کرېکټ: په بېګ باش سیالیو کې د مجیب الرحمن راتلونکی ناڅرګند حالت؛ د ملي لوبډلې روزونکي تړون غځول شوی

    • Author, خوشحال تایب
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

مجیب الرحمن به د سې شنبې په ورځ د مېلبورن سټارز پر وړاندې راتلونکې لوبه کې د دې لوبډلې په نوملړ کې نه وي. ځکه هغه د نه اعتراض ( اېن او سي) شرایطو کې بدلونه راغلی دی.

مجیب، چې د بېګ باش په سږني فصل کې یې د رېنېګېډز په یوازینۍ بریا کې مهم رول لوبولی و، تېره میاشت د افغان کرېکټ بورډ له خوا له بندیزونو سره مخ شو.

کرېکټ بورډ په هغه پرېکړه کې د تېز توپ اچوونکو نوین الحق او فضل الحق فاروقي ترڅنګ، مجیب د ۲۰۲۴ کال لپاره د مرکزي قراردادونو له لیست څخه د اېستلو پرېکړه وکړه.

د بورډ له خوا په لګول شوې جریمې کې په شل اوریزه لیګونو کې د ګډون لپاره د نه اعتراض ( اېن او سي) دوه کلن بندیز او لغوه کول شامل دي.

تر هغې پرېکړې وروسته په پیل کې، رېنېګېډز لوبډلې ویلي، په بېګ باش سیالیو کې له لوبډلې د مجیب د لېرې کېدو کومه نښه نه شته. خو وروستي اعلان روښانه کړه چې د مجیب د نه اعتراض ( اېن او سي) په شرایطو کې بدلون د دې لامل شو چې هغه له لوبډلې څخه لېرې کړي او په راتلونکو لوبو کې به نه وي.

د رېنېګېډز لوبډلې په خپله اعلامیه کې ویلي، "مجیب الرحمن به لوبه ونه کړي ځکه چې د هغه د نه اعتراض (اېن او سي) په شرایطو کې بدلون د دې لامل شوی چې هغه له سکواډ څخه لېرې شي."په افغان کرېکټ بورډ کې یوې سرچینې بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وویل، د دغو لوبغاړو نه اعتراض ( اېن او سي) لیکونو په تړاو یوه کمېټه په کار بوخته ده او یوې پرېکړې ته تر رسېدو وروسته به یې پایلې ژر اعلان شي. خو دا یې ونه ویل چې پرېکړه به کله وشي.د دریو لوبغاړو له ډلې نوین او فاروقي ته بېرته د افغانستان کرېکټ بورډ له خوا د متحده عربي اماراتو پر وړاندې د افغانستان د روانو شل اوریزو سیالیو لړۍ په ۱۸ کسیزه لوبډله کې ځای ورکړل شوی خو مجيب په کې نشته.

بل پلو افغان کرېکټ بورډ اعلان کړی چې د ملي لوبډلې د مشر روزونکي جانتن ټراټ قرارداد یې غځولی دی.

د افغان کرېکټ بورډ له خوا په خپرې شوې اعلامیې کې ویل شوي، "د ملي لوبډلې د اوسني مشر روزونکي جانتن ټراټ قرارداد د یوه بل کال لپاره وغځول شو. کرېکټ بورډ وايي له ښاغلي ټراټ سره د تړون د غځېدو لامل د نوموړي غوره کارکردګي او ورسره د ملي لوبډلې د لاسته راوړنو د کچې لوړېدل دي، چې پر بنسټ به یې ټراټ د ۲۰۲۴م کال تر پایه له افغانستان کرکټ بورډ سره وي."