چیلسي له شاختار دونیڅک اوکرایینی لوبغاړی میخایلو مودریک په ۱۰۰ میلیون یورو اخیستی

میخایلو مودریک

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

چیلسي لوبډلې په وروستیو کې له اوکراییني شاختار دونېڅک لوبډلې نه اوکرایینی لوبغاړی میخایلو مودریک په ۷۰ میلیون یورو د اتو کلونو لپاره اخیستی دی.

دغه ۲۲ کلن اوکرایینی لوبغاړی تر اوسه له اوکرایین بهر نه دی لوبېدلی.

نوموړي سږ کال د اروپا په اتلولیو کې ځان مشهور کړ او د جرمني لوبډلې پر وړاندې یې هلته درې ګولونه ووهل.

د سکاټلنډ سلټیک لوبډلې پر وړاندې یې هم دوه ګوله وکړل.

تر دې مخکې یوازې د اوکرایین په سیمه ییزو لوبډلو کې لوبېدلی او ۴۷ ګولونه یې کړي دي.

مودریک د خپل هېواد لوبډلې په اتو لوبو کې لوبېدلی.

ده په خپله لوبډله کې د دویم کال لپاره پرله پسې د غوره لوبغاړي جایزه هم ګټلې ده.

د مودریک نور لګښت به هم شاوخوا ۳۰ میلیون یورو وي.

د دې معاملې ارزښت وروسته تر هغه لوړ شو چې شاختار دونېڅک لوبډلې د فیفا له هغې پرېکړې وروسته خپل ټول بهرني لوبغاړي له لاسه ورکړل چې د جګړې له کبله یې په اوکرایین کې د جګړې له کبله د ټولو نااوکراییني لوبغاړو د تړون ځنډولو ته اجازه ورکړه.

میخایلو مودریک

د عکس سرچینه، Getty Images

له دې پرېکړې وروسته اوکراییني لوبډلې له فیفا د ۴۳ میلیون یورو تاوان غوښتنه وکړه.

د اونۍ پای کې مودریک هیله وښوده چې د سرو زرو توپ به وګټي.

ده د شاختار دونېڅک لوبډلې وېبپاڼې ته ویلي: "هېچا دا تمه نه لرله چې د ۲۰۲۱ کال غوره لوبغاړي جازه به وګټم او هېڅوک دا تمه نه لري چې د سرو زرو توپ به وګټم، خو یوه ورځ به دا کار کېږي، دا زما له شخصي هدفونو یو دی".

د برایټون اوسني ایټالوي روزونکي روبرتو زیربي چې په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کې یې د شاختار مشري هم کړې ویلي: "باوري یم چې مودریک به په راتلونکې کې زرین توپ وګټي".

د شاختار مشر رینات احمدوف ویلي:‌ "ډاډه یم چې میخایلو به ژر د ټولو نړیوالو فوټبال لوبغاړو د احترام وړ کس وګرځي".

چیلسي مودریک یو "ماهر لوبغاړی" بللی چې په وینا یې "له چټکتیا برخمن" دی او په اروپا کې یو له خطرناکو یرغلګرو لوبغاړو څخه دی".