تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ملاله یوسفزۍ پاکستاني استازي ته: پر ښځو بندیز پښتني نه، بلکې 'طالباني کلتور دی'
د سولې نوبل جایزې پښتنې ګټونکې ملالې یوسفزۍ په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د دایمي استازي منیر اکرم هغو څرګندونو ته غبرګون ښودلی چې ویلي یې وو "زموږ له نظره هغه بندیزونه چې د افغان چارسمبالي حکومت له لوري لګول شوي، تر ډېره د پښتنو له کلتوري برخې سرچینه اخلي، نه له مذهبه."
ملالې یوسفزۍ ویلي، د یوې پښتنې، پاکستانۍ او مسلمانې ښځې په توګه باید له دې څرګندونو سره سخت مخالفه یم. سفیر چې هغه وخت د دغو څرګندونو په تړاو بښنه وغوښته، هڅه یې وکړه چې په نا انساني ډول د ښځو ځپلو مسله چې افغان ښځې ورسره مخامخ دي، د پښتنو پر کلتور پورې وتړي. حال دا چې طالبان ښايي خپلو موخو ته د رسېدو لپاره خپل باور او میراث بدل کړي.
ملایې لیکلي، دا یوه له هغو پښتنو نجونو ده چې پخپله ټولنه کې یې د نجونو د تعلیم او د ښځو د برابرۍ او سولې لپاره خپل ژوند په خطر کې ورکړی و.
"په ټول افغانستان او پاکستان کې، د ترهګرو ډلو په لاس پښتانه له ځپلو، بې ځایه کېدنې او وژنې ځور ويني".
ملاله د بېلګې په توګه وايي، ښوونځي ته پخپل کلي کې تللې ده او هیله یې دا وه چې د ګاډو جوړولو مسترۍ یا ډاکټره او یا ان لومړۍ وزیره شي. "پلار مې تر خپله وسه زه تعلیم ته هڅولم، هغه یو ویاړلی پښتون دی او د ښځو او نجونو اړوندو مسلو او زما د برخلیک په اړه به یې به علني ډول غږېده."
دا وايي، دا پښتني ټولنه نه وه چې دا یې له تعلیم راګرځولې وه، بلکې ددې په ټکو پاکستاني طالبانو د نجونو پر تعلیم بندیز لګولی و او ښځې یې له کورونو بهر ته نه پرېښودې.
ددغې پښتنې فعالې په وینا، د افغانستان او پاکستان پر کرښه پرتو پښتنو له نورو پرګنو (تاجکو، هزاره، اوزبک او نورو ټبرونو سره) اوږه په اوږه د ښځو له حقونو دفاع کړې ده او لا یې هم ځینې تر ننه پخپل هېواد کې په ښکاره د ښځو د حقونو او تعلیم ددفاع پخاطر خپل ژوند خطر ته ورکړی دی.
ملاله وايي، پښتانه هغه قوم دی چې د خپلو نسلونو نجونې یې روزلې او په هر ډګر یې ځلېدلې دي
وروسته تر هغه چې پر منیر اکرم نیوکه ډېرې شوې، هغه د خپلو څرګندونو له امله بښنه وغوښته او ویې ویل خبرې یې سمې نه وې او ده د پاکستان دریځ منعکس نه شو کړای.
منیر اکرم په خپله ټوېټر پاڼه خپاره شوي پیغام کې ویلي زه پښتني کلتور ته ژور درناوی لرم، زده کړو ته د ښځو او نجونو د لاسرسي مخنیوی نه اسلامي دی او نه هم پښتني کلتور.
د منیر اکرم څرګندونو ته ملالې یوسفزۍ پخپلو خبرو کې دا هم ویلي، "دا ادعا نه کوم چې د پښتنو ټولنې بالکل ستونزه نه لري، د نړۍ په نورو برخو کې هم دا حال دي، هره ټولنه خپلې ښېګڼۍ او بدۍ لري. لاهم زموږ نجونې او ښځې له ډېرو محدودیتونو سره مخامخ دي. د هلکانو پرتله زموږ ډېرې نجونې له ښوونځي بهر دي. ګڼې نجونې اجباري ودونو ته اړایستل کېږي".
په افغانستان کې طالبانو ظاهراً د ملالې یوسفزۍ دې څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.