اسرائیلیانو غزې ته د مرستو بار کاروان درولی او مرستې یې له منځه وړې

د ویډیو تشریح، اسرائیلي مظاهره‌چیانو غزې ته د مرستو بار لارۍ بندې کړې دي
اسرائیلیانو غزې ته د مرستو بار کاروان درولی او مرستې یې له منځه وړې
د خپرېدو وخت

اسرائیلي مظاهره‌کوونکو د دوشنبې په ورځ غزې ته د مرستو لارۍ بندې کړې، د خوراکي توکو بستې یې سړک ته غورځولې او په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې یې د غلو دانو کڅوړې خلاصې کړې.

دغه لارۍ چې د حبرون په لوېديځ کې د ترقوميه په پوسته کې ولاړې وې، له اردن څخه راغلې او د غزې تړانګې ته رسول کېدې، چې هلته خلک بشري مرستو ته سخته اړتيا لري.

سپینې ماڼۍ دغه برید غندلی او د مرستو د کاروانونو لوټ کول یې "بشپړ شرم " بللی دی.

د راپورونو له مخې، د لاریون تر شا ډلې ویلي چې دوی په غزه کې د اسرائیلي یرغمل شویو پرله پسې توقیف پر ضد مظاهرې کوي.

په ټولنیزو رسنیو کې شریک شوي نا تایید شوي انځورونه او وېډیو کلیپونه ښيي چې لاریونیان له لاریو بکسونه ځمکې ته راښکته کوي او کله چې دوی رالوېږي پر سر ټوپونه وهي.

په ځینو ویډیوګانو کې ښکاري چې ماښام ناوخته موټرو ته اور اچول کېږي. بي‌بي‌سي ته په خپلواکه توګه دا خبره نه ده تایید شوې.