د پاکستانۍ ویزې کړاو: یو میاشتنی ماشوم د سوري زړه درملنې لپاره د ناپېژانده کس په لاس پېښور ته وړل شوی

عظمت الله بي بي سي ته وویل، دا هر څه یې د انسانیت لپاره کړي دي.
د عکس تشریح، عظمت الله بي بي سي ته وویل، دا هر څه یې د انسانیت لپاره کړي دي.
    • Author, عزیز الله خان
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

مدثر خان، چې د یوې میاشتې ماشوم دی، زړه یې سوری دی، خو مور او پلار یې ویزه نه لرله چې هغه د درملنې لپاره پاکستان ته یوسي، نو د مجبورۍ له مخې یې هغه د یوه چا په لاس پېښور ته واستاوه.

دا ناپېژانده کس عظمت الله نومېږي چې په افغانستان کې د یوه ښوونځي ښوونکی دی. عظمت الله او مدثر خان دواړه له تېرو لسو ورځو راهیسې د پېښور د حیات اباد په طبي کمپلیکس کې دي او د مدثر خان درملنه روانه ده.

عظمت الله له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، پاکستان ته د یو میاشتیني ماشوم راوړل ورته اسانه نه و: "مور به یې هر وخت زنګ واهه او پوښتلم به یې چې زوی یې څنګه دی؟ ژاړي خو به نه؟ چوشک کې دې شیدې ورکړي؟ ما ته یې ویډیو را ولېږه."

عظمت الله تېر لوی اختر له دې ماشوم سره د پېښور د حیات اباد په روغتون کې تېر کړ: "ما دا هر څه د انسانیت لپاره کړي چې دا ماشوم روغ شي. په دې سره به خدای له ما راضي او ماته به یې اجرونه راکړي."

د مدثر خان مور لس ورځې د خپل کور او تورخم دروازې ترمنځ په تګ راتګ وه، که ګویا وتوانېږي پېښور ته واوړي او له خپل زوی سره یو ځای شي.

هغه به چې جلال اباد کې خپل کور ته لاړه، نو د زړه ناکرارۍ یې اړوله چې بېرته تورخم ته لاړه شي.

د قبایلي چارو په برخه کې د پاکستان د صدراعظم مرستیال او له باجوړ څخه د ملي شورا غړي مبارک زېب بي بي سي ته وویل، د مدثر خان له کیسې د خواله رسنیو له لارې خبر شو او بیا یې لیدو لپاره روغتون ته لاړ: "بیا مې د کورنیو چارو له وزیر طلال چوهدري سره اړیکه ونیوله او د خپلو سرچینو له لارې مې هم هڅې وکړې چې مدثر سره یې مور یو ځای شي."

هغه وايي، د جمعې سهار د جون ۱۳مه د مدثرخان مور ته اجازه ور کړل شوه چې پاکستان ته ننوځي او اوس د ماشوم درملنې ته بشپړه پاملرنه کېږي.

پر نا اشنا کس د ماشوم ژغورلو باور

د مدثر خان پلار سباوون چې د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ اوسېدونکی دی، بي بي سي ته وویل، تېره میاشت چې مدثر خان پیدا شو، څو شپې وروسته پکې د ناروغۍ نښې نښانې را څرګندې شوې.

هغه وايي، په ننګرهار کې راته ډاکټرانو وویل چې ماشوم د درملنې لپاره باید کابل ته یوسم، خو په کابل کې راته ډاکټرانو د پاکستان وویل.

خو سباوون او مېرمنې یې د پاکستان ویزې نه لرلې چې مدثر خان د درملنې لپاره پېښور ته یوسي. دوی له ماشوم سره تورخم دروازې ته لاړل که ګویا د ناروغ ماشوم د درملنې لپاره د پېښور تر روغتونونو پرېښودل شي.

د مدثر خان له مور او پلار سره د سفر پر مهال یو ځايي اوسېدونکی عظمت الله هم ملګری شوی و چې پاسپورټ او د پاکستان ویزه یې لرله.

عظمت الله بي بي سي ته وویل، د مدثر خان مور او پلار یې نه پېژندل، خو د ده یو ملګری د مدثر خان د پلار سباوون ملګری هم و.

عظمت الله وايي، کله یې چې د مدثر خان مور او پلار ته پېښور ته د تلو اجازه ور نه کړه، نو هغوی مدثر ماته وسپاره چې د پېښور یوه خصوصي روغتون ته یې یوسم.

هغه وايي، مدثر خان یې دولتي روغتون 'حیات اباد طبي کمپلیکس' ته یووړ، خو د اختر د رخصتیو له امله، په روغتون کې متخصص ډاکټران نه وو، نو اړ شو ماشوم په پېښور کې خپل کور ته یوسي:

"یوه ورځ، د ماشوم حالت خراب شو، نو بل خصوصي روغتون ته مو یووړ، هلته یې درملنه وشوه او د ماشوم حالت لږ څه ښه شو."

عظمت الله له اختره وروسته مدثر خان بېرته حیات اباد طبي کمپلیکس ته راوړ چې دمګړۍ هلته تر درملنې لاندې دی.

په افغانستان کې د روغتیايي اسانتیاوو نشتوالي له امله د افغان ناروغانو تکیه د پاکستان پر روغتونونو ده

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په افغانستان کې د روغتیايي اسانتیاوو نشتوالي له امله د افغان ناروغانو تکیه د پاکستان پر روغتونونو ده

سباوون خان بي بي سي ته وویل، کله یې چې مدثر خان عظمت الله ته سپاره، نو د یوې میاشتې و او د مړولو لپاره یې د مور شیدې هم اړینې وې: "دا زموږ لپاره ډېره ستونزمنه پرېکړه وه، خو د مدثر خان حالت هم د زغم نه و."

سباوون بي بي سي ته وویل، دوی د مدثر د پالنې له امله له عظمت الله څخه ډېره مننه کوي. ځکه مدثر خان ته باید په چوشک کې شیدې ور کړل شوی وای، هغه پاک شوی وای، د ژړا مخه یې نیول شوې وای؛ دا ټولې چارې له کړاوه ډکې دي او یوازې میندې یې د کولو وړتیا لري.

د پردي ماشوم لپاره پور

د پېښور په خصوصي روغتونونو کې درملنه خورا ډېرې پيسې غواړي، ان په دولتي روغتونونو کې هم د درملنې لپاره هم ډېر لګښت ته اړتیا ده.

عظمت الله بي بي سي ته وویل: "کله چې د مدثر خان مور او پلار هغه ما ته را وسپاره، نو ۵۵ زره کلدارې یې د هغه د درملنې لپاره راکړې، خو دا پیسې په درېیو ورځو کې په خصوصي روغتون پر درملنې ولګېدې. بیا مې د مدثر له پلاره د نورو پیسو غوښتنه وکړه، خو ما له خپلو ملګرو پیسې پور کړې چې د مدثر خان درملنه ممکنه شي."

عظمت الله وايي، له خدایه غواړي مدثر روغ شي: "زه غواړم ماشوم له ناروغۍ پاک حالت کې والدینو ته وسپارم."

د حیات اباد طبي کمپلیکس ډاکټر عطاءالله بي بي سي ته وویل، ماشوم اوس مهال تر معایناتو لاندې دی، د هغه د مغزو معاینه مو وکړه، کومه ستونزه نه شته، زړه کې یې څه مسله شته او دا چې بدن یې کلسیم نه تولیدوي. هغه تر څارنې لاندې دی او درملنه یې روانه ده.

د پاکستان پر روغتیايي مرکزونو د افغانانو تکیه

د تېرو څو لسیزو جګړو له امله په افغانستان کې روغتیايي اسانتیاوې نسبتا ډېرې کمې دي، نو ځکه ګڼ شمېر افغانان اړ دي د پېچلو درملنو لپاره پېښور یا اسلام اباد ته مخه کړي.

ډېری افغان ناروغان په پاکستان کې خصوصي روغتونونو ته ځي، خو د ویزې جبري کولو او په 'سختۍ تر لاسه کېدو' له امله دوی له ستونزو سره مخامخ دي.

په پاکستان کې د خصوصي روغتونونه لوی شمېر مراجعین افغان ناروغان دي. ډاکټران وايي، افغان ناروغان پېښور یا اسلام اباد کې خپله درملنه ځکه غوره ګڼي چې د سفر لګښتونه یې کم دي او د خلکو ژبه او کلتور یې یو دی.

د ښځو د حقونو او د افغان کډوالو د هوساینې د برخې فعالې فوزیه خان بي بي سي ته وویل: "په پوله کې د تګ راتګ پر سختو شرایطو باید بیا غور وشي."