افغان بزګران د بازار موندنې غوښتنه کوي
افغان بزګران د بازار موندنې غوښتنه کوي
د خپرېدو وخت
کرنه او بڼوالي افغانستان کې په دوديز ډول د دغه هېواد ټولټال اقتصاد يوه مهمه برخه بلل کېږي، او نړيوال بانک وايي دا سکتور د افغانستان ۷۶ سلنه وګړو او د ۹۰ سلنه هغو بېوزلو ژوند کې مهم رول لري چې کليوالو سيمو اوسېږي.
۵۰ سلنه افغانان د نړيوال بانک په وينا د خپل عايد يوه برخه له کرنې تر لاسه کوي. د
غه بانک وايي کليوالو سيمو کې د ادارو، بنسټيزو جوړښتونو او ټکنالوژۍ نوي کولو سره افغانستان د کرنۍ لا چټکې ودې، بېوزلۍ کمولو او د ګډې ښېرازۍ غوړولو له فرصت او موکې برخمن دی. خو حاصلاتو ته بازار موندنه لا هم لويه ننګونه ده.
سيد عبدالله نظامي د مڼو او مالټو په ګډون افغانستان کې بڼوالۍ او ترې عايداتي لاسته راوړنو ته کتنه کړې ده.



