"د سپوږمۍ دوه ټوټې" د سپوږمۍ پر ډبرو څېړنې
"د سپوږمۍ دوه ټوټې" د سپوږمۍ پر ډبرو څېړنې
د خپرېدو وخت
د سپوږمۍ په تړاو له کلونو راپدې خوا څېړنې کېږي او ساینس پوهان په سپوږمۍ پورې تړلو شیانو له معاینې او څېړنو پر سپوږمۍ لا ښه ځان پوهوي.
د دې له ډلې د سپوږمۍ پر دوو تیږو د انګلنډ په اوپن پوهنتون کې څېړنې روانې دي چې په بېلا بېلو وختونو کې تر ځمکې رارسېدلې دي. ساینس پوهان غواړي چې په سپوږمۍ د مهمو عناصرو لکه نایتروجن، هایدروجن او کاربن په تړاو پوه شي او له همداسې څېړنو هلته د اوبو او ان د ژوند کولو په تړاو معلومات کوي.
هره څېړنه کلونه وخت نیسي او ممکن هر ساینس پوه په خپل ژوند کې د یوې بریالۍ څېړنې ترسره کول د ځان لپاره کافي وبولي. زموږ همکار ندیم اشرف د انګلنډ په اوپن پوهنتون کې دا ډبرې لیدلې دي او له ساینس پوه سره یې پرې خبرې کړې دي.



