تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پر ښوونکې د شپږ کلن ماشوم ډزې؛ '۴۰ میلیون ډالر راکړئ'
یوې امریکایۍ ښوونکې وروسته تر هغه د ۴۰ میلیون ډالرو غوښتلو قضايي دعوه کړې چې یوه شپږ کلن زدکوونکي پرې د تومانچې ډزې وکړې.
دغه ښوونکې په ښوونځي کې پر مسؤلو کسانو د ناغېړۍ تور لګوي.
محکمې ته په وړاندې شوې دعوه کې راغلي تورن کسان پوهېدل چې ماشوم "د تاوتریخوالي سابقه هم لري".
۲۵ کلنه ابیګیل (ابي) زویرنز په لاس په مرمۍ لګېدلې ده او بله مرمۍ یې پر سینه لګېدلې چې له کبله یې دوې اونۍ په روغتون کې بستر شوه. د هغې څلور جراحي عملیات وشول.
زدکوونکي د نیوپورټ نیوز ښار لومړني ریشنیک ښوونځي ته تومانچه په بکس کې راوړې وه.
د ویرجینیا بیچ ښار په شمال لوېدیځ دې ښار کې شاوخوا ۱۸۰ زره کسان اوسېږي.
د ماشوم هویت نه دی اعلان شوی.
د پولیسو مشر له پېښې وروسته سټیف درو ښوونکې اتله یاده کړې ده.
ماشوم د خپلې مور تومانچه ورسره وړې. د هغه مور د قانون مطابق تومانچه ساتله.
محکمې ته په وړاندې شوې دعوه کې راغلي چې ماشوم تېر کال خپله ښوونکې هم زندۍ کړې ده.
دغه ماشوم نور زدکوونکي وهلي او کارمنان یې کنځلي هم دي.
په دعوه کې ویل شوي چې همدغه ماشوم د ډزو له پېښې دوې ورځې مخکې په ټولګي کې د خپلې ښوونکې موبایل مات کړی، چې په بدل کې ماشوم یوازې یوه ورځ مدرسې ته نه دی پرېښودل شوی.
د ماشوم کورنۍ وايي بچی یې له رواني اړخه جوړ نه دی او ډېر کم وخت د مور یا پلار له ملتیا پرته ښوونځي ته ځي.