تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده د افغانستان شمال ته په سفر کې له دښت لیلې لیدنه کړې
د طالبانو مشر ملا هبت الله آخوندزاده د افغانستان ځينې شمالي ولایتونو ته سفر کړی. په تېرو درې کلونو کې او له هغه راهیسې چې طالبان بیا واک ته رسېدلی دا لومړی ځل دی، چې نوموړی د افغانستان شمالي ولایتونو ته سفر کوي.
د جوزجان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس سیف الدین معتصم ځايي رسنیو ته ویلي دي چې ښاغلي آخوندزاده په دغه سفر کې په جوزجان کې له دښت لیلې لیدنه کړی او د جوزجان او سر پل چارواکو سره یې لیدلي دي.
د رپوټونو پر بنسټ دښت لیلې کې له دوو زرو د زیاتو طالب جنګیالیو ډله ییز قبرونه شته، چې د ۱۹۹۷ او ۲۰۰۱ کلونو تر منځ د طالب ضد وسله والو ډلو لخوا وژل شوي وو.
له دې مخکې د طالبانو د حکومت یو شمېر لوړپوړو چارواکو شمال ته د خپلو سفرونو په ترڅ کې له دښتې لیلې لیدنه کړې ده، چې په هغو کې د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني او د دوی د دفاع وزارت مرستیال ملا فاضل مظلوم هم شامل وو.
مولوي هبت الله په دې سفر کې له ولسي خلکو سره نه دي لیدلي او د یوې اعلامیې په لړ کې ویل شوي، ده په خپلو چارواکو غږ کړی، چې له دوګونی چلن او قوم پالنې څخه ډډه وکړي.
د افغانستان جوزجان او سرپل ولایتونو کې ډېری وګړي ازبیک توکمه دي.
همدارنګه په دغه خبرپاڼه کې راغلي چې هبت الله آخوندزاده د امربالمعروف او نهي عن المنکرنوی توشیح شوي قانون پر پلي کولو ټینګار کړی.
په دې قانون کې له کوره د بهر د ښځو غږ ستر ګڼل شوی او په حجاب یې ټینګار شوی چې نړیوال غبرګونونه یې را پارولي دي.
په کندهار کې مېشت د طالبانو مشرهبت الله اخوندزاده د کابل په ګډون ځینو ولایتونو ته سفرونه کړي، خو تر اوسه عام محضر کې نه دی لیدل شوی.
د جوزجان یوه اوسېدونکي په دې هکله بي بي سي ته وویل:
"خبر شوو چې تېره ورځ تالاشۍ ډېرې وې او شبرغان ښار ته راغلی و، بیا دشت لیلې ته تللی و، چې شهیدانو ته دعا وکړي. دویم دا چې خلکو دی نه دی لیدلی خو له لوړپوړو چارواکو سره غږېدلی او د جنرال دوستم په پخواني کور کې يې له هغوی سره لیدلي. له عامو خلکو سره يې نه دي لیدلي او دوی ته له نږدې خلکو سره يې لیدلي. "
د جوزجان دا اوسېدونکی وايي، که چېرې یې ښاغلی هبت الله یې لیدلی وای، ورنه غوښتي به یې وو، چې د نجونو ښوونځي پرانيزي:
"که مې لیدلی وای، ترې غوښتي به مې وای چې د نجونو ښوونځي پرانیزي، کار او کسب ډېر کړي، سړکونه جوړ کړي او وطن ته خدمت وکړي، چې د وطن ځوانان بهر ته لاړ نشي، دا ځوانان خپل وطن ته کار وکړي او د کار فرصت خلکو ته برابر کړي. ښځو ته هم همدغسې، دا ملک ډاکټرې او انجنیرې ته اړتیا لري. د افغانستان د خلکو بله غوښتنه نشته، فقط غواړي چې آرامي وي، کار وي، ارزاني وي، په تېره بیا د ښځو ښوونځي او کار خو ډېر اړین دي. "
طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي او پوهنتونه بند کړي دي. همدارنګه د ښځو پر وړاندې د دوی ځپوونکي قانون نړیوال غبرګونه را پارولي دي.