ژورې څاه ته غورځېدلې زمرۍ

د ویډیو تشریح، ژورې څاه ته غورځېدلې زمرۍ
ژورې څاه ته غورځېدلې زمرۍ
د خپرېدو وخت

په دې ویډیو کې د هند په کجرات ایالت کې یوې ۱۳ متره ژورې څاه ته د غورځېدلې زمرۍ د ژغورل کېدو شېبې ښکاري.

دا زمرۍ یوه ځايي کروندګر لیدلې او بیا یې د ځنګلونو ادارې ژغورنډلې ته خبر ورکړی و. د ژغورنې عملیاتو شاوخوا دوه ساعته وخت واخیست.

دې ځای ته نږدې د هند ګیر ملي پارک پروت دی، چې د لمنځه تللو له خطر سره د مخامخ اسیايي نسله زمریانو استوګنځی دی.