پر لبنان د اسرائیلو تازه بریدونه

د ویډیو تشریح، پر لبنان د اسرائیلو تازه بریدونه
پر لبنان د اسرائیلو تازه بریدونه
د خپرېدو وخت

د لبنان دولتي رسنۍ وايي، اسرائیلو د لبنان په صور تاریخي ښار هوايي بریدونه بیا پیل کړي دي. د لبنان د ملکي دفاع ادارې کارکوونکو په وینا، د صور ښار ټول وګړي د کډه کېدو په حال کې دي. دوی اسرائیل تورنوي چې د لبنان څلورم لوی ښار یې په "د وژنو په ځای" بدل کړی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، اسرائیل باید د ایران د توغندیز برید په ځواب کې د "تاوتریخوالی له ډېرېدو" ډډه وکړي.

انتوني بلېنکن چې منځني ختیځ ته یې سفر کړی دی، دا څرګندونې سعودي عربستان ته له اسرائیلو تر وتلو مخکې وکړې.

هغه خبریالانو ته وویل، "دا ډېره مهمه ده چې اسرائیل په داسې ډول ځواب ورکړي چې تاوتریخوالی ډېر نه کړي."