د اسرائيل سمندري ځواکونو غزې ته مرستې رسوونکې کښتۍ درولې دي

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

د اسرائيل سمندري ځواکونو غزې ته مرستې رسوونکې کښتۍ درولې او د اقلیم او چاپېریال ساتنې برخې فعالې ګریټا تنبرګ په ګډون یې پکې ناست فعالان نیولي دي.

د اسرائيل بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د 'جي‌اېس‌ایف' ډلې کښتې یې "په خوندي ډول درولې" دي او پکې سپاره کسان یې د اسرائيلو اړوند یوه بندر ته لېږدولي.

جي‌اېس‌ایف ډله یا (د نړیوال صمود کښتۍ) د فعالانو یو داسې خوځښت دی چې په غزه کې د اسرائيلو د کلابندۍ ماتولو او فلسطینیانو ته د بشري مرستو رسولو لپاره مبارزه کوي.

د اسرائيل بهرنیو چارو وزارت په دې اړه په خبرپاڼه کې ویلي چې سمندري ځواکونو یې دغو وړو بېړیو ته لارښوونه کړې وه چې خپله لار یا مسیر بدل کړي ځکه چې په وینا یې، هغوی "فعالې جنګي سیمې ته په ور نږدې کېدو دي."

خو 'جي‌اېس‌ایف' ډلې دا مداخله "ناقانونه" بللې او ویلي یې دي چې دا "د دفاعي عمل نه دی" بلکې "پر ناهیلۍ ولاړ سپک چلند" دی.

دې ډلې پرخپله خواله رسنۍ لیکلي، "دا په ښکاره ډول د دې څرګندونه کوي چې اشغالګر په غزه کې د لوږې د دوام او د غزې د څنډې ته کولو لپاره تر کومه بریده مخکې تلی شي. دوی پر یوه سوله‌ييز ملکي ماموریت ځکه برید وکړ چې غزې ته په بریالیتوب سره د مرستو رسول دوی ته د خپلې کلابندۍ ناکامي برېښي."

د پېښې له ځایه په ژوندۍ بڼه خپرېدونکو ویډيوګانو کې داسې نه ښکاري چې د ټولو ۴۴ کښتیو سورلي دې کوزه کړای شوې ده.

د اسرائيل د بهرنیو چارو وزارت همدا راز ویلي چې د کښتیو دې ډلې ته خبر ورکړل شوی و چې دوی د غزې اوبو ته څېرمه "منع شوي سمندري حریم ته د نه ننوتلو له قانونه سرغړونه کوي" – خو تر اوسه دا روښانه نه ده چې کښتۍ په ریښتیا هم له هغه سرسیمه اوښتې وې او که نه.

دغه وزارت هغه ویډيو هم خپره کړې چې د اقلیم او چاپېریال ساتنې برخې فعاله ګریټا تنبرګ په کښتۍ کې ناسته ده او یو اسرائيلی سرتېری اوبه او محافظتي جاکټ ورکوي.

اسرائيلو غزې ته د 'جي‌اېس‌ایف' ډلې له لوري د بشري مرستو رسولو هڅه "پاروونکې" بللې او ویلي یې دي چې "ګریټا او د هغې همکاران خوندي او روغ رمټ دي."

خو دې ډلې ویلي چې د اسرائيل د سمندري ځواکونو د مداخلې پر مهال یې کښتۍ د غزې له سمندرغاړې ۷۰ میله لرې وې او دوی هیله درلوده چې سبا د پنجشنبې په سهار غزې ته بشري مرستې ورسوي.

اسرائيل لا د مخه په تېره جون او جولای میاشتو کې هم د دغو فعالانو مخه نیولې وه او نه یې وو پرېښي چې د کښتیو یا د وړو بېړیو پر مټ غزې ته بشري مرستې ورسوي.

د ملګرو ملتونو له ملاتړه برخمنې يوې ادارې تېره میاشت ومنله چې په غزه کې قحطي روانه ده. د سپټمبر مياشتې په لومړيو کې د ملګرو ملتونو د پلټنو يوه کميسيون وویل چې اسرائیلو په غزه کې نسل‌وژنه کړې.

خو اسرائیل دا اعاوې په کلکه ردوي.

نړیوالې مرستندویه ادارې هڅه کوي چې فلسطینیانو ته خواړه، درمل او نور اړین توکي ورسوي خو اسرائيل په پرله‌پسې ډول دغه راز اکمالات محدود او یا درولي.

اسرائيل ادعا کوي چې ګواکې هڅه کوي دا توکي د حماس لاس ته ور نه شي.

په همدې وخت کې اسرائيل پر غزې ښار داسې مهال بریدونو ته زور ورکړی چې حماس د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا نوي پلان ته د غبرګون په ښکارولو غور کوي.

ویل کېږي چې عربي او ترکي منځګړي په حماس د فشار راوړلو هڅه کوي چې دې پلان ته مثبت ځواب ووايي خو د حماس یوه لوړپوړه غړي ویلي چې حماس ښايي دا وړاندیز رد کړي.

هغه ویلي چې، "په دې پلان کې د فلسطینیانو غوښتنې نه بلکې یوازې د اسرائيلو ګټې په پام کې نیول شوې دي."

دغه چارواکي همداراز بي‌بي‌سي ته ويلي، د دې احتمال شته چې حماس د ډونلډ ټرمپ د پلان له هغو دوو مهمو شرطونو سره هم غاړه یونسي چې د وسلو سپارل او تسلیمېدل دي.‌

په همدې حال کې د اسرائیل دفاع وزیر اسرائيل کاټز د غزې ښار سلګونه زره فلسطینیانو ته وروستی خبرداری ورکړی چې جنوب ته ووځي او ویلي یې دي چې که څوک د حماس پر ضد د عملیاتو پر مهال هلته پاتې کېږي نو هغوی به "ترهګر او د ترهګرۍ ملاتړي" وي.

خو د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي چې "د نړیوال بشري قانون له مخې، ملکي وګړي که په غزې ښار کې پاتې کېږي او که وځي باید خوندي و اوسي."