او مرکزونو باندې بریدونه شوي دي.
دا بریدونه د امریکا د وروستیو هوايي بریدونو په ځواب کې ترسره شوي دي.
څو ساعته وړاندې، انقلابي ګارد په کویت او اردن کې د امریکا پر اډو د بریدونو خبر ورکړی و.
وروستی, د امریکا په بریدونو کې د سپاه پاسداران څلور پوځيان وژل شوي
د ایران د کرمانشاه ولایت د عامه اړیکو دفتر په یوه بیان کې ویلي چې د سپاه پاسداران څلور هوايي ځواکونه د امریکا په برید کې وژل شوي دي.
په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.
د امریکا د تېرې شپې له بریدونو وروسته، د کرمانشاه مرستیال والي ويلي وو چې، د کرمانشاه ولایت هېڅ برخه نه ده په نښه شوې.
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د سپاه پاسداران د سید الشهدا مرستیال قوماندان هم ويلي چې د لاوان ټاپو په برید کې "د بسيج ځواکونو دری غړي" وژل شوي او څو نور ټپیان دي.
وروستی, ایران: تېره شپه په خوزستان کې د امریکا هوايي برید له کبله اووه کسان وژل شوي
د ایران د خوزستان ولایت یوه سیمه ییز چارواکي ویلي چې تېره شپه د دې ولایت په دریو ځایونو کې د امریکا د توغندیو په بریدونو کې "اوه کسان وژل شوي او اته نور ټپیان دي".
د ایرنا خبري اژانس د خوزستان ولایت د امنيتي برخې یوه لوړپوړي چارواکي ولی الله حیاتي له قوله ویلي چې تېره شپه د امریکا هوايي بریدونو کې د دغه ولایت د اهواز او اغاجاري ښارونه په نښه شوي.
د هرمزګان ولایت په ساحلي سیمو کې هم ورته بریدونه شوي دي، چې په یوه کې د چارواکو په وینا، د دهستک سیریک په کلي کې لږ تر لږه پنځه ملکي وګړي، چې یو ماشوم هم پکې شامل و، وژل شوي او له ۶۰ څخه زیات نور چې په واده کې یې ګډون کړی و، ټپیان شوي دي.
ایران وايي امریکا د واده پر مراسمو برید کړی
د ایران په جنوبي هرمزګان ولایت کې د امریکا د وروستیو هوايي بریدونو له پیل څخه شاوخوا یو ساعت وروسته، ایراني رسنیو راپور ورکړ چې یو برید د سیریک په غرني کلي کوهستک کې د واده پر مراسمو هم شوی دی.
د امریکا مرکزي قوماندې (سینټکام) په یوه بیان کې ویلي چې د تېرې شپې بریدونو د ایران په جنوبي سیمه کې د انقلابي ګارد يا سپاه پاسدران تاسیسات او د وسلو ځایونه په نښه کړي دي.
لومړني راپورونه وايي چې په برید کې د يوه ماشوم په ګډون لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي او لږ تر لږه ۶۸ نور ټپیان دي.
د ایران د دولتي رسنيو په ګډون ګڼو ایراني رسنيو د برید د ځای انځورونه خپاره کړي دي.
یوې سیمه ییزې سرچینې بي بي سي فارسي ته ویلي، دوی باور لري چې د هوايي برید اصلي هدف هغه کور ته نږدې "مخابراتي برج" و چې واده پکې روان و.
د یوې سیمه ییزې سرچینې په وینا، اوس مهال "د وینې ورکولو ته جدي اړتیا ده"، په داسې حال کې چې د برید څخه اغیزمنې سیمې ته تلونکې لارې تړل شوې دي.
له بلې خوا، د امریکا مرکزي قوماندانۍ ویاند ټیم هاکېنز د بي بي سي فارسي د یوې پوښتنې په ځواب کې ويلي چې د امریکا ځواکونه د پېښې په اړه "خبر" ترلاسه کړی او په وینا یې "امریکايي ځواکونه هېڅکله په قصدي ډول په خپلو بریدونو کې ملکي وګړي نه په نښه کوي."
اردن وايي د ایران لخوا توغول شوي ۱۰توغندي یې شنډ کړي دي
د اردن پوځ تېره شپه پر خپل هېواد د توغندیو برید تائید کړی، او ادعا یې کړې چې د هوایي دفاع سیسټم "د ایران له خاورې توغول شويو ۱۳توغندیو څخه ۱۰ یې شنډ او ویجاړ کړي دي". دوی وايي دری نور توغندي "د ګڼ میشتو سیمو څخه لرې" غورځېدلي دي.
مخکې له دې، د ایران انقلابي ګارد يا سپاه پاسدران په اردن کې د امریکا پر اډو د توغندیو بریدونو ادعا کړې وه او د دې بریدونو او د اردن د هوایی حریم څخه د توغندیو د الوتنې عکسونه یې هم خپاره کړي وو.
انقلابي ګارد په خپل بیان کې ويلي وو چې "بالیسټیک توغندیو د اردن په خلیج کې د امریکا د سمندري ځواکونو پوځي تاسيسات په نښه کړي دي"
ایراني ځواکونه وايي په اردن او بحرین کې یې د امریکا پوځي اډې په نښه کړې دي
د ایران نیمه رسمي فارس خبري اژانس ادعا کړې چې د دغه هېواد ځواکونو د امریکا له برید وروسته غچ اخیستونکی بریدونه کړي دي.
د ایران انقلابي ګارد یا سپاه پاسدران ته نژدې دغې رسنۍ ويلي، د ایران په غچ اخیستونکي برید کې توغندي او ډرونونه توغول شوي دي.
د سیاسي او امنیتي چارو لپاره د کرمان مرستیال والي رحمان جلالي وايي چې د جیرفت هوایی ډګر هم د امریکا په بریدونو کې په نښه شوی دی.
ایراني سرچینو په اردن کې د 'مفق السطلي' اډه د انقلابي ګارد لخوا د نویو توغندیو بریدونو هدف بللې او په اردن کې د خطر زنګونه غږول شوي دي.
سربیره پردې، د ایران انقلابي ګارد ويلي چې دوی د عراق په اربیل ښار کې د امریکا پر پوځي اډه برید کړی چې په وینا یې د "ترمیم مرکز او تخنیکي تجهیزاتو ګودام" په توګه کارول کېده.
ولسمشر ټرمپ خبرداری ورکړ چې که ایران غچ اخيستونکي بریدونه وکړي، 'سخت' ځواب به ورکړي
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي که ایران غچ اخيستونکي بریدونه وکړي، دا ځل به د امریکا غبرګون 'قوي او پراخ' وي.
مخکې له دې، د امریکا مرکزي قوماندې ویلي وو چې امریکا د سپاه پاسداران اډې په نښه کړې دي.
له فاکس نیوز سره په یوه مرکه کې، ولسمشر ټرمپ ويلي چې امریکا د چهارشنبې په شپه پر ایران 'مشروع' بریدونه کړي، او که ایران غچ واخلي نو امریکا به بیا برید وکړي.
مخکې له دې، ولسمشر ټرمپ ويلي وو چې هغه به په اردن کې د امریکا په اډو د سپاه پاسداران برید ته 'سخت' ځواب ورکړي. ایران دا برید د امریکا د بریدونو ځواب بللی.
امریکا پر ايران تازه بریدونه کړي
ایران، وروسته له هغه چې امریکايي ځواکونو د سېشنبې په ورځ پر ایران خپل بریدونه بېرته پیل کړل، په عراق او اردن کې پر امریکايي پوځي اډو بریدونه کړي دي؛ دا خبره سیمهییزو دولتي رسنیو او د اردن وسلهوالو ځواکونو کړې ده.
د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) ویلي، پر ایران د امریکا بریدونه وروسته له هغو ترسره شول چې د اسلامي انقلاب ساتندوی ځواک (سپاه پاسداران) په دې وروستیو کې د هرمز په تنګي کې پر سوداګریزو بېړیو د بریدونو هڅه کړې وه.
پزشکیان: که امریکا په 'اسلام اباد تفاهملیک' کې خپلو ژمنو ته راوګرځي، د ایران اسلامي جمهوریت به هم سملاسي ورته ګام پورته کړي
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د خپل هېواد او امریکا ترمنځ د 'اسلاماباد تفاهم لیک' ته په اشارې سره وویل: ''که چېرې امریکا په تفاهملیک کې خپلو ژمنو ته بېرته راوګرځي، د ایران اسلامي جمهوریت به هم سملاسي ورته ګام پورته کړي.''
د ایران ولسمشر په بشکیک کې د شانګهای همکاریو سازمان د سرمشریزې غونډه کې وویل: ''د هغه سند اړوند د امریکا ژمنتیا چې د دې هېواد د ولسمشر لاسلیک په کې دی، له دوو اوونیو کمه موده دوام وکړ. څرګنده ده، چې د امریکا د ژمنو ماتولو سره د ایران له لوري متناسب ځواب ورکړل شو.''
خو ښاغلي پزشکیان ټینګار وکړ: ''زه په څرګندو ټکو وایم، چې که امریکا په یاد تفاهملیک کې خپلو ژمنو ته بېرته راوګرځي، د ایران اسلامي جمهوریت به هم سملاسي متقابل اقدام وکړي.''
د ایران بېلابېلو سیاسي او پوځي چارواکو په وروستیو اوونیو کې څو ځله ویلي، که امریکا د اسلاماباد تفاهملیک ته بېرته راوګرځي او د هغه مادې عملي کړي، ایران هم دې هوکړې ته بېرته ستنېدو لپاره چمتو دی.
وروستی, د امریکا د ۸۲م هوايي لوا ځواکونو کورنیو ته ویل شوي چې په منځني ختیځ کې به یې ماموریت تر ۲۰۲۷ کال پورې دوام وکړي
په امریکا کې د بي بي سي همکارې سيبياېس خبري شبکې راپور ورکړی چې د امریکا د ۸۲م هوايي لوا د هغو سرتېرو کورنیو ته، چې د روان کال په پیل کې منځني ختیځ ته استول شوي، د دې لوا د قوماندانۍ له خوا خبر ورکړل شوی چې د دوی ماموریت ښايي تر ۲۰۲۷ کال پورې دوام وکړي.
د سيبياېس نیوز د راپور له مخې، دا موضوع په هغه لیک کې اعلان شوې چې د لوا قوماندانانو کورنیو ته استولی دی او دوو امریکايي چارواکو هم د لیک منځپانګه تایید کړې ده.
په دغه لیک کې، چې نېټه یې یکشنبه ده، د شمالي کارولینا ایالت په فورټ براګ کې مېشت د ۸۲م هوايي لوا قوماندانانو ویلي چې د استول شویو ځواکونو د ماموریت موده ښايي په ټولیز ډول تر ۱۲ میاشتو پورې ورسېږي.
د لوا قوماندان جنرال برانډن ټېګمایر او د لوا لوړپوړي بریدمل جېمز براډشا په لیک کې لیکلي دي: "موږ دا موضوع په اسانۍ نه مطرح کوو او پوهېږو چې د ماموریت اوږدېدل پر هرې کورنۍ ډېر فشار راوړي؛ زموږ پر خپلو کورنیو هم."
دا خبر په داسې حال کې خپرېږي چې د امریکا او ایران ترمنځ کړکېچ یو ځل بیا زیات شوی او واشنګټن په وروستیو ورځو کې په سیمه کې نور ځواکونه هم د چمتووالي په حالت کې درولي دي.
سيبياېس راپور ورکړی چې تر ۲۰۲۷ کال پورې د ۸۲م هوايي لوا د ځواکونو د حضور دوام ښايي د دې نښه وي چې د امریکا پوځ په منځني ختیځ کې د اوږدمهاله حضور لپاره چمتووالی نیسي.
وروستی, د یمن د پوځ بریدونه پر حوثي ځواکونو او د هغوی د بېپیلوټه کښتیو په نښه کول
د یمن د پوځ رسنیز مرکز راپور ورکړی چې د دغه هېواد پوځي ځواکونو په څو جبهو کې د حوثیانو پر مورچلو د بېپیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي.
د دې رسنیز مرکز له خوا په خپرو شویو انځورونو کې لیدل کېږي چې بېپیلوټه الوتکې د صعده ولایت په شمال کې د باقم په سیمه کې د حوثیانو اډې په نښه کوي.
دا بریدونه په داسې حال کې ترسره کېږي چې د یمن سمندري ځواکونو په سره سمندر کې د حانیش او زقر ټاپوګانو ته نږدې د حوثیانو د څلورو بېچلوونکو کښتیو د ویجاړولو خبر ورکړی دی.
وروستی, د امریکا د پوځ وزیر له هګسیټ سره له میاشتو اختلافاتو وروسته استعفا وکړه
د وال سټریټ ژورنال د راپور له مخې، د امریکا د پوځ وزیر ډانیل ډریسکول، له دفاع وزیر (پېټ هګسیټ) سره له میاشتو اختلافاتو وروسته، د دې هېواد ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته خپله استعفا سپارلې او تمه کېږي چې په رتلونکو ورځو کې پنټاګون پرېږدي.
وال سټریټ ژورنال د دوشنبې پر ورځ راپور ورکړی چې د ډریسکول او هګسیټ ترمنځ اختلاف د امریکا د اردو د راتلونکي رول کې او د یو شمېر جګپوړو پوځي قوماندانانو د لېرې کولو پر سر سخت شوی و.
سپینې ماڼۍ د ښاغلي ډریسکول د کړنو ستاینه کړې او ویلي یې دي چې هغه د ټرمپ د دفاعي پروګرام په پلي کولو او د چمتووالي په لوړولو او همدا راز د روسیې او اوکرایین ترمنځ په مذاکراتو کې مؤثره ونډه درلوده.
د ډریسکول استعفا د امریکا د اردو مدیریتي وضعیت هم نور هم پېچلی کوي.
وروستی, هرمز تنګي کې او عمان ته نژدې یوه تېل لېږدووکې بېړۍ په نښه شوې
د بریتانیا د سمندري سوداګرۍ عملیاتو سازمان (UKMTO) اعلان وکړ چې په هرمز تنګي کې یوه تېل لېږدوونکې بېړۍ په "نښه شوې ده."
د دغه راپور له مخې، دا تېل لېږدوونکې "په هرمز تنګي کې د تېرېدو او له هغه د وتلو پر مهال" نښه شوی دی.
د بریتانیا د سمندري سوداګرۍ عملیاتو سازمان ویلي چې دا پېښه د عمان د خصب سیمې ختیځ ته په ۳۱ کیلومترۍ کې شوې او بېړۍ "په درېیو ناپېژندل شویو ویشتونکو توکو ویشتل شوې ده."
تر اوسه پورې د دې برید له امله د ځاني زیانونو په اړه کوم راپور نه دی ورکړل شوی.
د دې راپور له خپرېدو څو ساعته وړاندې، په ایران کې غیر رسمي خبري سرچینو د ایران له سوېلي ساحلونو د درېیو بریدونو خبر ورکړی و.
وروستی, اېپي: پر ولسي خلکو د امریکا 'پریسیژن سټرایک' لومړني توغندي کارولو د خطر اندېښنې راولاړې کړې دي
د اسوشېټډ پرېس د خبري اژانس له لوري د دوشنبې په ورځ په یوه ځانګړي راپور کې لیکل شوي: د لاکېډ مارټین شرکت د دقیق برید توغندی "پریسیژن سټرایک" (PrSM) د بل نسل بالستیک توغندي په توګه تشریح کړی؛ هغه وسله چې لوړ ویجاړوونکی ځواک، اوږد واټن او ډېر دقت لري او د امریکا پوځ د خپلې وسلو ذخیرې د پراختیا او مجهز کولو لپاره پرې میلیارډونه ډالره پانګونه کړې ده.
انګېرل کېږي چې د امریکا د لاکېډ شرکت له لوري د جوړو شویو پریسیژن سټرایک توغندیو لومړنی جنګي کارول د ایران د جګړې په لومړۍ ورځ، د ملکي وګړو لپاره د هغوی د خطرونو په اړه اندېښنې راپیدا کړې دي.
د اسوشېټډ پرېس د راپور له مخې، "د پر نفوسه سیمو په نژدې کې د دې وسلې کارول کولی شي د ملکي وګړو لپاره جدي خطرونه ولري. دا پایله د وسله والو نښتو د څار سازمان "ایروارز" د ارزونې او د وسلو له کارپوهانو او پخوانیو دفاعي چارواکو سره د خبرو اترو پر بنسټ ترلاسه شوې ده."
د اسوشېټډ پرېس او پوځي کارپوهانو د ارزونې له مخې چې له دې خبري اژانس سره یې خبرې کړي، هغو درېیو توغندیو چې د فبرورۍ په ۲۸مه د ایران په سوېل کې د لامرد ښار په نښه کړ، د چاودنې له ځایه تر ۵۰ متره لرې ملکي وګړي وژلي او د دې واټن پرتله یې له درې برابره په ډېر واټن کې مالي زیانونه اړولي دي.
د ایروارز موسسه وايي دا توغندي پر یوه ورزشی کمپلېکس او دوو استوګنیزو سیمو له پاسه چاودېدلي دي. د ایراني چارواکو په وینا، په دې برید کې لږ تر لږه ۲۱ ملکي وګړي، چې اوه ماشومان هم په کې دي، وژل شوي دي.
د امریکا پوځ مخکې دا ادعاوې رد کړې وې او د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) اعلان کړی و چې امريکايي ځواکونو د فبرورۍ په ۲۸مه د لامرد پر ښار یا د هغه په ۳۰ مایلي وړانګو کې هېچ ډول برید نه دی کړی او هېڅ "پریسیژن سټرایک" توغندی هم دې سیمې ته نه دی توغول شوی. سېنټکام دغه راز ټینګار کړی چې امریکايي ځواکونه ملکي وګړي نه په نښه کوي.
په هر حال، اسوشېټډ پرېس په خپل راپور کې لیکلي دي چې د وسلو شپږو کارپوهانو دا ارزونه رد کړې او په دې باور دي چې شته شواهد د PrSM توغندي له کارولو سره اړخ لګوي. دغه راز اسرائیلو هم اسوشېټډ پرېس ته ویلي دي چې د جګړې په لومړۍ ورځ یې د ایران پر سویل او د لامرد پر سیمه هېچ ډول برید نه دی کړی.