بلوچستان کې د پولیو واکسین کوونکو دوه ساتونکي وژل شوي

د بلوچستان په مرکز کوټه کې نن د پولیو یا د ماشومانو ګوزڼ واکسین کوونکو پر ساتونکې ډلې ډزې شوې دي چې دوه پولیس پکې وژل شوي دي.
ډزې ناڅرګندو وسله والو کړې او تر اوسه کومې ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی. دا برید د کوټې په نوي کلي سیمه کې شوی. پولیسو سیمه کلابنده کړې او پلټنې یې پیل کړې دي.
په بلوچستان کې د پولیسو یوه چارواکي بي بي سي ته تایید کړې، دوه پولیس هغه مهال د نامعلومو وسله والو له خوا ووژل شول چې د پولیو له یوې ډلې سره یوځای د دغه ایالت په مرکز کوټه کې د پولیو ضد کمپاین ترسره کاوه.
په بلوچستان کې د پولیو ضد واکسین دوه ورځنۍ کمپاین د اګست میاشتې پر لومړۍ نېټه پیل شوی دی. برید هغه مهال شوی چې پولیسو د ښځینه واکسیناتورانو ساتنه کوله. خو ویل شوي خپله د پولیو ټیم ته کوم زیان نه دی اوښتی.
تېره ورځ د بلوچستان چارواکو ویلي وو، روغتیايي کارکوونکي به کور په کور ماشومان واکسین کړي.
اړوندو مسولینو له خلکو غوښتي وو چې خپل تر پنځو کلونو ټیټ عمره ماشومان واکسین کړي. دغه راز د پوليو ټيمونو ته لارښوونه شوې چې په سيمه کې د پوليو ضد کمپاين د هدف ترلاسه کولو لپاره جدي کار وکړي او وايي په دې برخه کې به هېڅ راز غفلت ونه زغمل شي.
په پښتونخوا او بلوچستان کې له څو کلونو راهیسې وسله والو اورپکو په بیا بیا د پولیو پر واکسین کوونکو بریدونه کړي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د ماشومانو ګوزڼ ناروغۍ خلاف جګړه لا پای ته نه ده رسېدلې.
دې ادارې مخکې ویلي وو، "تر هغه چې یو ماشوم هم په پولیو وېروس اخته پاتې وي، د نړۍ د ټولو هېوادونو ماشومان پر دې ناروغۍ د اخته کېدو له خطر سره مخامخ دي."
پوليو يا ماشومانو ګوزڼ يوه داسې ناروغي ده چې درملنه نه لري او يوازې مخنیوی یې کېدای شي. ويروس يې تر ډېره له ۵ کلنۍ پر کم عمره ماشومانو اغېز کوي. پوليو واکسين چې څو ځله ورکول کېږي، يو ماشوم ټول عمر له دې ناروغۍ ژرغولی شي.





















