افغانستان کې د ناټو په اړه ټرمپ څرګندونو ته غبرګونونه
افغانستان کې د ناټو په اړه ټرمپ څرګندونو ته غبرګونونه
د خپرېدو وخت
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له هغې ادعا وروسته چې وايي، د متحدینو پوځیان په افغانستان کې د جګړې له لومړیو کرښو ''یو څه شاته پاتې شوي وو''، د برېتانیا شهزاده هري وايي، د ناټو سرتېرو قربانۍ باید ''په رښتینولۍ او درناوي سره یادې شي''.
شهزاده هري زیاته کړه: ''ما هلته خدمت کړی. ما هلته د ټول عمر ملګري پیدا کړل او ما هلته خپل ملګري له لاسه ورکړل.''
د ټرمپ دې څرګندونو د نړیوالو متحدینو سخت غبرګونونه راوپارول او د برېتانیا لومړي وزیر سر کېیر سټارمر دا خبرې ''له سپکاوي ډکې او رښتیا هم د نه منلو وړ'' وبللې.



