تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
'پاکستاني پولیسو هغه افغان کډوال ایستلي چې امریکا ته لېږدول کېدل'
- Author, ابراهیم امیري
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
رپوټونه وايي پاکستاني پولیسو لسګونه هغه افغانان نیولي او بېرته یې افغانستان ته شړي چې په اسلام اباد کې د امریکا ویزو ته په انتظار وو.
د اکتوبر په میاشت کې امریکايي چارواکو له پاکستانه غوښتنه کړې وه چې د امریکا ویزو ته انتظار افغانانو دې نه نیسي او بېرته دې افغانستان ته نه استوي.
خو ځینو هغو چې بېرته په اجباري ډول استول شوي له رویترز خبري اژانس سره خبرې کړي او ویلي دي چې پاکستاني پولیسو د امریکا د سفارت لخوا دوی ته ورکړو اسنادو ته هم پام ونه کړ.
ویل شوي چې دا کسان د پاکستان د ویزو د نه لرلو له امله افغانستان ته استول شوي دي.
د افغان ایواک یا هغه بنسټ چې له افغانانو سره امریکا ته په تګ کې مرسته کوي مشر رویترز خبري اژانس ته ویلي چې لږ ترلږه ۱۳۰ تنه هغه افغانان چې په امریکا کې یې د ایس ای وي کیسونه لرل او امریکا ته یې د تګ چارې په جریان کې وې د پاکستاني پولیسو لخوا نیول شوي او په اجباري ډول بېرته افغانستان ته استول شوي دي.
له دې ډلې دوو کورنیو له رویټرز سره خبرې کړې او ویلي یې دي چې د امریکا د سفارت لخوا یې ترلاسه کړې اسناد پاکستاني پولیسو ته وښودل، خو هغوی ورته پام ونه کړ.
د افغان ایواک بنسټ مشر ویلي چې پاکستاني پولیسو له ۲۳۰ نه ډېر افغانان چې د امریکا وېزو ته په انتظار دي نیولي وو چې ۸۰ تنه یې بېرته خوشي شوي دي.
د رویټرز د رپوټ له مخې، د نومبر میاشتې د لومړۍ نېټې په رانژدې کېدو سره چې پاکستاني چارواکو له پاکستانه د ناثبت شویو افغان کډوالو د ایستلو لړۍ د پیل لپاره ټاکلې وه د امریکا سفارت زرګونو افغانانو ته لیکونه واستول چې د نیول کېدو په وخت کې یې پولیسو ته وښيي او دا ثابته کړي چې امریکا ته یې د تګ کیسونه په جریان کې دي.
د اکتوبر په میاشت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند هم ویلي وو چې د هغو افغانانو لیست یې له پاکستاني چارواکو سره شریک کړی چې امریکا ته د لېږدولو لپاره په پاکستان کې انتظار دي.
دا ډېری هغه کسان دي چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو د مخه یې په افغان پوځ کې دندې لري او یا یې له امریکايي ځواکونو سره په یوه بڼه همکاري کوله.
د یادونې ده چې د دغو اکثرو کسانو د پاکستان د وېزو وخت پای ته رسېدلی او امریکايي چارواکو له پاکستانه غوښتنه کړې وه چې د دوی له نیولو او افغانستان ته یې له بېرته استولو ډډه وکړي، خو ځینې یې وايي چې پاکستاني پولیس د امریکا د سفارت لخوا دوی ته ورکړلو اسنادو ته پام نه کوي او د پاکستان د ویزو نه لرلو له امله یې پر کورونو چاپې وهي، دوی نیسي او بېرته یې افغانستان ته استوي.
دا په داسې حال کې ده چې له پاکستان او ایرانه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ روانه ده او هره ورځ په زرګونه کسان په بېلا بېلو لارو افغانستان ته اړول کېږي. په تورخم کې افغان کمیسار مفتي عصمت وايي هره ورځ تر سلو کورنیو پورې افغانستان ته راځي.
د طالبانو د حکومت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د نومبر میاشتې راهیسې څه باندې اته سوه زره افغانان له پاکستان، ایران او ترکیې نه بېرته افغانستان ته استول شوي چې ډېره برخه په کې له پاکستانه د راستنو شویو کډوالو ده.
ملګرو ملتونو او نړیوالو بنسټونو په بیا بیا له پاکستانه غوښتنه کړې چې په دې ساړه ژمي کې دې د افغانانو له ایستلو لاس واخلي خو د پاکستان حکومت دې غوښتنې ته پام نه کوي.
د ملګرو ملتونو بېلا بېلې ادارې وايي که په روان سوړ ژمي کې هغسې چې ښايي د ستنېدونکو افغان کډوالو لاسنوي ونه شي ښايي یو بشري ناورین رامنځ ته شي.