پاکستان کې یوه ښځه چې په جامو یې عربي توري لیکل شوي و، له قهرېدلو خلکو وژغورل شوه

د ویډیو تشریح، پاکستان کې یوه ښځه چې په جامو یې عربي توري لیکل شوي و، د خلکو له قهرېدلي ټولي ژغورل شوې
پاکستان کې یوه ښځه چې په جامو یې عربي توري لیکل شوي و، له قهرېدلو خلکو وژغورل شوه
د خپرېدو وخت

په پاکستان کې د عامو خلکو ډلې یوه ښځه ځکه اسلام ته په سپکاوي تورنه کړې وه، چې پر جامو یې د عربي ژبې توري لیکل شوي و. پولیسو هغه ژغورلې او د سلګونه راټولو شویو کسانو له منځه یې خوندي ځای ته بیولې ده.

دغې ښځې بیا وروسته د پولیسو مرکز کې له خلکو بښنه وغوښته. د هغې پر جامو د "الحیاة حلوة" په نامه توري لیکلی شوي و، چې په عربي کې د " ژوند ښکلی دی" مانا لري.

پاکستان کې دیني مقدساتو ته د سپکاوي سزا اعدام دی. خو ځینې کسان ان مخکې له دې چې دوسیې یې محکمې ته لاړ شي وژل شوي دي.

نوره کیسه یې دلته لوستلی شئ