پښتونخوا کې د پولیو پر ټیم او بلوچستان کې د یوه بند پر څارونکو بریدونو مرګ ژوبله اړولې

د عکس سرچینه، Getty Images
د خيبر پښتونخوا ايالت د اورکزیو په ډبوري بدان کلي کې د پوليو واکسین پر ټيم د وسله والو په ډزو کې دوه پوليس وژل شوي دي.
د اورکزیو د پوليسو وياند محمد موسی د دې پېښې له تائيد سره ویلي، د پوليسو او امنیتي ځواکونو په ځوابي عملياتو کې 'درې بريد کوونکي هم وژل شوي دي.'
'دې خیبر کورنیکلز' په نوم ایکس پاڼه چې د خیبرپښتونخوا ژورنالیستان یې چلوي لیکلي، چې ناپېژانده وسله والو د شمالي وزیرستان په شیواه تحصیل کې د پولیو واکسیناسیون ډله یرغمله نیولې او له پولیسو یې وسلې اخیستې دي.
هممهاله امنیتي سرچینو ویلي، چې په کوهاټ کې یې د پولیو پر ټیم د برید هڅه ناکامه کړې ده. پولیسو ویلي، موټرسایکل سپرو وسله والو غوښتل په درېوال بانډه کې پر واکسیناتورانو برید وکړي.
دا پېښې داسې مهال شوې چې پاکستان کې پرون (دوشنبه) د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسیناسیون کمپاین پیل شوی.
دغه هېواد کې سږ کال د ګوزڼ مثبتې پېښې پام وړ زیاتې او تر دې دمه ۴۱ ته رسېدلې دي.
داسې اندېښنې دي چې دا ډول تاوتریخوالی به د نورو ننګونو ترڅنګ د کمپاین په بریالي ډول ترسره کېدل هم له ګواښ سره مخ کړي.
په وروستیو کلونو کې د پولیو څو واکسیناتوران او د هغوی امنیت ساتونکي د وسله والو تر بریدونو لاندې راغلي.
سږ کال د واکسیناسیون په کمپاینونو کې لږ تر لږه ۱۵ کسان چې ډېری یې پولیس دي وژل شوي.
د بلوچستان په پنجګور کې د وسله والو په برید کې پنځه تنه وژل شوي دي

د بلوچستان په پنجګور ضلع کښې د ناپېژانده وسله والو په ډزو کې پنځه کسان وژل شوي او دوه ژوبل دي.
د بلوچستان د والي ویاند شاهد رند وايي، برید پر هغو کسانو شوی، چې د یوه بند د څارنې په دنده بوخت وو.
درې وژل شوي او دوه ټپیان د پنجګور ضلعې اوسېدونکي دي.
د بلوچستان اعلي وزير مير سرفراز بګټي دا برید غندلی او ويلي یې دي، ترهګر به هېڅکله خپلو موخو ته ونه رسېږي.
تر اوسه د دغو بریدونو مسولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.






















