یونېسکو: افغانستان کې شاوخوا ۳،۷ میلیون ماشومان له ښوونځي بي برخې دي
یونېسکو: افغانستان کې شاوخوا ۳،۷ میلیون ماشومان له ښوونځي بي برخې دي
د خپرېدو وخت
د پوهنې نړیوالې ورځې په مناسبت یوه پیغام کې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د طالبانو له حکومته غوښتي چې نه یوازې له اخلاقي پلوه، بلکې د ټولنې خیر، ښېګڼې او سولې په خاطر د هېواد ټولو وګړو لپاره د تعلیم او تربیې حق ومني. سږکال د پوهنې نړیواله ورځ داسې مهال لمانځل کېږي، چې د ملګرو ملتونو کلتوري سازمان یونېسکو وايي په افغانستان کې شاوخوا ۳،۷ میلیون ماشومان له ښوونځي بي برخې دي، چې ډېرې شمېر یې نجونې دي.



