تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
طالبان: پاکستان کې د ناامنیو د پړې ګوته افغانستان ته نیول له حقیقت څخه د توجه اړولو ناکامه هڅه ده
په افغانستان کې د طالبانو حکومت دفاع وزارت د پاکستاني پوځ هغه ادعا ''بې مسوولیته او له واقعیته لېرې'' بللې چې ویلي یې و، پاکستان کې د وروستیو "ترهګریزو فعالیتونو ریښه" له افغانستان سره تړلې ده.
د طالبانو حکومت وايي، ''پاکستان کې د ناامنیو پېښو د پړې ګوته افغانستان ته نیول له موضوع له حقیقت څخه د توجه اړولو ناکامه هڅه ده.''
له دې مخکې د پاکستاني پوځ ویاند تورنجنرال احمد شریف پر سې شنبه یوې خبري غونډې ته وینا کې وویل، پاکستان کې د نامنیو ریښه په افغانستان کې ده او په خبره یې دا د دوحې له لاسیک شوي تړونه د افغانستان د "موقت حکومت [د طالبانو حکومت] ښکاره سرغړونه" ده.
احمد شریف دا ادعا هم وکړه چې په داسو سیمه کې پر چینايي انجینرانو په ځانمرګي برید کې د ښکېلو کسانو کړۍ هم له افغانستان سره تړاو لري "ترهګر او د هغوی تسهیلوونکي له افغانستانه کنټرولېدل، په داسې حال کې چې ځانمرګی هم افغان تبعه و."
په افغانستان کې د طالبانو حکومت ملي دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې بیا د پاکستاني پوځ ادعا ''په کلکه رد شوې'' او د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي له لوري په یوه ایکس پیغام کې ویل شوي: ''د خیبر پښتونخوا په یوه داسې سیمه کې چې د پاکستان پوځ تر کلک امنیتي پوښښ لاندې ده د چیني اتباعو وژل کیدل د پاکستاني امنیتي ارګانونو کمزوري او یا هم له حمله کونکو سره همکاري په ډاګه کوي چې په دواړو صورتونو کي یې مسئولیت د پاکستان حکومت ته متوجه دی.''
په اعلامیه کې دغه راز ویل شوي، چې د طالبانو حکومت چینايي چارواکو ته هم د دې موضوع په هکله ډاډ ورکړی ''او هغوی (چینايي چارواکي) هم په حقیقت پوه شوي دي چې افغانان په داسې موضوعاتو کې ښکېل نه دي.''
د طالبانو دفاع وزارت په اعلامیه کې ادعا شوې، چې د اسلامي دولت نومې ډلې وسله وال ''له پاکستانه افغانستان ته اوړي او د هغوی (پاکستان) خاوره زموږ په ضد کارول شوې او پېښي له هغه هېواد څخه تنظیمېږي چې پاکستان یې باید په اړه ځواب ووايي.''
د پاکستان پوځ ویاند احمد شریف دا هم ویلي و، چې له تېرو څو میاشتو راهیسې سخت دریځي هڅه کوي چې په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې د امنیتي وضعیت ګډوډ کړي.
په دغو دواړه ایالتونو کې د پاکستاني طالبانو تحریک او د بلوچستان د ازادۍ پوځ په نامه وسله واله ډله بریدونه کوي.
هغه په دې اړه په پاکستان کې د روان کال د سخت درځۍ د فعاليتونو په اړه جزییات هم ورکړل او ويې ويل چې "د دغو فعاليتونو ريښې له افغانستان سره تړاو لري او د دې په ځواب کې پاکستان د افغانستان د ننه د ښکېلو سخت دریځو خوندي پټنځایونه په نښه کړل او وسله وال بریدګر یې په کامیابۍ سره له منځه یووړل."
نوموړی ادعا کوي چې ترهګر د افغانستان له خاورې په ګټه اخیستو ترهګریز فعالیتونه کوي، چې په وینا یې "په دې اړه پاکستان 'مستند شواهد' هم وړاندې کړي دي، خو په اړه یې کوم ګام نه دی اخیستل شوی."
جنرال احمد شریف زیاتوي، پاکستان په افغانستان کې د طالبانو حکومت سره په هره کچه همکاري کړې، خو وايي "هغه ژمنې چې په دوحه کې یې کړې وې، نه دي پوره شوې."
طالب چارواکو پخوا تل تینګار کړی، چاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د کوم هېواد پر ضد وکارول شي. د طالبانو حکومت پخوا بیا بیا ویلي، چې پاکستان دې په کور دننه خپلو ستونزو ته حل لار پیدا کړي او پر افغانستان دې پړه نه اچوي.