کرېکټ؛ هند ته په ماتې ورکولو سره شري لنکا په لومړي ځل د ښځو اسیا جام اتلولي وګټله

د عکس سرچینه، asian cricket council
د شري لنکا د ښځو کرېکټ ملي لوبډلې د هند لخوا ورکړل شوی د ۱۶۶ منډو هدف په اسانۍ پوره کړ او له دې سره یې په لومړي ځل د اسیا جام اتلولي خپله کړه.
د هند د ښځو کرېکټ لوبډلې په پایلوبه کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو په ټاکلو شلو اورونو کې ۱۶۵ منډې کړې وې، شري لنکایۍ ښځو دا منډې په ۱۸م اوور کې داسې مهال پوره کړې چې یواځې دوه لوبغاړې یې اوټ شوې وې، او له دې سره یې پایلوبه د اتو وېکټو په توپیر وګټله.
دا په تېرو نهو اتلولیو کې لومړی ځل شو چې د شري لنکا ښځو لوبډله د اسیا جام اتلولي ګټي.
له دې مخکې اووه جامونه هندۍ او ۲۰۱۸م کال کې یوه اتلولي د بنګله دېش ښځو کرېکټ لوبډلې ګټلې.
هندۍ لوبډلې پایلوبه کې شري لنکا ته د ۱۶۶ منډو هدف ټاکلی و

د عکس سرچینه، asian cricket council
د هند او شري لنکا د ښځو کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د اسیا جام پایلوبه نن (یکشنبه) د شري لنکا په دمبولا کرېکټ لوبغالي کې وه.
دا لوبې د شري لنکا په کوربتوب وشوې، د دغه هېواد کرېکټ بورډ اعلان کړی و چې د پایلوبې لېدو ته نندارچیان په وړیا ډول ورتللی شي.
هندۍ لوبډلې د پچې له ګټلو سره لومړی پخپله توپ وهنه کړې او په ټاکلو شلو اورونو کې یې سیالې لوبډلې ته د شپږو وېکټو په زیان د ۱۶۵ منډې جوړې کړې دا په ښکاره لوی هدف و خو شري لنکایۍ لوبغاړو اوږده ملګرتیا وکړه او هدف یې پوره کړ.
هند د جمعې پر ورځ بنګله دېش او شري لنکا بیا پاکستان ته نیمه پایلوبه کې د ماتې په ورکولو سره پایلوبې ته ورسېد.
د پاکستان د ښځو کرېکټ لوبډلې تر دې مخکې په ګروپي سیالیو کې له هند هم ماته خوړلې وه.
د هند او شري لنکا لوبډلو د دغه جام په ګروپي او نیمه پاییلوبه سیالیو کې کومه لوبه نه وه بایللې.
تېر کال د هند او شري لنکا د سړیو کرېکټ لوبډلې هم د اسیايي جام په پایلوبه کې سره مخامخ شوې وې چې هند ورته په اسانه ماته ورکړه او د سړیو اسیايي جام اتلولي یې وګټله.
په اسیا کې د ښځو کومه کرېکټ لوبډله پیاوړې ده؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د اسیايي ښځو تر منځ د کرېکټ دا ډول سیالۍ په ۲۰۰۴ کال کې پیل شوې او له هغې راهیسې په یو ورځنۍ او شل اوریزو بڼو تر سره کېږي.
د دغو سیالیو لومړۍ اتلولۍ هم په شري لنکا کې وې.
د کرېکټ اسیایي شورا د معلوماتو پر بنسټ تر اوسه د ښځو ترمنځ نهه اسیايي جامونه شوي چې تر ټولو پیاوړې لوبډله یې هندۍ هغه ثابته شوې.
د هندوستان د ښځو لوبډلې له ۲۰۰۴م کال راهیسې اووه جامونه او اتلولۍ ګټلې خو د ۲۰۲۴م جام اتلولي ترې شري لنکا وګټله.
د ۲۰۱۸م کال اسیايي جام د بنګله دېش ښځو ګټلی و، او پاکستان بیا له دې سیالیو کومه اتلولي نه لري.
له دې سره هند د اووه جامونو، بنګله دېش او شري لنکا د یوې یوې اتلولۍ ګټلو سره له نورو لوبډلو مخکښ دي.
د ښځو اسیایي جام اتلولیو کې د کومو هېوادونو لوبډلو ګډون درلود؟

د عکس سرچینه، Sri Lanka Cricket
د اسیا جام سږنیو سیالیو کې له افغانستان پرته د اتو اسیايي هېوادونو ښځینه کرېکټ لوبډلو په دوو ګروپونو کې ګډون درلود.
په (الف) ګروپ کې د هند، پاکستان، نیپال او متحدو عربي اماراتو او په (ب) ګروپ کې د شري لنکا، بنګله دېش، تایلنډ، او مالیزیا د ښځو کرېکټ لوبډلو له یو بل سره سیالۍ درلودې.
تایلنډ او مالیزیا د نارینه وو کرېکټ برخه کې لوی نوم او پام وړ مخینه نه لري، او په دغو سیالیو کې یې د ښځو د لوبډلې ګډون د ډېرو پام ځان ته اړولی و.





















