مکسوېل د کانګرس په اورېدنه کې د اېپسټین په اړه له ځواب ویلو ډډه وکړه
مکسوېل د کانګرس په اورېدنه کې د اېپسټین په اړه له ځواب ویلو ډډه وکړه
د خپرېدو وخت
ګیسلېن مکسوېل، چې د جنسي مجرم جېفري اېپسټین نژدې همکاره وه او محکومه شوې ده، د دوشنبې په ورځ د امریکا د استازو جرګې د څار کمېټې پوښتنو ته له ځواب ورکولو انکار وکړ.
مکسوېل د ټکساس له زندانه، چېرته چې د جنسي قاچاق په جرم د ۲۰ کلونو بند سزا تېروي، د تړلو دروازو تر شا ناستې له لارې په مجازي ډول حاضره شوه.
د دې کمېټې جمهوريپال مشر جېمز کومر وویل چې "لکه څنګه چې تمه کېده"، مکسوېل د اساسي قانون پنځم تعدیل ته پناه یووړه او د چوپ پاتې کېدو حق یې وکاراوه.
د امریکا د اساسي قانون پنځم تعدیل امریکایانو ته حق ورکوي چې د لوړې پرمهال د پوښتنو نه ځوابولو سره د ځان له تورنولو مخنیوی وکړي.



