پاکستان وايي "۷۱ خوارج" یې وژلي

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

د پاکستان پوځ ادعا کړې چې له افغانستان سره پر کرښه یې شمالي او سوېلي وزیرستان کې له تېرو درېیو ورځو راهیسې په جلا عملیاتو کې ۷۱ وسله‌وال وژلي.

د پوځ رسنیو برخې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په لومړیو عملیاتو کې ۵۴ اورپکي شمالي وزیرستان کې وژل شوي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي وژل شوي کسان 'خوارج بللي'، هغه اصطلاح چې د پاکستان حکومت يې پاکستاني طالبانو غورځنګ (ټي‌ټي‌پي) ته کاروي.

ښاغلي نقوي ویلي چې دغه وسله‌وال یې "لارښوونکو" په پاکستان کې سترو بریدونو ته استولي وو: "زموږ سرتېرو له درېیو اړخونو پر دوی ډزې وکړې او ۵۴ خوارج يې دوزخ ته ولېږل. دا په روانو عملیاتو کې تر ننه لوی شمېر دی، په دې لوړ شمېر تر اوسه نه وو وژل شوي".

"موږ له ورځو راهیسې دغه معلومات لرل چې د دوی بېروني لارښوونکي دوی هڅوي چې پاکستان ته دننه شي او یو څه وکړي. ځینې فعالیتونه وشول او له هغې راهیسې موږ ډېر احتیاط کاوه چې دوی به حتما بېرته راستنېږي او دا فعالیتونه به کوي. نو د پولو څار مو ډېر کړ او د دغو معلوماتو پر بنسټ مو دا هر څه وموندل".

خو په دې اړه چې دغه بهرني لارښوونکي څوک دي، په اعلامیه کې توضیحات نه دي‌ ورکړل شي.

سوېلي وزیرستان کې عملیات

د دوشنبې پر ورځ (اپرېل ۲۸مه) د پاکستان پوځ ویلي، تازه یې سوېلي وزیرستان کې په تعقیبي عملیاتو کې ۱۷ نور اورپکي وژلي.

د پاکستان د پوځ په تازه معلوماتو کې راغلي، چې په دې عملیاتو کې له ډرون (بې‌پیلوټه) الوتکې هم ګټه اخیستل شوې چې په مټ یې دغه وسله‌وال چې پاکستان ته یې د ننوتلو هڅه کوله په نښه شوي دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې (ای‌اېس‌پي‌ار) له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، له وژل شویو وسله‌والو "ډېره اندازه وسلې، مهمات او چاودېدونکي توکي ترلاسه شوي دي".

په اعلامیه کې راغلي دي: "د استخباراتي ادارو راپورونه ښيي چې دغو یاغیانو په ځانګړي ډول د خپلو 'بهرنیو بادارانو' په اشاره هڅه کوله چې پاکستان کې د لوړې کچې ترهګریز بریدونه وکړي."

اعلامیه زیاتوي: "د تحریک طالبان پاکستان له خوا دا اقدام په داسې وخت کې شوی چې له هنده د پاکستان پر ضد بې بنسټه تورونه لګول کېږي، چې دا ښيي دوی د چا په اشاره فعالیت کوي. دا ډول اقدامات د دولت او ولس پر ضد بغاوت او غداري ګڼل کېږي."

واڼه او ګوادر کې چاودنې

په ورته وخت کې، له سوېلي وزیرستانه راپورونه وايي، په مرکز واڼه کې د امن کمېټې دفتر مخې ته چاودنه شوې چې لږ تر لږه اوه تنه پکې وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.

په سیمه کې د ځايي پولیسو مشر عثمان وزیر اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي، په وژل شویو کې "د امن کمېټې دوه غړي ټپیان شوي هم دي او په نښه شوي کسان د امن کمېټې هغه غړي او د کمانډر نذیر ډلې اړوند کسان دي."

دغه کسان د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) مخالفین وو او د "سي‌اېن‌جي" ډلې په نوم هم پېژندل کېدل.

بل خوا، د بلوچستان ګوادر ولسوالۍ 'پسني' سیمه کې د یکشنبې پر شپه بمي چاودنې دوه کسان وژلي وو او یو بل ټپي و.

د پولیسو په وینا، په نښه شوي کسان چې په موټر کې سپاره وو، د یادې سیمې 'مسکان چوک' هدیرې ته په رسېدو یې د سړک غاړې ځای پر ځای شوي چاودېدونکي توکي وچاودل.

په وژل شویو کې یو حکومتي مامور دی. تر اوسه ددغو دواړو چاودنو مسؤلیت کومې ډلې نه دی منلی.

کابل ته د هند د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي سفر

پاکستان پر داسې مهال پر پوله د اورپکو د وژلو ادعا کوي چې د هند د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی انند پرکاش کابل کې له طالب مشرانو سره پر سیاسي، اقتصادي او ټرانزیټي همکاریو خبرې کړې دي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، ښاغلي پرکاش د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره کتنه کې ژمنه وکړه چې له افغانستان سره به خپلې همکارۍ ته دوام ورکوي او غواړي ځینې ځنډېدلې زېربنايي پروژې بیا پیل کړي.

د بهرنیو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو مشر حافظ ضیاء احمد وايي، په دې ناسته کې پر وروستیو سیمه ییزو تحولاتو هم خبرې وشوې.

په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدا راهیسې د کابل-نوي ډیلي ترمنځ اړیکي یو څه سړې وې، خو په دې وروستیو کې دواړو خواوو ډیپلوماتیکې اړیکي پیل کړي دي او څو میاشتې وړاندې په متحده عربي اماراتو کې امیر خان متقي د هند د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سره کتنه کې، لوړې کچې ته د ډیپلوماتیکو اړیکو پر لوړولو خبرې وکړې.