تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
مشهور سوداګر او د هروډز کمپنۍ پخوانی مالک محمد الفائد د ۹۴ کلونو په عمر ومړ
د (هرډوز) کمپنۍ مشر محمد الفائد چې زوی یې (دودي الفاید ) د بریتانیا له پخوانۍ شهزادګۍ ( د وېلز له شهزادګۍ) ډیانا سره د ګاډي په پېښه کې ووژل شو، د ۹۴ کلونو په عمر مړ شوی دی.
محمد الفاید په مصر کې زیږیدلی و او په ۱۹۷۰مه لسېزه کې بریتانیا ته لاړ.
نوموړی یاد هېواد ته له تګ مخکې یې منځني ختیځ کې خپله لویه سوداګرۍ رامنځ ته کړې وه، چې د سوداګرۍ په امپراتورۍ هم یادېږي.
په هر حال، نوموړي هېڅ کله ونه کړلی شو چې د بریتانیا پاسپورت تر لاسه کړي.
محمد الفاید د خپل ژوند وروستي لس کلونه د ډیانا او دودي د مرګ په تړاو د پوښتنو په راپورته کولو تېر کړل.
د نوموړي کورنۍ پرون د جمعې په ورځ (سپتمیر لومړۍ) یوه بیان کې وویل:
"د محمد الفاید مېرمن، د هغه ماشومان او لمسیان غواړي دا تائید کړي، چې محمد الفاید د چهارشنبې په ورځ د ۲۰۲۳ کال د اګست په ۳۰ مه په ابدي خوب ویده شو."
الفاید د فلهم فوټبال کلب څښتن هم و
د فلهم فوټبال کلب د نوموړي په مرګ خواشيني ښودلې او ویلي دي: "د دې خبر په اورېدو ډېر زیات خواشیني شوو."
د يادونې وړ ده، چې الفايد له ډېرو کلونو راهيسې د یاد فوټبال کلب مالک و.
د فوټبال یاد کلب په بیان کې راغلي: "موږ د محمد الفاید منندوی یو. ده زموږ د کلب لپاره ډېر څه کړي دي. موږ د هغه کورنۍ او ملګرو ته د غم په دې شېبو کې د خیر او ښېګڼې غوښتونکي یو."
الفاید خپله سوداګري د خپل ټاټوبي او د مصر دویم لوی ښاراسکندریې څخه پیل کړه.
نوموړي د یاد ښار په سرکونو د فزي په نامه څښاک (نوشابې) پلوره او د ښو اړیکو په لرلو سره یې ښه نوم وګاټه.
د نوموړي کاروبار هغه وخت لا ښه شو، چې کله یې له سمیرا خاشقجي سره ولیدل او واده یې وکړ.
د سمیرا ورور عدنان خاشقجي د سعودي لوی میلیونر او د وسلو پلورونکی و.
عدنان د سعودي په وارداتي سوداګرۍ کې محمد الفاید هم ښکېل کړ.
یاد کاروبار له ښاغلي الفاید سره په مصر کې د نویو اړیکو په جوړولو کې مرسته وکړه.
که څه هم دې واده له دوو کلونو څخه کم وخت دوام وکړ، خو تر دې مهاله ښاغلی الفاید خپله بار وړونکې سوداګرۍ ښه غوړولې وه.
محمد الفاید په ۱۹۶۶ کال کې د نړۍ د خورا بډایه سوداګر بروني سلاکار شو.
نوموړی په ۱۹۷۴ کال کې بریتانیا ته لاړ او پنځه کاله وروسته یې په پاریس کې له خپل ورورعلي سره په ګډه د ریټز هوټل په ۲۰ میلیونه پونډه وپېره.
دوی په ۱۹۸۵ کال کې د ۶۱۵ میلیونو پونډو په بدل کې هروډز کمپنۍ هم وپېرله.