تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د افغان طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته؛ دواړو لوريو "درنې وسلې" کارولې
د افغانستان په جنوب ختيځ خوست ولايت کې د افغان طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ د شنبې په ورځ ( ۷ سپټمبر) د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې تازه نښته شوې ده.
دغه نښته د خوست ولايت د ځاځي ميدان ولسوالۍ اړوند سيمه کې رامنځ ته شوې چې د دواړو لوريو له خوا په کې سپکې او درنې وسلې کارول شوې دي.
د بي بي سي خبريال حفيظ الله معروف چې له ځايي طالب چارواکو او سيمه ييزو خلکو سره غږېدلی وايي جګړه اوس درېدلې ده.
ځايي چارواکو ويلي، نښته پرون مازديګر، هغه مهال پيل شوه چې پاکستاني پوځيانو په هغو طالب ځواکونو درنې ډزې وکړې چې غوښتل يې په خپله خاوره کې پوسته جوړه کړي.
د طالب چارواکو په وينا پاکستاني لوري پرې لومړی ډزې پيل کړي چې دوی يې هم په سپکو او درنو وسلو ځواب ورکړ.
په نښته کې د مرکژوبلې او اوښتي زيان په اړه کره معلومات نشته او په رسمي ډول هم په دې اړه څه نه دي ويل شوي خو پاکستاني رسنۍ بيا وايي، کورمه کې پر يوې امنيتي پوستې د افغان طالبانو د توغندي لګېدو له کبله د يوه افسر په ګډون پنځه تنه پوځيان ټپيان شوي.
بل پلو افغان لوري ته هم د ځايي چارواکو او وګړو له خولې د څلورو کسانو د ټپي کېدو خبره کېږي.
د پاکستاني رسنيو په وينا، د افغانستان له خوست ولايت څخه پر کورمې بريدونه شوي چې په ترڅ کې يې يو توغندی پر امنيتي پوستې لګېدلی دی.
پر ټولنيزو رسنيو يو شمېر ويډيوګانې هم خپرې شوې چې په کې په سيمه کې د ډزو غږونه اورېدل کېږي.
تېره اوونۍ هم دلته د دواړو لوريو تر منځ نښته شوې وه.
د يادونې ده چې تر دې وړاندې هم د افغان طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې په بېلابېلو سیمو کې نښتې شوې دي چې مرګژوبله يې هم لرله.