بلوچستان کې بریدونه او بېړنی حالت

د ویډیو تشریح، بلوچستان کې بریدونه او بېړنی حالت
بلوچستان کې بریدونه او بېړنی حالت
د خپرېدو وخت

د پاکستان د بلوچستان په مرکزي ښار کوټه او د صوبې په بېلابېلو ښارونو کې له نن سهار راهیسې د چاودنو او ډزو رپوټونه ورکړل شوي دي.

د پاکستان د بلوچستان په مرکزي ښار کوټه او د صوبې په بېلابېلو ښارونو کې له نن سهار راهیسې د چاودنو او ډزو رپوټونه ورکړل شوي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، په دې بریدونو کې لس امنیتي سرتېري او ۳۷ بریدګر وژل شوي دي. محسن نقوي دا د "فتنة الهند" کار بللی او ادعا کوي چې د بریدګرو ځینې بریدونه یې شنډ کړي دي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي، بلوچستان کې ترهګرو په ۱۲ ځایونو بریدونه کړي، چې په کې کوټه، نوشکي، دالبندین، پسني او ګوادر شامل دي.

د وزیراعظم د دفتر په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې په بېلابېلو عملیاتو کې ۸۸ ترهګر وژلي شوي دي.